د پښتنو تاریخ په وینو سور دی، تر پردو ېې خپل ډیر وژلي دي. هغه پردي ېې هم خپله را میلمانه کړي وي، خپل عزت هم پرې پای مال کړي، بیا د خلاصون پر لارې هم نه سره سلا کیږي، تر هر څه لمړی خپل ورور وژني.

د احمدشاه ابدالي د زامنو د شرمونو ډک تاریخ او تورې پاڼې ېې د هر انسان زړه ته ددې جهالت په وړاندې کرکه ور اچوي.

د شاشجاع او شامحمود غلام پرستو پښتنو کړو وړو تر ننه زموږ ویاړونه او غرور د خاورو سره خاورې کړل.

د امیر دوست محمد خان او وروڼو ظلمونو، جګړو او نورو جهالتونو زموږ تاریخ ښه شرمولی دی.

یوازې د چوکۍ مینه نده چې ولس ېې د دوزخ کندې ته اچولی دی، ملایي جهالت یا په بل عبارة زموږ په دین مینو او مستعملو ملایانو هم د تاریخ په اوږدو کې د هیواد په بربادۍ کې فعاله برخه اخیستې. د غازی امان الله پرضد پاڅون لپاره د انګریزانو لخوا د ملایانو استعمال ېې ښه مثال دی.

زه خپل نظر په څو ټکو کې درسره شریکوم:

زه دا نه وایم چې د افغانستان دولت باید اسلامي نه وي، بلکه زه هم غواړم چې باید وي. خو داسې نه لکه تر ننه پورې چې زموږ ولس او ملایان ېې غواړي، په زرګونو ځوانان د خپل ورور په لاس تر خاورو لاندې او میلیونونه یتیمان ترې پاته شي.

زه بیا هم دا وایم چې، اسلام او اسلامي دولت باید د مشورې او سیاست له مخې د هیواد ګټو ته په پام سره رامنځ ته شي. نه داچې سمدستي د ناپوهه یا لمسیدلي ورور او ولس په مرګ پسې لاس بډ وهو. تاسو وګورﺉ د مصر اخوان المسلمین پوره ۸۵ کاله صبر وکړ، خپل مشران ېې له لاسه ور کړل مګر دوی د خپل ولس مکتب، سرک، ملا امام، حتی د دولت عسکر یو هم و نه واژه. او دادی نن ېې حکومت او هم د دین چارې په لاس کې واخیستې. موږ خو میلیونونه مړه او شهیدان کړل بیا هم منزل ته نه یو رسیدلي.

ښکاره خبره ده چې ددې ټولو بدبختیو لوی عامل د پښتنو جهالت دی، پښتانه جاهل ساتل شویدي، آن د نادرشاه او ظاهرشاه پر وخت د دوی د بیدارۍ پر ځای د دوی د غفلت او بې پرواېۍ پلانونه عملي شویدي. پښتانه نن او پرون داسې تربیه شوي چې په وړه خبره او اندک اختلاف سره باید یو بل سره مړه کړي او له شره ېې ځان خلاص کړي. په بل عبارت، پښتنو نن ځنګلي ژوند غوره کړیدی، هغه څوک باید دلته ژوند وکړي چې د ژوندي پاتې کیدو زور ولري، نه هغه څوک چې د ژوند حق ولري. ځکه ژوند د خدای پیرزوینه ده او هر څوک د سولیز ژوند حق لري.

ددغه پورته نارواو د له منځه وړلو او یا هم د ښه اسلامي پرمختللي او له نړۍ سره د تړلي افغانستان په برخه کې د پښتنو دریځ څنګه ارزیابي کوﺉ، او یا داچې که نن پښتانه سره یو شي د لمړیتوبونو له مخې خپل دیني او دینوي پلانونه یو پر بل پسې عملي کړي ستاسو نظر او یا مشوره پدې اړه څه ده. ځکه تر نن ورځې پورې پښتانه د خپل هدف د مخه خپل ورور وژني او دا لړۍ د پیړیو پیړیو را روانه.

د نن پوښتنه داده چې:

که پښتانه ورور وژنه بس کړي، ستاسو ژوند کې به څه بدلون به راشي؟  او څنګه ممکن ته ټول پښتانه د دوښمن پر وړاندې یو موټی شي؟