خلک به د خپلو جهادي هڅو او ورور- وژنو لپاره قران او حدیث مرجع او مأخذ بولي، ولې کچرې تاسو ددې جهادي مشرانو د دیني علم کچه وګورئ، او څرګندونې ېې واورئ؛ د دې خلکو پیسه دوستي او ورور- وژنې ته لیوالتیا به سمدلاسه درته ښکاره شي.
زه د خپلې خیټې خبرې نه کوم، د یو پاکستاني طالب جنګیالي چې پرون ېې د بیت الله محسود تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې جهاد کولو، خو کله چې د دوی ترمنځ څه نزاکت را پیدا شو، نن ېې د هغه پر وړاندې جهاد اعلان کړیدی، زما د مدعی ښکاره دلیل دی.
دغه مسلمان وايي چې: پاک خدای موږ ته قران او حدیث رالیږلي دي، په هغه کې ټولې فتوی شته چې څوک قتل کړو او د چا ساتنه وکړو. یعنې دغه قوماندان وايي چې زه مستقیما له قران او حدیث څخه فتوی را اخلم. دی وايي چې که مسلمان د کفر ترڅنک ودریږي وژل ېې روا دي (افغانان). خو دلته ترې پوښتنه کیږي چې: پاکستان خو هم د کفر ترڅنګ ولاړ دی، بیا ولې لمړی دلته جهاد نه کوئ- په ځواب کې ېې وايي دلته د پاکستان حکومت د خپل سیاست او ګټو په پام کې نیولو سره دا کار کوي، پدې کې زموږ خیر دی چې له القاعده سره وجنګیږي. بیا ترې پوښتنه کوي: خو طالبان بیا د القاعده سره تړلې ډله ده، نو تاسو خو اصلا د طالبانو (القاعده) په پلوئ خپل جهاد کوئ. ځواب کې ېې وايي: دا لویه لوبه ده چې امریکې دلته روانه کړیده، امریکا بیت الله ته هم پیسې ورکوي او د پاکستان حکومت ته ېې هم ورکوي. بیا ترې پوښتې چې داسې لوبه ده نو ولې بیا تاسو پکې ور ګډ یاست. ځواب ېې داسې کوي: زموږ جهاد فی سبیل الله دی، موږ د حق لپاره جنګیږو ...
قوماندان صیب نور زیاتوي، که د پاکستان حکومت ماته پیسې او جنګي وسایل راکړي، زه به د بیت الله محسود پرضد روان جهاد (!) ته ادامه ورکړم او په ظرف د دریو میاشتو کې به ېې له سیمې ورک کړم. دا پداسې حال کې ده چې نوموړي طالب قوماندان ته د پاکستان حکومت پنځه لکه کلدارې ورکړې وې، تر څو ددې په مټ د قبایلو ځنې سیمې د بیت الله محسود له شتون څخه پاکې کړي (ترڅو پنجاب امریکې ته وښيي چې هغه دي د طالبانو پرضد یو څه لاسته راوړنې لري)- او دغه قوماندان همداسې ورته وکړل.
دی د بیت الله محسود سره مخالفت د بیت الله محسود د ملګرو لخوا د پاکستاني پوځیانو وژل بولي. بل علت ېې هم په پاکستان کې د انتحاري حملو او مسجدونو وژنه په ګوته کوي. دی زیاتوي چې ماته دا د منلو وړ نه وه- ځکه چې پاکستان کې زموږ ولس وژل کیږي، زموږ مسجد ورانیږي، او زموږ پوځ تباه کیږي، کوم ملک چې پوځ ونه لري هغه اصلا بقا او هویت نلري. په پاکستان کې د جهاد په اړه وايي چې موږ دلته صدر لرو، موږ باید د اولوالامر لخوا د جهاد فرمان ته غوږ ونیسو. ځکه په اسلام کې د اولوالامر بغیر جهاد ندی روا. یو ډول شرایط (پاکستان او افغانستان)، مګر دوه بیلابیلې فتوی وې!
دغه قوماندان چې ترکستان بیټنی نومیږي، هیڅ علمي ادراک نلري، د خبرو په طرز او شکل نه پوهیږي، حتی پدې نه پوهیږي چې آیا حدیث هم د خدای له لوري را نازل شویدی کنه.
دی د مسلمان وژل حرام بولي (!) د قرآن فتوی ده، خو بلخوا د پنجاب حکومت باندې غږ کوي چې زما مرسته وکړئ ترڅو بیت الله محسود درته تباه کړم.
دی د محسود د جهاد طرفدار و، خو نن ېې هغه ظالم وباله، او وژل ېې روا بولي- دغه قوماندان پدې اړوند د عالم دین فتوی ته هم نه منتظر کیږي، او د محسود د طرفدارانو ختمول د قران او حدیث مطابق بولي.
دده عقل دومره نیمګړی دی او د دین څخه برداشت ېې دومره ضعیف دی، چې خبرې ېې هیڅ یو د بلې سره سر نخوري. مګر څوکلن جهاد ېې روان دی، پرون په یو سنګر او نن د هغه پرخلاف سنګر کې ولاړ دی، پرون ېې هغه جهاد برحق باله او نن ېې همغه جهاد (د امریکې، روس او پاکستان) ډرامه وبلله، او د همغه جهاد پر وړاندې ېې جهاد اعلان کړ.
ددغه قوماندان خبرې چې ما واوریدې، دده ټول جهاد پر جهالت، قومي تربګینت، او پیسه دوستۍ ولاړ دی.
ددې پورته خبرو دلیل دغه ویډیو ېې مرکه ده:
د چا سره جهاد وکړو، د څه لپاره ېې وکړو، او په څه باندې ېې وکړو؟!
ای قومه! لمړی ځان پوه کړئ چې ستاسو خیر او ښېګڼه کومه ده، ستاسو مشران څه قومي تربګینت لري چې یو د بل پرضد جنګیږي او دغه خرافاتو ته د جهاد نوم ورکوي او دادي زرګونه ځوانۍ پدې اور کې سوځي.
اې خدایه! نور رحم وکړې، او دا جهالت ختم کړې.