بې مخاطبه شعر

د زړه زخم مې د سرې واورې کمر دی

راختلی پرې د سپینو اوښکو لمر دی

په مریو مو بلا چړې شوې پڅې

قصابان د کلي وایي چې اختر دی

سپین لباس د پرښتو ابلیس اغوستی

جاهلان وايي  وارث د پـیـغمـبر دی

گرځوم ېې درپه در چېرته ېې کیږدم

د ژوندون د مړي پېټی مې په سر دی

بیا ېې کړی دی  اودس د چا په وینو

چې خطاب ېې د وژنې په منبر دی

هر دجال دي د مهدي کالي اغوستي

په وطن راغلی بې نیټې محشر دی

 

 

د یو موټي او هم فکره افغان ولس په هیله