كه ولس وغواړي امنيت ټينګیداى شي



كه ولس وغواړي امنيت ټينګېداى شي

د لوګر خوشي ولسوالي د پل علم ختيځ ته په شل کيلومترۍ کې پرته ده او دولس زره کورنۍ په كې استوګنې دي چې اکثره يې اهل تشيع دي، خو تر څنګ يې سنيان چې تاجک او پښتانه دي، هم اوسيږي.

دې ولسوالۍ ته په ورتګ سره سړی دا احساس نه کوي چې ګنې دا دې د لوګر په شان د يوه ناامنه ولايت ولسوالي وي.

د لوګر د نورو ولسواليو پر خلاف په دې ولسوالۍ كې داسې امنيت ټينګ دى چې په جنوب ختيزو ولايتونو كې يې سارى نه ليدل كېږي.

د دې ولسوالۍ په ښار کې له ورايه بدلون تر سترګو كېږي او هغه داسې چې ډلې ډلې زده کونکي ښوونځيو ته ځي او امنيتي کسان په ډاډه زړه په کليو او بانډو کې تګ راټګ كوي.

په دې ولسوالۍ کې ښوونځي فعال دي، امنيت په كې ټينګ دى او پر دې سربېره په كې د بيارغونې څه ناڅه کارونه هم شوي دي.

د سيمې خلک او دولت په يوه خوله وايي چې د دې ولسوالۍ امنيت خلکو ټينګ كړى دى.

د يادې ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي محمد قسيم وايي، د خوشي امنيت پخوا داسې نه و. پخوا دلته هم د لوګر د نورو ولسواليو په څېر څه ناڅه امنيتي ستونزې وې.

د ده په خبره، په تېرو دوو کلونو کې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو د امنيت لپاره ځانګړي تدابير ونيول او ټولو ژمنه وکړه چې د دې ولسوالۍ امنيت به په خپله ساتي: ((پرېكړه وشوه چې د ولسوالۍ د امنيت د ساتلو لپاره ځينې كسان وګمارل شي.))

ده زياته كړه، د ولسوالۍ ټول وګړي دې ته ژمن دي چې هيچاته به اجازه نه ورکوي په دې ولسوالۍ كې كوم تخريبي كار وكړي.

دا د لوګر هغه ولسوالي ده چې څه موده وړاندې يې امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو لا هم په دې ولسوالۍ کې بهرني ځواکونه مېشت دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر اوسه پورې د بهرنيو ځواکونو شتون او نه شتون دوی نه دی حس کړی او نه يې هم د ځايي خلكو په څېر د دې سيمې په امنيت كې كوم خاص رول لوبولى.

د خوشي ولسوالۍ د قومي شورا رييس وايي، د دې ولسوالۍ د ښه امنيت لپاره دوى يو نوی ګام هم اخستی او هغه دا چې د ولسوالۍ ټول کلي يې سره تړلي دي: ((په دې معنا چې په هر کلي کې يې يو امنيتي کس ته دنده سپارلې چې كه په کوم کلي کې څه پېښه رامنځ ته کيږي، نو دى مسووليت لري چې د ورڅېرمه کلي امنيتي مسول خبر كړي او وروسته به ټول په ګډه د خطر د مخنيوي هڅې كوي.))

خو له بلې خوا د دې ولسوالۍ اوسيدونکي له دولت څخه ګيله كوي او وايي، له دومره ښه امنيت سره سره هم دولت د دې ولسوالۍ د بيارغونې په برخه کې هغومره پاملرنه چې په كار ده، نه ده کړې.

د خوشي يو اوسيدنکی غلام علي وايي، دولت د بيارغونې په برخه کې په نور سيمو کې ډير کارونه کړي دي، خو دلته يې سره له دې چې امنيت هم ټينګ دى، د پام وړ څه نه دي كړي: ((دلته د ملي پيوستون  پر پروژو سربېره د كرنې په برخه كې يو څه كار شوى دى، چې د دې ولسوالۍ اړتياوې په هېڅ صورت نه شي پوره كولاى، دلته بايد نور كار هم وشي.))

د خوشي ولسوال بسم الله خوشي وال دا ومنله چې د دې ځاى امنيت د خلكو له بركته ټينګ دى، د خو امنيتي ځواكونه هم په كې د پام وړ رول لري: ((زه د دې ولسوالۍ له ټولو اوسېدونكو مننه كوم چې د خپلې سيمې د امنيت په برخه كې يې له موږ سره مرسته كړې.))

د هغه له قوله، دغه ولسوالي له پکتيا او ننګرهار ولايتونو سره پوله لري چې له همدې امله د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ ده.

د خلکو د دې ګيلې په اړه چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي، خوشي وال وويل، د دې ولسوالۍ د خلکو همکارۍ ته په پام، رښتيا هم د بيارغونې دومره كار نه دى شوى لكه څومره چې په كار و، خو بيا هم موږ په دې هڅه كې يو چې دلته د ټولګټې نور كارونه هم وشي.

د يادولو ده چې که د لوګر د خوشي ولسوالۍ امنيت ته ځير شو، نو په حقيقت كې امنيت نه په ډېرو سرتېرو تينګيږي او نه هم په زياتو وسلو، بلکې که خلک وغواړي په خپله سيمه كې امنيت په ډېرې اسانۍ سره ټينګولاى شي     ----  لیکونکی هجرت الله ساحل