درنو لوستونکو!
د خدای ج د ټولو درکړ شویو نعمتونو شکر ګذاره اوسی، د خپلی کورنی په هر غړی چی درسره یوځای ژوند کوی، مینه درسره لری، ستاسو خدمت کوی یا تاسو د هغوی په چوپړ کی یاست الله پاک ته شکر وباسی، د خپل عجز سر په ځمکه ورته کیږدی.
له هیڅ یوه سره یی بد سلوک او بد اخلاق مه کاروی، دوی ټول ستاسو او تاسو د هغوی مینه (محبت) یاست.
ژوند او د هغه لذتونه ستاسو په اخیتار کی درکړ شوی، کیدای شی په ښه رویه خپل ژوند په خوښی او سوکالی تیر کړی، ولو که مو غریبی وی. او کچیری کبر، غرور او مستی ته په ژوند کی ځای ورکړی، چی دا ټول د خدای نا خوښه کارونه دی نو که د تاج محل ماڼی هم ستاسو وی بیا به هم د ژوند له یوی ثانیی څخه خوند وانخلی.
پدی هیله چی لمړی د خپل مور او پلار، میرمنی/خاوند او خپلو خویندو وروڼو او اولادونو سره په نیکه او اسلامی رویه ژوند وکړی، او ددی عبادت دنیوی او اخروی ګټی تر لاسه کړی.
ژوند مو روښانه!
لیمه