د اونــــۍ پـــیـــــغــــــام
زما شهید شهید وردګ ولسه
د افغانستان لویشت لویشت خاوره د اشغال او استعمار پر ضد د جهاد او الله اکبر نارې وهي. زما کلی او زما کلیوال هم ددغه کاروان مله دي. دا ېې حق دی چې آزاد وي، دا ېې حق دی چې د خپل واک او خپل اختیار وي، دا ېې حق دی چې د خپل پرمختګ ټولې ممکنه لارې پخپل لاس کې واخلي؛ کچیرې ېې څوک نه ورکوي، د هر ډول تاوتریخوالي منځته راتګ د دوی انتخاب او د دوی د هدف لاسته راوړلو لار بللی شم. او وحشي اشغالګر باید دغه ټکی په یاد ولري چې دا ولس میړنی دی او د میړني تاریخ جوړونکي همدوی دي. زما ولس هره ورځ ق
واده د مبارک شه!
د نوي ژوندون
پــــنــــجـــابـــه دا څــــو لســـــیزې دې پـــدې خـــاطـــر پـــه اور ســـوزولـــم؟!
قبایلي مشران وايي پخپله خاوره سرونه ورکوي
د ســـپـــورټ د نــــړۍ نــــومـــیالــــي زمــــوږ تـــرمـــنـــځ قــــومـــي پـــولـــې ړنـــګـــــوي
زموږ د هیوادوالو ژور احساسات او د دوی خوشحالي د هیواد د اتلو بچیانو د اتلولۍ په اړه ډیر ښه زیری له ځانه سره لري.
آیـا دا نـړۍ ریـښـتــیا د مسـلـمانـــانـو لپــاره دوزخ او د کــفارو لپــاره جــنــت ده
زموږ ولس ډیر غریب او بیچاره دی. ځنې خلک ېې په آګاه یا نا آکاه ډول د خرابۍ او بربادۍ مفکورې تر غوږو کوي. په دې دنیا کې خدای ج په ټولو انسانانو که مسلمانان دي او که کفار د خپلې خدایۍ له مخې مهربان دی. زموږ خدای رحمن دی، هغه هر هغه چاته چې وغواړي ورکوي ېې او له هر چا نه چې وېې غواړي اخلي. ولې زموږ خلکو ته د اسلام په رڼا کې له دنیا څخه د نفرت او نا هیلۍ درس ورکول کیږي. ولې زموږ مظلوم ولس د خواږه ژوند له تیرولو او درلودلو څخه په لوی لاس بې برخې کیږي، او
د خور او لور په اړه یو ښکلی شعر
په کور کې ناسته د ظالم د ښکار مرغــــــۍ یم تل په تیارو کې را لو شوې قرباني د ناپوهۍ یم
ښځه د حیوانیت په څیر، په دوه متضادو فکرونو کې
د ښځو د تعلیم او کار خبره ډیره ورانه او ګرانه ده، ځنې پکې د افراط نقش لوبوي د کفر په خیر لوبیږي او ځنې د تفریط له پلوه د کفارو په چوپړ کې دي. دوه خبرې امکان لري: (۱) چې ښځه د کوره بهر تعلیم او کار کولی شي، (۲) باید په کور کښېني. (۱): که ښځه د کوره ووځې، هیڅ امکان نلري هغه د لارې په سر، موټر، سرک، کارځای او یا نورو لارو د نارینه و سره یوځای نشي. خیال پ
پدې حالت مې نه ژاړې!!؟
ژوند لوړې ژورې لري، موږ باید د خپل ځان او هم بچیانو د روښانه راتلونکې په لور روان شو. یوازې په غمونو، انګولاو او فریادونو زموږ درد نه دوا کیږي. لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی نه یې پیژنم
په اروپا کې له میشتو پښتنو څخه یوه جدي هیله:
Afghanistan Aryana په اروپا کې له میشتو پښتنو څخه یوه جدي هیله: اروپا ته د ډیرو هیوادو مهاجر راغلي چې پدې ډله کې ترکان او پاکستانیان تر نورو پخوا راغلي. ترکان خو په تجارتې برخه او کار او بار کې کې تر ټولو مخکې دي، پاکستانیان هم همداسې در واخله.
پښتانه اوس هم شډل خوښ دي.
تر کومه چې زه فکر کولی شم، ټول پښتانه په یو او بل نامه خپل وروسته پاته، له مشکلاتو ډک او د مرکزونو څخه لرې پرتو کلو او بانډو کې ژوند باندې خوښ او کله کله خو آن چې فخر پرې کوي. خو د پښتنو له دې نظر سره خوشحال بابا مخالف دی، هغه پوهه، جرأت، زیرکي، هوښیاري او تعقل تر ډیره په ښاري محیط پورې تړي. او د خوشحال بابا دا خبره د نن ورځنیو افغانانو د ژوند مصداق هم دی. د خوشحال بابا یوه قطعه د ښاري او کلیوال په برخه کې:
بې مخاطبه شعر
بې مخاطبه شعر د زړه زخم مې د سرې واورې کمر دی راختلی پرې د سپینو اوښکو لمر دی په مریو مو بلا چړې شوې پڅې قصابان د کلي وایي چې اختر دی سپین لباس د پرښتو ابلیس اغوستی جاهلان وايي وارث د پـیـغمـبر دی
د ملالۍ وروڼو ته مبارکي
ګرانو هیواد والو سلام علیکم ورحمت الله و برکاة پداسې حال کې چې د لر او بر پښتانه په سر او مال یرغل لا هم روان او پښتانه سوداګر یې د ګډانو (پسونو) په بیه پلوري او سودا کوي یې، د آزادی ۹۲ مه کلیزه ټول افغان ولس او پښتون ټبر ته که لر دی او که بر د زړه له کومې مبارکي وایم. عزتمندو خویندو او وروڼو، موږ په تاریخي لحاظ ډیر کړیدلي او تل د څو قدرت طلب او نا مردو پښتنو په لاس په یو لاس او بل لاس
د اونی پیغام (روژه) - لیمه وردګ
د پاک الله په پاک او سپیڅلي نامه د روژې د مبارکې میاشتې د را رسیدو له امله ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او ټولو ته د ښه عبادت، ریاضت، یو تر بله د محبت او صمیمیت هیله کوم. ګرانو مسلمانو خویندو او وروڼو!، د اسلام مبارک دین د انساني فطرت سره برابر دین دی چې پاک الله په موږ او تاسو پیرزو کړی دی. باید ددې لوی نعمت شکر ګزاره
د اونی پیغام: حجاب، بې حجابي او زموږ بې غوري
د اونی پیغام: حجاب، بې حجابي او زموږ بې غوريګرانو مسلمانو خویندو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاة!،ستاسو اسلامي او افغاني ژوندی احاساس زموږ هر مسلمان او هر افغان لپاره په ریښتیا چې د قدر او ستایلو وړ دی. پاک الله مو تل په عفت او عزت برکت او خدای پاک مو د ژوند دا ترخې شیبې نورې ختمې کړه.ګرانو خویندو!، نن چې ټوله اسلامي نړی د غربي تبلیغاتو څخه تر پزې راغلې ده او هر وخت او په هر ځای کې د مسلمانې خور د حجاب او ستر خبره رامنځ ته کوي، زه تاسو مسلمانو خویندو ته دا
اونی پیغام: ښخه هم په دین پوهیدل غواړی
سلام علیکم درنو خویندو او وروڼو، د اسلام مبارک دین یوازی د نارینه لپاره ندی نازل شوی چی هغوی یی زده کړی ښه او بد وپیژنی او په خپل ژوند کی یی عملی کړی. ښځی هم د ټولنی نیمه برخه ده، او تر نارینه یی مسولیتونه زیات دی کم نه، د ماشوم روزنه چی د راتلونکی خاوندان همدوی دی مور یی تربیه کوی. ګچیری مور خپله نا اهله او ناتوانه وی څنګه به د هغه اولاد هوښیار او سالم وی؟ له بلی خوا ښځه په دین کی بیلابیل مسولیتونه لری چی یو نر یی ښځی ته نشی تدریس او یا تشریح کولای، حیض نفاس او نوری خبری. ښځه
د ماشوم روزنه (پیغام)
د الله ج په پاک نامه ای خدایه ج! ډیری کورنی به دی داسی تشکیل کړی وی چی څو څو بچیان به لری، او ډیری داسی کورنی به دی هم جوړی کړی وی چی په یو بچی پسی به کلونه کلونه ستا در ته په سجده پراته وی. زما درنو کورنیو! میندو او پلرونو! زه پوهیږم چی هر لوستی انسان زما نه ډیر پدی پوهیږی چی د ماشوم حقوق په اسلام او ننی نړی کی څه دی؟. خو زما یوازینی هیله ستاسو ټولو څخه داده چی د ماشومانو حقوق په تیره بیا د دوی په وړاندی له تشدد یا تاوتریخوالی څخه خپلی کورنی منع کړی، که څه هم د یوی کورنی شوخ
بی سلیقی ځوان، نه ځوان!!
د سپیڅلی ذات په پاک نامه پاکوالی د ایمان جز دی ------ په پاکوالی کی د یو انسان د شخصیت اندازه لګی، او د هغه د کورنی ژوند او تربیی څرګندویی کوی. که څه هم زموږ ټولنه او بیا په خاصه توګه زموږ د کلی کور اقتصادی کچه ډیره ټیټه ده، ډیری ماشومان په ډیرو سختو کارونو ګمارل کیږی، چی دا کار پخپل وار د هغوی په تعلیم او همدا راز تربیه باندی ډیر منفی اغیز اچوی. همدا یو دلیل دی چی ډیری پښتانه ځوانان د خپل ماشومتوب پر مهال د سخت کار کولو له امله نن بیسواده در په در ګرځی.
د اونی پیغام : د خور مینه او د ورور تروش تندی
د ستر ځواکمن په نامه په کورنی نظام کی د خور او ورور روابط زموږ او ستاسو په کورنیو کی د مینی او صمیمیت فضا لکه څنګه چی ښایی وای، هسی نه ده، پلار او زوی، مور او لور، خور او ورور دا ټول ډیر په بی علاقه ګی سره یو د بل سره خپل شریک ژوند تیروی، هیڅ کله پلار د خپل زوی سره مشوره نکوی، او هیڅ ورور له خپلی خور سره د زړه خواله نلری، په زیاتره کورنیو کی هره خور د وروڼو د بوټونو په برس کولو، کالی مینځلو او اوتو کولو مؤظفه او مکلفه ده، خو سره ددی هم وروڼه داسی فکر کوی
د اونی پیغام : یوازی خپل کار ته متوجه اوسه!!
سلام درنو لوستونکو!! پدی هیله چی د روغتیا جامی مو پرتن او د خوشحالی سهار مو پیل کړی وی. تل هڅه کوی د خپل پاک خدای ج د نعمتونو څخه ګټه واخلی او د هغه څخه شکر ګزاره و اوسی. په ننی نړی کی سرسری معلومات او یا هم په ځانګړی توګه د سیاسی بحثونو سره مینه د یو زلمی /پیغلی په ژوند منفی اغیز شیندلی شی. البته هغه څوک چی مسلک یی سیاست دی هغه دلته استثنا دی. له همدی امله د پرمخ تللی نړی ډیری وګړی له سیاست سره چندان مینه نلری،
د اونی پیغام : ماشوما ن او راتلونکی
د لوی څښتن په نامه ډیر خلک د اولاد زیاتوالی ته خوشحاله وی، خو هیڅکله د دوی حقوقو او روزنی ته کوم چی خدای ج د والدینو مکلفیت ګرځولی دی پاملرنه نه کوی. درنو لوستونکو! د نن ورځی پیغام د خپل اولاد د روزنی او پالنی په اړه دی، خدای د وکړی چی موږ او تاسو خپل دینی او دنیوی مکلفیت درک او دخپل اولاد د راتلونکی لپاره په پوره ځیرکی او کلک عزم اقدام وکړو. عزیزانو! اولاد که هلک وی یا نجلی، د پاک خدای نعمت دی، ددی تر څنګ کچیری میندی او پلرونه
د مکتبونو سوزول د پښتنو لپاره ثواب دی!!
د ښونځیو سوزول سلام درنو لوستونکو او زما د بلاګ مینه والو! د هر څه د مخه ستاسو قدرمنو څخه یوه نړی مننه چی زما بلاګ مو په خپلو ښو نظریو او نیوکو رنګین کړی دی. په خبرونو کی می و لوستل چی د لوګر په ولایت کی ښونځی سوزول شوی دی، چی دا پخپل ذات کی د علم او پوهی څخه د نفرت څرګندویی کوی، کچیری ځنی خلک وایی چی دا د ځنو ورانکارو لاس دی، زه بیا وایم چی که دا ورانکار ستا زوی او ورور نه دی نو بیا ولی دا بی رحمه خلکو ته چی ستاسو د اولا
د اونی پیغام : کورنی ژوند
درنو لوستونکو! د خدای ج د ټولو درکړ شویو نعمتونو شکر ګذاره اوسی، د خپلی کورنی په هر غړی چی درسره یوځای ژوند کوی، مینه درسره لری، ستاسو خدمت کوی یا تاسو د هغوی په چوپړ کی یاست الله پاک ته شکر وباسی، د خپل عجز سر په ځمکه ورته کیږدی. له هیڅ یوه سره یی بد سلوک او بد اخلاق مه کاروی، دوی ټول ستاسو او تاسو د هغوی مینه (محبت) یاست. ژوند او د هغه لذتونه ستاسو په اخیتار کی درکړ شوی، کیدای شی په ښه رویه خپل ژوند په خوښی او سوکالی تیر کړی، ولو که مو غریبی وی. او کچیری کبر، غرور او
د وړکتون د سالمی ټولنی په لور ګام
ګرانو! داچی ماشومان په خپل وار د ژوند په هره مرحله کی نه یوازی بدنی روزنی ته بلکه فکری روزنی ته هم اړتیا لری. کیدای شی دا کار په مسجدونو، مکاتبو، او یا هم په شخصی وړکتونونو کی تر سره شی، زه ډیر نه لیکم یوازی دومره لیکم چی ای پلاره! او ای موری! دا ستا د بچو حق په تا باندی یوازی د جامو او خوړو ندی!، بلکه تر هر څه مهم حق یی د هغوی سالمه تربیه ده. پدی لاره کی باید تاسو بی غوری ونکړی. خدای ج ته مسؤلیت لری. او پدی اړه به درنه پوښتل
یوه ګناه او څو ثوابه
درنو لوستونکو سلام! دا چی ننی نړی یا په خاصه توګه په ننی ژوند کی د ژوند هره برخه له ګناهونو څخه ډکه ده، خو دا پدی مانا نده چی هر کار به مو هرومرو د خدای د غضب سبب ګرځی، او هیڅ کار به نه کوو؛ بلکه موږ او تاسو کولای شو، په هر وخت او هر ځای کی د خدای د رضا لپاره کار وکړو، د خدای رضا یوازی په مسجد کی نده، بلکه په بازار کی هم شته (حلال کسب)؛ خدای پاک وایی چی هر کله مو چی د جمعی د لمانځه اذان واوریده نو په بیړه د خدای د ذکر (لمانځه) په لوری و خوځیږی. او کله
د اونی پیغام :اسلام
اسلام هغه اسمانی سوغات دی چی پدی خاورینه کره یی ډیر کم خلک پری نازولی دی، زما له ټولو مسلمانو خویندو وروڼو هیله ده، د خپل خدای څخه شکر ادا کړی، او د هغه ذات ج د فرمانونو په عملی کولو کی د پوره ځیرکی نه کار واخلی. او نورو خلکو ته یی په رسولو کی هڅاند اوسی. د خپلی وروسته پاتی ټولنی په کچه: هر باسواده ځوان/پیغله باید لږ تر لږه خپلی کورنی ته د اسلام د ۵ بناوو مفهوم او ترجمه ور زده کړی. والسلام لیمه وردګ