په جهالت مین پښتانه.
ډیر د خواشینۍ ځای دی چې زموږ له هره اړخه وروسته پاته ټولنه بیا هم د ځنو اړینو او مهمو پرمختګونو د رامنځته کیدو مخنیوی کوي. پښتانه چې په تیر تاریخ کې هم چندان د علم او پوهې سابقه او کومې پیژندل شوې څیرې نلري. تر ننه همدا جهالت یا په ناخبرۍ یا هم د جاهلو زور واکانو لخوا پرې تحمیل شویدی چې دادی تر نن ورځې زموږ ګران هیواد د هر بهرني د لاسوهنې لپاره ډیر مساعد او هر څوک خپلې موخې ډیرې په اسانۍ سره تلاسه کولای شي.
پدې اړه لاندې خبري راپور ته ستاسو پام را اړوو.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا ريیس وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د لېسې زده کوونکیو ته ویلي چې د کانکور په ازموینه کې د حقوقو اوسیاسي علومو او دغه راز د حربي زده کړو پوهنځي انتخاب نه کړي.
د قره باغ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا رييس عبدالحمید جانان وویل: طالبانو له هغو کورنیو، چې زامن یې د لېسې په دولسم ټولګي کې دي، وغوښتل چې خپلو اولادونو ته ووايي چې یوازې د شرعیاتو، طب او انجنیري پوهنځي د کانکور په ازموینه کې غوره کړي.
طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په پښتني سیمو کې څو کاله ښوونځي کاملاً بند کړي وو خو په وروستي یوه کال کې یې د دې ولسوالۍ یوازې د هلکانو لېسې ته اجازه ورکړې چې زده کړې پکې وکړي.د نجونو لېسه او نور ښوونځي هماغه راز بند دي.
خو د طالبانو د بندیز په مقابل کې په تېرو څو کلونو کې د دې ولسوالۍ هزاره اوسېدونکي، چې پخوا به د دې ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د زده کړې لپاره تلل، اوس د یوې پر ځای څو لېسې او څو ابتدايي ښوونځي لري.
پښتنو جهالت ختم کړﺉ!!
په هزاره مېشته سیمه کې اوس نه یوازې د هلکانو بلکې د نجونو لېسه هم فعاله ده او هر کال پوهنتون ته نوي محصلان وړاندې کوي.
د غزني د قره باغ ولسوال هم زده کوونکو ته د طالبانو خبرداری تایید کړ، ویې ویل چې د زده کوونکیو کورنیو ته ویل شوي چې زامن یې باید له شرعیات، طب او انجنیرۍ پرته نور پوهنځي غوره نه کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبان پوهېږي چې په سیمه کې د تعلیم د سویې د ټیټوالي له کبله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي طب او انجنیرۍ ته نه شي کامیابېدلی ځکه یې دا دوه پوهنځي ورته ازاد کړي دي.
طالبانو په تېرو کلونو کې د قره باغ ولسوالۍ د کلینیک پښتنې نرسانې په کور کښېنولې او اوس د هغوی پر ځای هزاره نرسانې او ډاکترانې په دغه کلینیک کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
تېر کال د قره باغ اوسېدونکو تاند ته ویلي و چې طالبانو د ولسوالۍ پښتانه مامورین له کاره منع کړل خو هزاره مامورین یې پرېښوول چې له لېري سیمو د ولسوالۍ مرکز ته هره ورځ تګ ګ راتګ وکړي.
د قره باغ ولسوالۍ په سلو کې پنځلس تر شل اوسېدونکي هزاره دي خو په دې وړه سیمه کې د هلکانو او نجونو څلور لېسې او شاوخوا اته ښوونځي فعال دي خو په پاتې اتیا فیصده پښتني سیمو کې یې یوازې یوه لېسه فعاله ده او د هغې پر زده کوونکو هم داسي بندیز لګول شوی چې په پوهنتون کې د لوړو زده کړو زیات چانس نه لري.
پشتون عقب مانده و عقب ګرا!!
له تاند نه په مننه