السلام علیکم!

یو وخت زموږ په کلی کی د نجونو مکتب جوړ شو، یو شمیر وړی نجونی پکی شاملی شوی، او د یو شمیر نورو کورنی بیا دوی ته اجازه نه ورکوله.

موږ خپله خور ښونځی ته پریښوده، او مکتب یی تر شپږم ټولګی پوری ولوست (پدی وخت کی به ټولو همځولو راته ویل چی تاسو ډیر بی غیرته یی ولی دا کار کوی؟، ما به په ځواب کی ورته ویل چی پوهه ښه ده  ستاسو به یی په قدر نه پوهیږی. بیا موږ کابل ښار ته کډه شو. او هلته می  خور بیا په ښونځی کی شامله کړه، داځل نو ډیرو خپلوانو هم راسره مخالفت کاؤ، هغوی ویل تاسو د خپلی خور/لور عزت او عفت ته نه ګوری، دا نجلی به آخر څه جوړیږی؟،دا به کټ مټ د کابل د پرتوګ ایستلو ښځو په شان جوړیږی. ولی دا چی زه (د کورنی مشر زوی) د خپلی خور تربیی ته متوجه وم ما تل هڅه کوله هغی ته اسلامی روحیه ورکړم، د کفر او غرب سره یی دوښمنی را وپاروم، او پدی کار کی می ډیری خواری پری و ایستلی او خدای ج هم راسره مل ؤ.  ډیر وخت وروسته د هلکانو له ډلی څخه یو یی زما سره میلمه ؤ، چی ګوری ډله ډله نجونی زموږ کره راځی، نو دی ملګری می پوښتنه وکړه چی څه خبره ده لکه چی کومه معامله لری که څنګه؟ چی زه مو مزاحمت ونه کړم، ما ورته وویل چی نه!، دا نجونی زموږ کره د قران شریف ،او  احادیثو درسونه لولی، خیاطی او پخلی هم کله کله زما له مور سره زده کوی.

هغه هلک حیران شو را ته یی وویل تاسو اوس دا ناروا هم کوی چی پردی نجونی خپل کور ته د درس په نامه راغواړی او بیا.... دا چی موږ دواړه ډیر سره نږدی ملګری ؤ ورته می وویل چی هیڅ هم نه ورسره کوؤ، زما نور وروڼه واړه دی او زه خپله د خوښی نجلی لرم. ورته می وخندل.

نو بیا می ورته ټوله کیسه بیان کړه، داسی چی ورته ومی ویل په یاد د دی چی زما خور به ښونځی ته تلله؟، هغه ویل هو!

ما ورته وویل هغه نن دومره شوی چی دی نجونو ته قرآن او حدیث تدریس کړی، د مور او پلار حقوق ور وښيی.

هلک بیا حیران شو؛ ویل یی هغی خو مکتب لوستی!مکتب!!

ما ورته وویل:هو!

بیا یی پوښتنه وکړه چی په مکتب کی کله قران زده کیږی! زما خو ولا که هیڅ سم زده شوی وی، ماهم ټول دجومت له ملا نه زده کړی دی.

بیا می ورته وویل چی تاسو ښه کار کړی. خو ما هم خپله خور پخپله په قرآن پوهه کړی ده، هغه د ځنو سورتونو په معنی هم پوهیږی، کوم چی د ښځو ژوند پوری ډیر تړاو لری، لکه د نور او احزاب سورتونه.

نو دا سړی ډیر وارخطا ، خو په ضمن چی ډیر خوشحاله شو،ماشأ الله ماشل الله یی تکرار کړل، یوه خبره یی له خولی را ووته وی ویل چی: ای کاش ما می هم خپلی خویندی له مکتبه نه وای منع کړی، لږ تر لږه چی ما خو یو څه ور زده کړی وای. هغه می هم ونکړل. زه باور لرم چی د هغوی دلمانځه معنی هم نده زده. ای خدایه ته بښنه راته وکړی.

 

بیا یی دا پوښتنه په څوځله تکراروله چی: نجونی خو په مکتب کی بی لاری کیږی نه؟

ما به ورته ویل چی که صحیح پالنه یی ونشی نو په خپل کور کی هم د ځان لپاره بد نوم ګټلی شی. خو ښه دا ده چی تر هر څه دمخه هغوی ته اسلامی روحیه ورکړ شی، د ښه با ایمانه نجونو سره ملګری وکړی، او د کورنی لخوا د تعقیب لاندی وی، اسلامی اساست ورته بیان او عملی کولو ته یی تشویق شی نه داچی په قهر او غضب ورسره برخورد وشی. بیا نو دا د ټولنی لپاره غټ خدمت کولای شی لکه نن چی زما خور هر ژمی ۴۰ نجونو ته د قرآن او حدیث درس وایی،خیاطی ور ښیی، او په څنګ کی د اخلاقی لحاظه هم هغوی د کور په کارونو کی دمور سره د مرستی کولو لپاره هڅوی. چی دا ټول دخیر کارونه دی.

او خپله موږ هم ډیر تری خوښ یو، ځکه ډیر ښه اخلاق لری، هغه زما سره زما د یو ورور په څیر مشوره کوی،  له تلویزیون سره یی هیڅ علاقه نشته، وایی چی پدی کی د خیر په پرتله فساد ډیر دی، یوازی ځنی دینی خپرونی د ملی تلویزیون او یا هم دشمشاد تلویزیون له لاری ګوری او بس.

دی وایی چی: ولا هغه وخت چی ما ستاسو حالت لیده (هر چابه درته بد او رد ویل) نو ما هیڅ جرأت نشو کولای داسی یو کار وکړم، نو ځکه هغه وخت ما هم په تا ملنډی وهلی، په یاد دی دی؟؟، هو!، او هم می داسی فکر نه کاوه چی زما خور به داسی د اسلام خدمت کوی لکه څنګه چی نن یی ستا خور کوی. سره ددی چی زما ږیره اوږده ده، خو زه باور لرم چی ستا د خیر کارونه به زما په پرتله ډیر درانده وی.

(یاده دی وی چی زما دا ملګری ډیر تکړه او لمونځ ګزاره مسلمان ؤ نه هسی یو.....)

 

پدی هیله چی ټولی پښتنی کورنی د خپل اولاد د سالمی روزنی او پالنی لپاره ښه او پرځای فکر وکړی، داسی نه چی خدای مکړه په څلورو دیوالونو کی یی ایساره او د خدای له فرامینو بی خبره را لویه کړی، او داسی هم نه چی د صحرایی وحشیانو په څیر هر څه کوی، او یا یی زړه غواړی هغه وکړی، تاسو پری خبر هم نه شی. اولاد که د یوی خوا نعمت دی له بلی خوا لوی مسؤلیت هم دی.

لیکونکی: ډاکټر م .اتل

 

>>>> موږ ددی ورور څخه ددی رالیږل شوی مطلب ډیره مننه کوؤ او هیله لرو چی زموږ سره خپلی مرستی جاری وساتی.

لیمه وردګ