دمیدان وردګو ولایت د سیدابادولسوالۍ د سالارو  په سیمه کې   شپږ تنه وسلوال ماین خښوونکي دماین دایښودنې پرمهال دایساف په هوایي برید له امله  ۳ تنه  وژل شوي او ۳ تنه یې  ټپیان شوي دي.

د  سیداباد ولسوال ډاکتر فضل کریم مسلم په ویناء چې  ددې ولسوالۍ دسالارو په سیمه کې  وسلوال طالب قوماندان ضیاولرحمن  شپږو مسلحو کسانو غوښتل چې  دشپې په ۱بجه د کابل کندهار په لویه لاره دتخریبي اعمالو دترسره کولو لپاره ماینونه ځای پرځای کړي چې دایساف لخوا کشف او په هوایي برید کې یې ۳ تنه وژلې او ۳ تنه نور ټپیان شوې دي

 ولسوال په  خبره چې  ۳ تنو وژل شوو وسلوالو مړي په سیمه کې پاتې وه چې دملي اردو لخوا ورسته دسیمې خلکو ته وسپارل شول او همدارنګه دپیښې په ځای کې یو میل پيکا، یومیل کلاشیکوف،۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي،لاسي بمونه، ریموټ کنټرول او ځيني  نور مهمات هم ترې لاسته راغلي دي.

همدارنګه دیو بل خبر له  مخې دچک  ولسوال محمد اسماعیل وفاء په ویناء بیګاه شپه د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دچک ولسوالۍ داله خیلو او محمدیار خیلو په کلي په ترسره شوو عملیاتو کې ۳ تنه  وسلوال مخالفین  د۳میله کلاشینکوفونو او مهماتو سره نیولې دي چې اوسمهال د ولسوالۍ پولیسو ته سپارل شوې او تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.

له بینوا څخه