د بښونکی څښتن خدای ج په پاک نامه

درنو لوستونکو سلام علیکم!

که د پښتنی ټولنی تاریخی عظمت ته سترګی  و غړوو دا به راته جوته شی چی ددی ټبر هر غړی، په خپل ایمان(که بوادیزم ؤ او که اوس اسلام)، کلتور، رسم ، دود او دستور، او تر هر څه نه مهم په خپله ایډیولوژی ډیر کلک ولاړ وی.

دا پورتنی ټول صفات په نورو ټولو کامونو کی لږ تر سترګو کیږی، که له یو خوا ځیر شو یاد شوی ټول صفات هغه څه دی چی باید د یوی ټولنی د پرمختګ لپاره تر بل هر څه ډیره لاره هواره کړی، خو له بلی خوا ګورو چی زموږ هیوادوال له کلونو کلونو په کړاو او مشقت کی ژوند کوی، اصلا یی د اسودګی او آرامی سا نده ایستلی.

زما په اند دلیل یی دادی چی:

هغه څوک چی ددی وروسته پاتی کام د پرمختګ لپاره کومی لاری چاری لټوی هغه د همدی ټولنی د فکری خط سیر سره معمولا په ټکر کی وی او په ډیر افراطی ډول اقدام کوی. چی ښایسته بیلګه یی د غازی امان الله خان انکشافی پلانونه ؤ.

له بلی خوا، زموږ د کام دوښمنان هم د همدی حساسیت په درک کولو سره تل داسی لارو چارو ته لاس اوچوی، یا هغه پالیسی د کار لاندی نیسی چی یا خو د پښتنو د سخت نفرت او کرکی سبب ګرځی، او یا هم داسی چی پښتانه د خپل کلتور او غیرت له مخی د هغه پالیسی د عملی کولو څخه په ځانګړی توګه په خپل محیط کی ځان ګوښه کوی.

چی ښه بیلګه یی د نن ورځی د نورو کامونو د نر او ښځی باسواده کیدل او په هم په امن کی اوسیدل دی، پداسی حال کی چی له پیله تر اوسه پښتون کام نه د تعلیم نه برخمن شوی او نه هم د امن څخه. دلیل یی دادی چی دوی د تعلیم لپاره داسی محیط جوړ کړی چی د پښتون د روحیی سره برابر ندی. د دوی (پښتنو) هلکان هم د مجبوریت له مخی په پوهنتون کی تحصیل کوی. کنه دوی هیڅکله د دا ډول نظام غوښتونکی ندی.

ښه! با الاخره د پښتون کام لپاره څه پکار دی؟

پدی خاطر چی نور د اغیارو د غیر مستقیم تخریباتی پروګرامونو څخه خپل خلک خوندی او د هوسا ژوند  د  درلودلو په لټه کی شو، ښه خبره داده چی تعلیم او هر بل انکشافی پروګرام، چی د اسلام او کلتور سره مو په ټکر کی نه وی ډیر زر او په ګړندی ټوګه پخپلو کلو بانډو او ښار ګوټو کی عملی کړو.

اوس به پوښتنه دا وی چی: دا د نن ورځی هیڅ کار زموږ د اسلام سره برابر ندی! ـــــــــــ زما ځواب د داسی کسانو لپاره دادی چی نه!ــ هر څه د اسلام سره برابر دی خو چی موږ او تاسو یی د صحیح هدف لپاره په صحیح توګه وکارؤ.

که مو په فکر کی د کابل بی ستره ښځی د یوی باسواده میرمنی تصویر خرابوی، راشی خپلی خونیدی میندی په ستر او حیا کی باسواده کړو، خیر! دفتر ته یی مه پریږده، د خپلو اولادونو د روزنی لپاره خو به یوه ښه معلمه جوړه شی. د یو عاجل زنانه ناروغ لپاره خو به لمړنی مرستی وکړی شی، په ځای ددی چی یو نا محرم سړی ورته لاس اوږد کړی؛ قران خو به ښه زده کړی، خیاطی خو به ښه زده کړی، پخلی خو به ښه زده کړی، او داسی نور.

درنو خویندو او وروڼو! زما خو عقیده دا ده چی: په خدای ج می د قسم وی چی، موږ او تاسو به د آخرت په ورځ پدی خاطر چی ولی زموږ زوی لور  د خپل دین/ اسلام/ شریعت/او دینی مسؤلیتونو څخه بی خبره دی ضرور پوښتل کیږو. پداسی حال کی چی زموږ ډیری خلک تر اوسه هم په ډیرو ساده موضوع ګانو نه پوهیږی.

آخر ولی جهالت ته پر علمیت ترجیح ورکړو؟

 

لدی تیارو څخه راوتل یو ضروری کار دی، نن وی که سبا.

خو ددی په خاطر چی لدی تایارو څخه را ووځو، نو باید داسی لاره خپله کړو چی  هغه د ټولو لپاره دمنلو وی، او د هغه چا چی په تیارو کی اوسیدلی حساسیتونه را ونه پاروؤ، مثلا: کچیری یو څوک له شپو شپو تیارو څخه د ورخی روښنایی ته را وباسی هغه به د ددی  روښنایی څخه خپلی سترګی پټی کړی، ځکه دده د سترګو قدرت دومره ندی چی په ان واحد کی د له هغه تیاره محیط څخه و دی روښانه محیط ته بی له موک حساسیت څخه را ووځی. همدا شان زموږ وروسته پاتی خلک هم دی. لدوی سره ملایمه رویه او د  دوی د غوښتنو سره سم پرمختګ د ټولنی  توازن او ثبات سبب کیدای شی، پدی هیله چی ټول پښتانه دی باریکی ته په کلکه پاملرنه وکړی

و من الله التوفیق .

 

 

ستاسو د ښو نیوکو او نظرونو په تمه!

 

لیمه وردګ