د لوی څښتن په نامه
ډیر خلک د اولاد زیاتوالی ته خوشحاله وی، خو هیڅکله د دوی حقوقو او روزنی ته کوم چی خدای ج د والدینو مکلفیت ګرځولی دی پاملرنه نه کوی.
درنو لوستونکو! د نن ورځی پیغام د خپل اولاد د روزنی او پالنی په اړه دی، خدای د وکړی چی موږ او تاسو خپل دینی او دنیوی مکلفیت درک او دخپل اولاد د راتلونکی لپاره په پوره ځیرکی او کلک عزم اقدام وکړو.
عزیزانو! اولاد که هلک وی یا نجلی، د پاک خدای نعمت دی، ددی تر څنګ کچیری میندی او پلرونه د خپل اولاد پوره پاملرنه او روزنه ونکړی، دا اولاد کیدای شی د خدای د سخت عذاب او د آخرت د مخ توری سبب وکرځی، نو ګوری چی په ډیر اسانه توګه د خدای راکړی نعمتونه زموږ څخه د خدای په سخت عذاب بدل شول، د یو بد عمله اولاد د هری بدی پخاطر به خپل مور او پلار هم په عذاب کی ورسره شریک وی، او پدی اړه د محمد رسول الله ص څخه حدیث هم لرو.
ددی خبری مثال د خپلی ټولنی هغه ځوانان دی چی هر ورځ پوډر څکوی، قمار وهی، بیسواده او ټوپک په لاس کرځی، او داسی ډیر نور
زما له ټولو درنو لوستونکو څخه دا هیله ده چی د خپل اولاد د روزنی او تعلیم په برخه کی د ټنبلی لاره خپله نکړی. تیره ورځ بیا په لاس نه راځی، که اولادونه مو خدای مکړه بی لاری را لوی شی، بیا یی په لار کول ډیر ګران دی، او د کلی کور شرمندګی به تل زموږ لمن نیولی وی.
د روزنی (تربیی) ښه لاره د تعلیم لاره ده، کوښښ وکړی خپل اولادونه د مسجد له امام سره بلد کړی، او د امام څخه دا غوښتنه وکړی چی د ماشومانو سره د نرمی رویی څخه کار واخلی، ځکه زه په خپل ماشومتوب کی دمسجد د ملا امام څخه ډیره ویردم، هغه به ډیره وهلم؛ د همدی امله ما خپل درسونه په مسجد کی ترک کړل؛ خو ستاسو امام باید داسی ونه کړی.
خپل اولادونه په هر ډول چی ممکن وی، ښونځی ته ولیږی، کومو سیمو کی چی د نجونو ښونځی نشته کوښښ وکړی چی په کلو کی ورته د یوی تعلیم یافته میرمنی په کور کی زمینه برابره کړی، او هغه ته میاشتنی فیس وټاکی. داسی زمینه برابره کړی چی ستاسو اولادونه حرفوی کارونه لکه: غالی اوبدل، مری اوبدل، آشپزی، خیاطی ، نظافت ساتل، او نور هم زده کړی.
دا زموږ او ستاسو لپاره د فخر ځای دی چی خپل اولادونه هلک یا نجلی په ښه توګه قران تلاوت کړی، ښه لیک لوست وکړای شی، ښه نظافت ولری، ښه خوندور خواړه برابر کړای شی او داسی نور.
په آخر کی : خویندو او وروڼو! کوشش وکړی چی دخپلو ماشومانو سره د محبت او شفقت لاره خپله کړی، په خشونت او وهلو ټکولو باندی زموږ اولاد بی جرائته کیږی، په روحیه یی بد اغیز کوی.
ستاسو لپاره د مینی او محبت څخه ډکه کورنی زما یوازینی هیله!!
لیمه وردګ