د بښونکی خدای ج په نامه

زموږ تنکی ځوانان او ژمنی رخصتی

درنو خویندو او وروڼو! خدای د وکړی چی تاسو او یا هم ستاسو بچیان دا کلنی آزموینی په پوره بریالیتوب سره تیری کړی. دا چی زموږ هیواد یو اوږد ژمی لری، چی که یو څوک وغواړی پدی اوږده ژمی کی د خپل اولاد لپاره د مسجد او نورو عصری تعلیماتو او کمپیوټر کورسونه ونیسی د دوی د اولادونو لپاره به ډیر ګټور او هم ښه مصروفیت وی.

څومره به ښه وی چی زموږ درانه کلیوال ځوانان په یو احساس سره په خپلو کلو او بانډو کی د دینی، ساینسی او کمپیوټری زده کړو کورسونه پرانیزی. لدی لاری به زموږ هغه بی وسه پښتانه ماشومان او تنکی ځوانان چی نشی کولای د کابل ښار ته راشی، او یا هم کوم بل ښار ته ددی اړینو زده کړو  د زده کړی لپاره لاړ شی، په خپل کلی کور کی زده کړی تر لاسه کړی.

زه خو چی تل خپل کلیوال تنکی ځوانان ګورم هغوی په ژمنی رخصتی کی هیڅ سالم مصروفیت نلری ( دا چی  څوک څه کوی زه به یی نه وایم، ځکه ټول ښه پوهیږو). نو ددی لپاره چی د خپل خور او ورور لپاره ښه مصروفیت او ورسره یوه ښه لاسته راوړنه ولرو، دا به ښه وی چی د دوی لپاره ژمنی کورسونه پرانیزو او هغوی په سالمو مصروفیتونو بوخت وساتو.

ستاسو د بریالیتوب په هیله!

لیمه وردګ