اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږ
هغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛
اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږ
درې يا پنځه يا اووه پلکې په شمار
وړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛
اوس هم د بادو ها لرغونی زيارت
چې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږي
له هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛
اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه ده
او هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛
اوس هم چې ووځي د څپرې مياشت
نو د ماښام پر مهال
زړې ښځمنې او واړه ماشومان
د کور د خونو دېوالونه زموږ
په تاندو څانګو په پسته پسته کې بيا بيا وهي
او دا سرود ورسره جوخت غږوي:
(( څپره ووته، بلا ووته
څپره ووته، بلا ووته !!))
__________
(١) سې بيبيانې د ننګرهار د خوګياڼيو په بر بهار کې سهېل ختيځ ډډې ته د غدنډۍ په اړخ کې درې خوا په خوا ولاړ بوټي دي چې کال و سر سمسور وي. وايي چې دا درې سره بوټي اصلا درې پاک لمنې مېرمنې وې. په لاره کې ورباندې کفار راغلل. دعا يې وکړه چې بې پردې نه شي. خدای يې دعا قبوله کړه او ځای پر ځای ځنې بوټي جوړ شول. دې درې بوټيو ته څېرمه هلته دوه بوټي نور هم دي. د عامو خلکو په باور، له هغو درې بيبيانو سره يو سپی او يوه پيشو هم وه چې هغه دواړه هم په بوټيو بدل شوي دي.
(٢) وچ صبر د خوګياڼيو مرکز کږې ته څېرمه په څموڅۍ کې د کږې – جلال آباد د لويې لارې پر غاړه د سروې يوه وچه ونه ده چې دنګه ولاړه ده. په سيمه کې، غالبا، داسې څوک نشته چې دا ونه يې سمسوره کتلي وي. ښايي چې پېړۍ پخوا به کله ښېرازه وه. د دې ونې تنه درسته له پلکو ډکه شوې ده.
(٣) شيخ نيکه د خوګياڼيو په زاوه کې يو زيارت دی. د سرې مخې يا بادو رنځوران ورته له لرې لرې ځايونو څخه ورځي. خلک وايي چې ورسره ښه کېږي.
(٤) آخره چارشنبه هغې ته وايي چې په ورپسې دوشنبه يې رسول الله صلی الله عليه و سلم وفات شوی دی. د سيمې د عامو خلکو، په تېره بيا د زړو ښځو، باور دا دی چې پر دغه ورځ رسول الله صلی الله عليه و سلم د شنو پټيو پر پولو قدم واهه. ناڅاپه يې له څنګه مړز والوت. د مړز د الوت له آواز سره يې په زړه ساړه ننوتل او په ورپسې دوشنبه وفات شو.