زموږ د کلی یوی کونډی غوا درلوده، او ښی پریمانه شیدی یی کولی، خو له بلی خوا د کلی په بازار کی خلکو مستی چکه او تروی په ډیر لوړ قیمت را نیولی، دا کیسه د وردګو د تنګی د بازار (جوی زرین) درته کوم.

په تنګی کی زموږ  نژدی خپلوانو غوا درلوده خو پدی وخت کی ډیری خلکو مالداری نشو کولای خصوصأ د غوا ساتل یوازی د شیدو او مستو په خاطر ډیر مشکل دی، نو ځکه  ډیر خلک اوس پدی عادت دی چی له بازاره چکه مستی او شیدی واخلی؛ دی کونډی ته موږ وویل چی د خپلی غوا شیدی، مستی او چکه د فلانی دوکان ته چی درنه غوښتی یی دی ور لیږه ستا به هم ګټه وی او د هغه دکاندار هم، ځکه  هغه وخت دکاندار له کابله چکه او مستی را وړلی. خو دی کونډی په ځواب کی راته وویل چی زه نه غواړم اوس د غوا په شیدو مستو پیسی وګټم، خلک به آخر څه وایی؟. ما ورته وویل چی حلاله روزی ده، کیدای شی خدای به یی اجر هم درکړی، ځکه چی بچیانو ته دی ښه کالی واخلی، او هم د خپل مصارف پخپله لدی لاری پوره کړی، دا ښه خبره ده.

مګر دی کونډی تر اوسه دا کار ونکړ، واړه زامن یی په وښو او پنډو کی ټول ژوند تیروی، درس ورځنی پاتی دی، کالی یی خیرن او ډیر زاړه وی، خلاصه دا چی هر ژمی په دوی ډیر سخت تیریږی، ولی بیا هم دوی خپلی شیدی مستی نه خرڅوی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، دکاندار به له کابله مستی نه را وړای چی هغه هم ټولی په موټر کی خرابیدی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، د کونډی زامنو به ښه مکبت لوستی وای او ښی جامی به یی اغوستی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، کونډی به ښه ابرومندانه ژوند درلودی. خپله لاسه ګله لاسه.

ولی یوه خبره دی یا ده وی هغه داچی دی کونډی به هر کال د خوشیو ډیرانونه جوړول او هغه به یی خرڅول دا یی بد نه ګڼل.

پدی هیله چی پښتنی کورنی د خپل ژوند د لا ښه والی لپاره هر اړخیزه فکر دخپل ځان عادت وګرځوی، او هم ځنی پوه کسان داسی کسانو ته د د ژوند لاره ځنی ورکه وی ښی لاری چاری و ښیی.

لیمه وردګ

رالیږونکی: م. صابر له تنګی نه