د ورځـــــــــی خـــــبــــری


بنګلدیش لرې پرتو سیمو کې ویډیويي-ټولګي پرانیستي

بنګلدیش لرې پرتو سیمو کې ویډیويي-ټولګي پرانیستي د بنګلدیش نفوس ډیر زیات دی، فقر بل

10.09.2012 لیمه وردګ

ولــــې خــــــپـــــلــــه مـــــور دربـــــانــــدې ګـــــرانـــــه ده؟!

مـــــور پـــــه هـــر چـــــا ګرانــــه ده؛ تــــه ووایـــــه، پــــه تــــاســــو ولــــې خـــپــــلــــه مـــور ګـــــرانــــه ده؟  

24.08.2012 لیمه وردګ

یکشنبه د اسد 29 د اختر لمړۍ ورځ ده

د کوچني اختر یا عید الفطر لمړۍ ورځ راتلونکې یکشنبه ده. د 1391 کال د اسد یا زمري د میاشتې له 29 مې سره سمون خوري د ټولې نړۍ په هیوادونو کې د اختر لمړۍ ورځ ده. درنو هیوادوالو هره ورځ مو د اختر او اختر مو بختور شته! د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک کړئ

17.08.2012 لیمه وردګ

پښتو (لوړ تهذیب)

لوړ تهذیب چې لوى شوي دي په جګو جګو غرو كى غـــــيرتـــونه شـــته ســـينــو د پښـتـنو كى په قــــامـــونو د دنيا كــى مــيلــمه پــال دي ټنګ ټكور ئى هره شپه شته دي حجرو كى د هـــــنر ســــره د ميـــنې دا ثـــــــبوت دي شاعــــرانو دي ســــتا يلي په مـــــــسرو كى د ښــــمــــنان ئى په وژو بـــــريالى نه شول

15.08.2012 لیمه وردګ

شریک کور

شریک کور زمونږ مـــلـك د ګڼ قا مونو شريك كـور دى پدى ملك كى هر يو قا م د بل قا م ورور دى ============== د خپل شـمــېر په كچ حق هر قام ته پكار دى هسى نه چې د يو تـــش د بـل ډ ك شكور دى کبیر ستوری

15.08.2012 لیمه وردګ

اســماعــیل خــان افــغــانـســتان تــه څــه خـدمـت وکړ او کــوي يــې

بریښنا د افغانستان شمال او جنوب کې بریښنا چې د ژوند د لمړنیو اړیتاو څخه شمیرل کیږي، اوس اوس د افغانستان د خلکو واک کې ورکول کیږي - که څه هم زموږ میلیونونه هیوادوال به لا د څراغ بلیدل نه پیژني. مخ تورن جنرال اسماعیل خان، په س

08.08.2012 لیمه وردګ

د پښتنو جهاد ورور -وژنه ده!

خلک به د خپلو جهادي هڅو او ورور- وژنو لپاره قران او حدیث مرجع او مأخذ بولي، ولې کچرې تاسو ددې جهادي مشرانو د دیني علم کچه وګورئ، او څرګندونې ېې واورئ؛ د دې خلکو پیسه دوستي او ورور- وژنې ته لیوالتیا به سمدلاسه درته ښکاره شي.  زه د خپلې خیټې خبرې نه کوم، د یو پاکستاني طالب جنګیالي چې پرون ېې د بیت الله محسود تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې جهاد کولو، خو کله چې د دوی ترمنځ څه نزاکت را پیدا شو، نن ېې د هغه پر وړاندې جهاد اعلان ک

09.07.2012 لیمه وردګ

که پښتانه ورور وژنه بس کړي، څه بدلون به راشي؟؟

د پښتنو تاریخ په وینو سور دی، تر پردو ېې خپل ډیر وژلي دي. هغه پردي ېې هم خپله را میلمانه کړي وي، خپل عزت هم پرې پای مال کړي، بیا د خلاصون پر لارې هم نه سره سلا کیږي، تر هر څه لمړی خپل ورور وژني. د احمدشاه ابدالي د زامنو د شرمونو ډک تاریخ او تورې پاڼې ېې د هر انسان زړه ته ددې جهالت په وړاندې کرکه ور اچوي. د شاشجاع او شامحمود غلام پرستو پښتنو کړو وړو تر ننه زموږ ویاړونه او غرور د خاورو سره خاو

06.07.2012 لیمه وردګ

پښتنو لږ ځان پوهول پکار دي!

01.05.2012 لیمه وردګ

په وردګ ملنډې وهل زور اخیستی

د پاک خدای په پاک او سپیڅلي نامه، هغه چې هر چاته د خپلې خوښې سره سم عزت او ذلت ورکوي    د وردګ غیرتي قوم چې په تیر تاریخ کې ېې

29.03.2012 لیمه وردګ

په جهالت مین پښتانه!!

په جهالت مین پښتانه. ډیر د خواشینۍ ځای دی چې زموږ له هره اړخه وروسته پاته ټولنه بیا هم د ځنو اړینو او مهمو پرمختګونو د رامنځته کیدو مخنیوی کوي. پښتانه چې په تیر تاریخ کې هم چندان د علم او پوهې سابقه او کومې پیژندل شوې څیرې نلري. تر ننه همدا جهالت یا په ناخبرۍ یا هم د جاهلو زور واکانو لخوا پرې تحمیل شویدی چې دادی تر نن ورځې زموږ ګران هیواد د هر

26.11.2011 لیمه وردګ

د ژوندي احساس لرونکو ځوانانو ته مشوره

وړکتون زموږ د ټولنې ضرورت دی.محترمو ځوانانو او د ژوندي احساس خاوندانو ته یوه مشوره لرم کیدای شي فکر پرې وکړي. تاسو کولای شئ د سیمې د مشرانو په مشوره داسې یو کار تر سره کړئ چې له مخې یې د سیمې واړه ماشومانو ته د وړکتون په څیر د زده کړې یو مرکز جوړ او واړه ماشومان په هغه کې د ورځې په جریان کې وساتل شي ( تعلیم، تربیت، او ساعت تیري). پدې کار سره به له یو خوا ځنو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، له بلې خوا به د ماشومانو لپاره د ښه تربي

25.07.2011 لیمه وردګ

طالبان : په لوګر او وردک کی امریکایان ووژل سول

طالبان : په لوګر او وردک کی امریکایان ووژل سول   طالبانو رسنیو ته

04.04.2011 لیمه وردګ

راځی خپلو خونیدو او میندو ته سالمی بوختیاوی پیدا کړو!

د هغه خدای ج په نامه چی د آخرت د ورځی واک یوازی د همده په لاس کی دی درنو لوستونکو! زموږ هیوادوال هر څوک او هر ځای د تیرو څو لسیزو جګړو له امله د سختو اقتصادی ناخوالو سره مخامخ شوی دی. نن ډیری داسی کورنی شته چی په هغه کی یا پلار نشته، یا ورور نشته او پلار سپین ږیری وی، یا داچی د پلار په ګټه د کور ټول خرڅ نه پوره کیږی. داچی د کورنی ښځینه هم د خپل بوډا پلار، یا یوازینی ورور سره د کور په لګښتونو کی مرسته وکړی، زموږ د کلتور سره سم او د ګټی کار د میرمنو لپاره دا دی چی زموږ زنانه د غ

18.12.2010 لیمه وردګ

بر پښتانه د وچی ډوډی خانی غواړی!!

د عزت بښونکی خدای ج په پاک نامه! د لر پښتنو زحمت او تحصیل (سره ددی چی استعماری ژوند لری) او د بر پښتنو په مغزو کی د خانی فکرونه درنو ملګرو او د پښتنی ټولنی با غیرته او با احساسه زلمیانو! د خپل کلی کور په دا تیرو ۶۰-۷۰ کلونو  پرمختګ کی فکر وکړی، چی پښتنو پرګنو د خپل ژوند لپاره څه کار کړیدی؟ کیدای شی ځنی به د آرامی خبری کوی، ځنی به د آزادی خبری کوی، ځنی به د مالداری او شتمنی خبری کوی. خو دا هر څه با الاخره څه معنی لری؟. نن ددی ټو

30.11.2010 لیمه وردګ

پښتانه ځوانان به ژمنی رخصتی څنګه تیروی؟

د بښونکی خدای ج په نامه زموږ تنکی ځوانان او ژمنی رخصتی درنو خویندو او وروڼو! خدای د وکړی چی تاسو او یا هم ستاسو بچیان دا کلنی آزموینی په پوره بریالیتوب سره تیری کړی. دا چی زموږ هیواد یو اوږد ژمی لری، چی که یو څوک وغواړی پدی اوږده ژمی کی د خپل اولاد لپاره د مسجد او نورو عصری تعلیماتو او کمپیوټر کورسونه ونیسی د دوی د اولادونو لپاره به ډیر ګټور او هم ښه مصروفیت وی. څومره به ښه وی چی زموږ درانه کلیوال ځوانان په یو احساس سره په خپلو کلو او بانډو کی د دینی، ساینسی او کمپیوټر

23.11.2010 لیمه وردګ

په مکتب کی د قران سوزول ثواب او خپله د قران سوزول ګناه لری

 په پښتنو سیمو کی هر وخت د ښونځیو د سوزولو خبر ورکول کیږی، او دا هم ځنی وخت ورسره یادوی چی ۱۰۰ ټوکه یا زر ټوکه قران شریف پکی وسوزول شول. درنو لوستونکو! دا خبره خو له سره ټولو ته ښکاره ده چی زموږ ځنو پښتنو د پنجاب د غلامی حلقی په غاړه کی اچولی دی، او د هغوی څخه د ښه مسلمان، ښه مجاهد، او ښه وطنپال القاب د ځان لپاره ګټی. زه به نور څه نه وایم، خو یوازی دومره خبره کوم چی دا د اسلام د دفاع تر نامه لاندی جهاد (د پښتنو سیمو د ښونځیو سوزول، د نجونو بیسواده تربیه کول، یوازی د توری

09.11.2010 لیمه وردګ

زموږ نفرت د مکتبونو څخه زموږ د دوښمنانو دام

د عالم خدای ج په پاک نامه  دا ټولی نړی ته جوته ده چی د عزت او آبرو ژوند په پیسو نه بلکه په علمیت او پوهه  کی دی. زموږ  غیرتی کام نه یوازی نن بلکه له سونو کلونو راهیسی د علم د پراختیا لپاره هڅی او تلاشونه کړی دی، څو چی د جهالت له تور تم څخه و علمیت او روښنایی ته را ووځی. خو له بده مرغه چی ددی لوی بدلون په راوستو کی هر پښتون مشر د بیلابیلو دسیسو ښکار شوی، او پدی توګه یی ددی انقلاب لپاره داسی لاری پلی کړی چی اغیارو ډیر په آسانی د عوامو

01.11.2010 لیمه وردګ

تر څوی چی رڼا تیزه وی زما سترګی به پټی وی

د بښونکی څښتن خدای ج په پاک نامه درنو لوستونکو سلام علیکم! که د پښتنی ټولنی تاریخی عظمت ته سترګی  و غړوو دا به راته جوته شی چی ددی ټبر هر غړی، په خپل ایمان(که بوادیزم ؤ او که اوس اسلام)، کلتور، رسم ، دود او دستور، او تر هر څه نه مهم په خپله ایډیولوژی ډیر کلک ولاړ وی. دا پورتنی ټول صفات په نورو ټولو کامونو کی لږ تر سترګو کیږی، که له یو خوا ځیر شو یاد شوی ټول صفات هغه څه دی چی باید د یوی ټولنی د پرمختګ لپاره تر بل هر څه ډیره لاره هواره

31.10.2010 لیمه وردګ

که زه بیسواده وای؟؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاة درنو وروڼو او خویندو! له پاک خدایه مو د عافیت او خوشحالیو په جامو نغښتی غواړم. زما د بلاګ ډیر لوستونکی پدی اند دی چی: تر څو چی د تعلیم لپاره ښه شرایط مساعد نه شی زموږ خویندی او لوڼی نشی کولای تعلیم حاصل کړی. ما ته دا پوښتنه را پیدا شوه چی: کچیری همدا اوس زه او ستاسو خور/ لور تعلیم ونه کړو، او د هغه شرایطو لپاره چی اسلام وضع کړی ګام پورته نه کړو، دا اسلامی شرایط به څه ډول زموږ ټولنی ته راځی؟ کچی

21.10.2010 لیمه وردګ

هلک او نجلی دواړه! کوم یو؟

 هلک که نجلی کوم یو؟ مینه او لیوالتیا په زیاترو کورنیو کی د هلکانو په لور ده، هغه کورنی چی په هغه کی د هلک څراغ ونه لګی د کورنی ټول غړی له غم او پریشانی ډک ژوند تیروی، زموږ په رواجونو کی خو تر ټولو غټ پیغور د میراث کیدو خبره ده، حال دا چی لور ته میراث کیدل، یا زوی ته هیڅ توپیر نلری. ولی یوه خبره بیا دلته زموږ د بد بخته خلکو  د رواج ده هغه داچی: کله چی نجلی د پلار د کوره واده شی، نو بیا باید د پلار کور خپل و نه بولی، او حتی د ورینداری د خب

20.10.2010 لیمه وردګ

ستا د زنی په خال قسم!،هه؟؟

سلام علیکم! ځنی کسان چی معمولا لږ اسلامی علم لری، په ناپوهی سره په هر څه قسم خوری لکه په قران قسم، په آسمان قسم، ستا په شرافت قسم، او آن چی د ځنو پوهانو په ادبی اثارو کی د زنی په  شین خال قسم ، ستا په مینه قسم او داسی نور راغلی دی. پداسی حال کی چی قسم بغیر د خدای ج د پاک نامه نه په بل څه روا ندی. قسم خوړل ولو که په ټوکو او مسخرو کی وی ښه کار نه راته ښکاری،ځکه د سړی د ټوکو ، دروغو او ریښتیا تمیز کول د ملګرو په وړاندی له منځه وړی. زما وینا ستاسو ټولو دوستانو ته داده چی له د

18.10.2010 لیمه وردګ

کورنی کارونه سخت او بهرنی آسان دی

 دا خبره پرځای ده چی د ښځی پرده په کور کی د ننه، د بیرون په پرتله ښه کیدای شی، لکه چی خدای ج هم د احزاب په سورة کی دی ټکی ته اشاره کړی. په څنګ کی یی په حدیث شریف کی هم شاید ددی ذکر راغلی وی چی مفهوم یی دلته لیکم:  د ښځی فزیکی جوړښت د کورنیو کارونو لپاره برابر دی او د نارینه ؤ د سختو شاقه او بیرونیو کارونو لپاره. او دا تقسیمات چی نارینه بهر کار وکړی او ښځی په کور کی د ننه پدی اساس دی چی نارینه د سختو کارونو توانایی لری او ښځي د وړو کارونو؛ نو

14.10.2010 لیمه وردګ

ږیره او حجاب

لیمه وردګ---- ډیر مسلمانان بی لدی چی د خپلی کورنی د ښځو پوهه او یا د هغوی علاقه د حجاب په اړه ځان ته معلومه کړی، په سر زوری سره د خپلی کورنی په لویانو او کوچینیانو د حجاب امر کوی. دا ښه کار دی، زه یی مخالفه نه یم ، زه نه غواړم چی مسلمانی میرمنی دی بی حجابه وی، خو ښه به دا وی چی زموږ خویندی او میندی د حجاب په حکمت، اهمیت او د هر څه نه مهم د پاک خدای د امر څخه د خبریدو له مخی دوی په خپله خوښه حجاب اغوستلی؛ او بل دا چی ډیر نارینه مسلمانان چی یو شمیر یی ښه لوستی هم دی، دا سیاست لری، خو زم

13.10.2010 لیمه وردګ

د پښتنو ښځو د ژوند ناخوالی

 دا ښکاره خبره ده چی د اسلام مبارک دین ښخو ته تر بل هر دین زیات حقوق ورکړی دی، د هغوی د عفت، عزت، وقار، او عاطفی په پام کی نیولو سره یی هغوی  د ژوند پدی اوږد سفر کی د خپل ملګری (میړه) د لاس لکڼه (عصا) ګرځولی ده، او داچی ښځه خدای پاک د نارینه په نسبت ظریفه، عاطفی، ، مهربانه او ضعیفه پیدا کړی ده، پدی مانا نده چی دا سپیڅلی انسان دی د نارینه ؤ د زور زیاتی قربانی شی، د کور په هر مشکل کی ښځه ملامته وبلل شی؛ هو! دا چی ډیری میرمنی بیسواده دی نو هرومرو به د دوی تر منځ ځنی خبری هاخوا دی خوا ک

12.10.2010 لیمه وردګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more