د عالم خدای ج په پاک نامه

 دا ټولی نړی ته جوته ده چی د عزت او آبرو ژوند په پیسو نه بلکه په علمیت او پوهه  کی دی.

زموږ  غیرتی کام نه یوازی نن بلکه له سونو کلونو راهیسی د علم د پراختیا لپاره هڅی او تلاشونه کړی دی، څو چی د جهالت له تور تم څخه و علمیت او روښنایی ته را ووځی. خو له بده مرغه چی ددی لوی بدلون په راوستو کی هر پښتون مشر د بیلابیلو دسیسو ښکار شوی، او پدی توګه یی ددی انقلاب لپاره داسی لاری پلی کړی چی اغیارو ډیر په آسانی د عوامو خلکو ذهنیتونه په خپل لاس کی اخیستی او د همدی هڅانده مشرانو د سرنګون کیدو لپاره یی استعمال کړی.

ولی غازی امان الله دومره د افراط نه ډکه لاره د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله کړه؟، چی د باحیا افغانی میرمنو د بی حجابی کار ته یی لاس واچاوه. او باالاخره یی انجام څه شو؟. د ملایانو په لاس چی اختیار یی د هندی انګلیس په لاس کی ؤ له واکه ولوید.

دا نن ولی زموږ خویندی وروڼه له مکتب او تعلیم څخه بی برخی دی؟، ځکه له یوی خوا نړیوال د پښتون کام د ځپلو لپاره لاس را بډ وهلی، او د پښتون د حساسیت مطابق هغه څه ته لاس اچوی چی د هغه په نتیجه کی ډیری پښتانه ځوانان احساساتی کیږی، او د طالبانو لیکی پیاوړی کوی. له بلی خوا دا مفکوره د پنجاب اداره د ملایانو په ژبه زموږ مظلوم ملت ته پیچکاری کوی چی: له تعلیم څخه آزادی مهمه ده. نو جنګ کوی او جنګ

هو! آزادی مهمه ده، د غلامی ژوند هیڅ انسان نه خوښوی؛ خو آیا د همدی آزادی د ساتلو لپاره سیاسی، حقوقی، اقتصادی او تخنیکی شعور په کار دی کنه دی؟

درنو خویندو وروڼو! ددی خاوری رهبری او مشری د پښتون کام په لاس کی ده، کچیری دا کام د ښه رهبریت، ښه علمیت او ښه خلاقیت او سیاست څخه بی برخی وی، دا وطن به څنګه خپله مذهبی، سیاسی، کلتوری او اقتصادی ازادی ولری؟؟ -- هیڅکله نه!

 

پدی هلیه چی هر پښتون تعلیم یافته اوبی تعلیمه، زما لدی پیغام څخه خبر او دی مهم ټکی ته متوجه کړای شی چی د مکتب بندول د دوزخ د دروازی پرانیستل دی.

د مکتبونو سوزول جهاد ندی، کچیری وی، خو اول دی د پنجاب وسوزول شی، چی هلکان او نجونی ګډ پکی ښکته پورته کیږی.

او دا هم خپلو مجاهدو وروڼو ته وایم چی هیڅ محصل، زده کونکی او معلم په خپل صف کی پرینږدی، پدی سره ددی کام د ملا تیر ماتیږی.

او  تلاش د وکړی چی تر خپل کنټرول لاندی سیمو کی د علم رڼا روښانه وساتی.

 

د آزاد او آباد افغانستان په هیله!

 

لیمه وردګ