سلام علیکم!

ځنی کسان چی معمولا لږ اسلامی علم لری، په ناپوهی سره په هر څه قسم خوری لکه په قران قسم، په آسمان قسم، ستا په شرافت قسم، او آن چی د ځنو پوهانو په ادبی اثارو کی د زنی په  شین خال قسم ، ستا په مینه قسم او داسی نور راغلی دی. پداسی حال کی چی قسم بغیر د خدای ج د پاک نامه نه په بل څه روا ندی. قسم خوړل ولو که په ټوکو او مسخرو کی وی ښه کار نه راته ښکاری،ځکه د سړی د ټوکو ، دروغو او ریښتیا تمیز کول د ملګرو په وړاندی له منځه وړی.

زما وینا ستاسو ټولو دوستانو ته داده چی له دا ډول قسم خوړلو څخه ځان وساتی، او کوشش مه کوی د هندوانو او یا نورو بی دینه خلکو له کلتور څخه پیروی وکړی، شکر په الله شکر په اسلام!

الله تعالی دی موږ ته د نیکی لاری هدایت وکړی.

لیمه وردګ