د ستر ځواکمن په نامه

په کورنی نظام کی د خور او ورور روابط

زموږ او ستاسو په کورنیو کی د مینی او صمیمیت فضا لکه څنګه چی ښایی  وای، هسی نه  ده،  پلار او زوی، مور او لور، خور او ورور دا ټول ډیر په بی علاقه ګی سره یو د بل سره خپل شریک ژوند تیروی، هیڅ کله پلار د خپل زوی سره مشوره نکوی، او هیڅ ورور له خپلی خور سره د زړه خواله نلری، په زیاتره کورنیو کی هره خور د وروڼو د بوټونو په برس کولو، کالی مینځلو او اوتو کولو مؤظفه او مکلفه ده، خو سره ددی هم وروڼه داسی فکر کوی چی دوی باید له خویندو سره ښه چلند ونکړی. او تل یی د خپل سیاست تر اغیز لاندی وساتی. دا که له یو خوا د هلک په ژوند کی د ټنبلی روحیه را پیداکوی او د تاوتریخوالی لپاره زمینه برابروی، له بلی خوا د نجلی په روحیاتو هم ډیر بد اغیزکوی، هغه دا چی دا نجلی د تل لپاره د یو آزاد فکر څښتنه نشی پاتی کیدای. په نجلی کی د غلامی یا خدمتګاری روحیه را ژوندی کوی د ښه ژوند تیرولو امید یی قطع کوی. دا خبره د هری پښتنی پیغلی تر غوږو تیره شوی چی پیغله د پردی کور ده،باید د خپل خسر او خواښی چوپړ وکړی، هیڅ مور او پلار پدی فکر نه کوی چی دا خبره به د نجلی د امیدونو او ارزوګانو سره څومره لوی خیانت وی؟؟

ددی اونی په بیغام کی غواړم خپل پښتانه وروڼه او پلرونه دی ته وهڅوم چی د خپلی خور، لور سره ښه رویه او ښه سلوک وکړی، او خپله د خپل ژوند بنسټ داسی ګیږدی چی د هغه په اساس هم د دوی د اولاد او هم  یی د نګور او ورینداری ژوند له امیدنو او ارزوګانو ډک شی، نه داچی د دوی کور ته په راتګ سره هغه د غلامی احساس وکړی او کله یی هم د امید غوټی ونه غوړیږی.

 

ستاسو د سوکاله او خوشاله کورنیو په هیله

 

لیمه وردګ