ګرانو! داچی ماشومان په خپل وار د ژوند په هره مرحله کی نه یوازی بدنی روزنی ته بلکه فکری روزنی ته هم اړتیا لری. کیدای شی دا کار په مسجدونو، مکاتبو، او یا هم په شخصی وړکتونونو کی تر سره شی، زه ډیر نه لیکم یوازی دومره لیکم چی ای پلاره! او ای موری! دا ستا د بچو حق په تا باندی یوازی د جامو او خوړو ندی!، بلکه تر هر څه مهم حق یی د هغوی سالمه تربیه ده.
پدی لاره کی باید تاسو بی غوری ونکړی.
خدای ج ته مسؤلیت لری.
او پدی اړه به درنه پوښتل کیږی.
په پښتنی ټولنه کی یو نادوده، ولی د ټولی نړی په هره ټولنه کی ازمایل شوی لاره چی هیڅ بد اړخ نلری هغه په خپل چاپیریال کی د خپل اولاد راتلونکی د روښانه کولو لپاره د وړکتون درلودل دی. په وړکتون کی ستاسو اولاد ستاسو د خوښی سره سم تربیه کیدای شی، او خدای به ورته دنیکی لاری هدایت هم وکړی، پدی وړکتون کی ستاسو زامن کولای شی قرآن شریف، حدیث، او د لمړیو ټولګیو لپاره د تیاری په توګه یو څه زده کړی او له بلی خوا به ستاسو اولاد د بی لاریو څخه بچ وی.
ستاسو نظر څه دی؟
آیا د یوکلی خلک په خپلو مټو د خپل کلی د ماشومانو لپاره وړکتونونه جوړولای شی؟؟
آیا دا کار کومه بدی لری؟
آیا د نن ورځی بی توجهی به د سبا ورځی د پښیمانی سبب نه شی؟
که دا کار کوم ځوان وکړی، آیا د سپین ږیرو د مخالفت سره مخامخ شی؟
لیمه وردګ