مـــــور پـــــه هـــر چـــــا ګرانــــه ده؛ تــــه ووایـــــه، پــــه تــــاســــو ولــــې خـــپــــلــــه مـــور ګـــــرانــــه ده؟
د طبعیت غوښتنه داده چې مور هر بچي ته ګرانه ده. خو انسانان بیا د خپل فطرت سر بیره د نورو خواوو څخه هم تنبیه کیږي چې باید د مور او پلار درناوی ولري. مثلا د نړۍ ټول ادیان پدې ټینګار کوي چې د مور او پلار درناوی وشي او د هغوی خدمت باید د دوی بچيان وکړي.
مور د درناوي وړ ده، هغه که ښه ښځه وي یا ډیره بده. زه هیله لرم هیڅ لوستونکی د خپلې مور څخه نا خوښه نه وي او هیڅکله ېې خپله مور خپه کړې نه وي.
د ټولنې وروسته پاتیوالي ته په کتو سره، ویلی شم چې د ډیرو خلکو میندې بیسواده دي، د خپل اولاد سره لکه څنګه چې لازمه وي سلا مشوره، مناسب اسلامي تربیت، پر ټولنیزو چارو کې پر وړتیا لوړولو کار، او حتی د ښې او صحي ډوډۍ برابرولو په برخه کې بریالۍ نده. خو ددې مشکلاتو سره سره بیا هم مور تل هڅه کوي د خپلو بچیانو لپاره د خپلې پوهې، او ادراک سره سم، ښه محیط، ښه ژوند، د ژوند ښه جوړه، او داسې نور برابر کړي.
د خپلو میندو دغه پورته یادو نیمګړتیاو ته په کتو سره، کیدی شي ووایئ چې:
آیا خپله مور درباندې ګرانه ده؟
ولې درباندې ګرانه ده؟ مینه ېې درکړیده، که دغه ګرانښت د اسلامي ارشاداتو له مخې دی؟