دا خبره پرځای ده چی د ښځی پرده په کور کی د ننه، د بیرون په پرتله ښه کیدای شی، لکه چی خدای ج هم د احزاب په سورة کی دی ټکی ته اشاره کړی. په څنګ کی یی په حدیث شریف کی هم شاید ددی ذکر راغلی وی چی مفهوم یی دلته لیکم:

 د ښځی فزیکی جوړښت د کورنیو کارونو لپاره برابر دی او د نارینه ؤ د سختو شاقه او بیرونیو کارونو لپاره.

او دا تقسیمات چی نارینه بهر کار وکړی او ښځی په کور کی د ننه پدی اساس دی چی نارینه د سختو کارونو توانایی لری او ښځي د وړو کارونو؛ نو که د ننی نړی ژوند ته پاملرنه وکړو تر بل هر وخت د کور نه بهر کار کول د فزیکی لحاظه آسانه او د کور د ننه کار سخت دی، بیا ولی لا هم زموږ نارینه خپلی ښځی د کورنی کار لپاره بیسوادی ته مجبوروی. او دکلی مشران د سواد دروازی د دوی په وړاندی نه خلاصوی، تر څو هغوی هم لدی آسانه ژوند څخه برخمنی شی؟

د کورنه بهر کار کول : معلمی، ډاکټری، نرسنګ، روانشناسی ، و وړکتون ښونکی او نور مسلکی کارونه دی

د کور په دننه کارونه : د خوشیو کاله کول، د حیواناتو ساتل، په تناره د ډوډی پخول، د پټی نه پنډی راوړل، یوازی د خپل ماشوم روزنه او نور

ستاسو د ښه نظر په تمه

لیمه وردګ

 

 

 

لیمه وردګ ----- دا خبره پرځای ده چی د ښځی پرده په کور کی د ننه د بیرون په پرتله ښه کیدای شی، لکه خدای ج هم د احزاب په سورة کی دی ټکی ته اشاره کړی. په څنګ کی په حدیث کی هم شاید ددی ذکر راغلی وی چی مفهوم یی دلته لیکم:

 د ښځی فزیکی جوړښت د کورنیو کارونو لپاره برابر دی او د نارینه ؤ د سختو شاقه او بیرونیو کارونو لپاره.
او دا تقسیمات چی نارینه بهر کار وکړی او ښځی په کور کی د ننه پدی اساس دی چی نارینه د سختو کارونو توانایی لری او ښځي د وړو کارونو؛ نو که د ننی نړی ژوند ته پاملرنه وکړو تر بل هر وخت د کور نه بهر کار کول د فزیکی لحاظه آسانه او د کور د ننه کار سخت دی، بیا ولی لا هم زموږ نارینه خپلی ښځی د کورنی کار لپاره بیسوادی ته مجبوروی.
د کورنه بهر کار کول می هدف معلمی، ډاکټری، نرسنګ، روانشناسی ، و وړکتون ښونکی او نور مسلکی کارونه دی
د کور په دننه کارونه می هدف د خوشیو کاله کول، د حیواناتو ساتل، په تناره د ډوډی پخول، د پټی نه پنډی راوړل، یوازی د خپل ماشوم روزنه او نور