سلام درنو لوستونکو!! پدی هیله چی د روغتیا جامی مو پرتن او د خوشحالی سهار مو پیل کړی وی.
تل هڅه کوی د خپل پاک خدای ج د نعمتونو څخه ګټه واخلی او د هغه څخه شکر ګزاره و اوسی.
په ننی نړی کی سرسری معلومات او یا هم په ځانګړی توګه د سیاسی بحثونو سره مینه د یو زلمی /پیغلی په ژوند منفی اغیز شیندلی شی. البته هغه څوک چی مسلک یی سیاست دی هغه دلته استثنا دی.
له همدی امله د پرمخ تللی نړی ډیری وګړی له سیاست سره چندان مینه نلری، او هر څه چی دوی یی کوی، او یا هم مینه ورسره لری، هغه د دوی هدف ته رسیدل دی.
زموږ د کلی ډیری ځوانان د خبرونو او راډیو ګانو په اوریدو او بیا په هغه باندی په بحث کولو سره خپل قیمتی وخت ضایع کوی. دا منم چی زموږ ډیر ځوانان بیسواده او بیکاره دی، خو زما له تاسو نه داهیله ده چی له داسی بی بند و باره ژوند څخه څه نه جوړیږی.
زموږ خلک نن په خپل ژوند کی هیڅ هدف نلری، بلکه یوازی دا کوی چی نن خو ژوندی دی سبا به هم ژوندی وی.
په خپل ژوند کی د ځان لپاره بیلابیل اهداف وټاکی، بیا د همدی موخو د لاسته راوړو لپاره د خپل ځان سره لاری چاری جوړی کړی، یا خپل اهداف فورمول بندی کړی، او د همدی لاری د خپل هدف لوری ته د نږدی کیدو لپاره په تلاش کی اوسی.
د خپل اولاد لپاره فکر وکړی، د خپل کشر ورور خور لپاره فکر وکړی، او بالاخره د خپلی کورنی لپاره فکر وکړی.
په هغه کار کی چی مستقیما مسؤلیت نلری، کوشش مه کوی ځان دخیل وبولی، او د هغه کار لپاره حل لاری و لټوی.
یوازی خپل مسؤلیتونو ته ښه په ځیره متوجه اوسی، او پدی هم پوه شی چی چانس هر وار ستاسو دروازه نه درټکوی، نو خپل چانسونه هم له لاسه مه ورکوی.
ډیری ځوانان خپل ژوند په بنډارونو تیروی، چی دا پخپل وار د تعلیم او زدکړی مینه او لویالتیا په دوی کی کموی. چی دا اصل پخپل ذات کی لویه ناکامی ده.
له مکتب، مدرسی او پوهنتون څخه فراغت ددی مانا نلری چی نور نو بس، هر ځوان او پیغله باید د ژوند تر اخره خپل ځان په خپل مسلک کی اپډیټ او د ورځی له شرایطو سره عیار وساتی، کنه نو بیا به یی بازار خراب وی، او د بی کاری څخه به سر ټکوی.
ستاسو د خوشحاله او سوکاله ژوند په هیله!!
لیمه وردګ