په دغه ازموینه کې د پوهنې ریاست مسولینو سربېره دولایتي شورا غړو، اداري اصلاحاتو ولایتي مسول عزت الله او یوشمېر مسولینو برخه درلوده.
دپوهنې ریاست اداري مرستیال سیدنعیم امرخیل په خپلو خبرو کې دازادو سیالو له لارې د ښوونګو ګومارل دښوونکو لپاره یو ښه فرصت وګاڼه چې له امله به یې دښوونکو په میاشتني معاشونو کې هم لوړوالی رامنځته شي، همدارنګه امرخیل وویل چې دنوموړې ازموینې یو ګټه داهم ده چې ددې لارې به مسلکي ښوونکي هم ښوونځيو ته لاره پيداکړي..
د اداري اصلاحاتو ولایتي دفتر مسول عزت الله په ویناء په ننۍ ازموینه کې ټول (۴۰۰) تنو ګډون کړې وو چې ددې جملې څخه (۵۰) تنه ښځې وی او هم په دغه پروسه کې (۲۰۰) تنه دولسم ټولګیو فارغین (۱۵۰) تنه یې دڅوارلسمو ټولګیو فارغین اوپنځوس تنه یې لیسانس وو چې دلوړونمروپه اخستلوسره به ټول بریالي او اوداجیرو ښونکوپرځاي به په رسمي ډول په دندو وګومارل شي. همدارنګه د غزت الله امان په ویناء په میدان ورداګوولایت کې مخکې (۱۴۷۴) تنه اجیرښونکي په دنده بوخت دي چې تراوسه پوري ددوۍ شمیره (۱۳۰۰) تنوته راټیټه شوي چې ددې ازموینې پراساس به نوره هم ټیټه اوپه راتلونکي کې به داجیر ښوونکو پروسه پای ومومي.
دیادونې وړ ده چې په ولایت کې (۴۰۲) دښونېز مکتبونه شتون لري چې نژدې (۶۵۰۰) تنه ښوونګو لخوا نژدې (۱۶۷۰۰۰) زرو زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي چې تراوسه یې نژدې (۲۵۰۰) تنه ښوونکي اداري اصلاحاتو دپروسې له لارې ګومارل شوې اوپه راتلوونکي کې به د پاتې کسانو ګومارل هم ترسره شي.
اتل