میدان ښار:- د  ميدان وردګو ولايت  مقام  د هغې خبرپاڼې پر اساس چې ګران افغانستان ته رالږل شوې ده د ميدان ښار لپاره طالب  ولسوال  نيول شوې او څلور نور يې  وژل شوي دي
د میدان وردګو ولایت  دنرخ ولسوالۍ دشاکابل په سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکون په ګډو عملیاتو کې دمیدانښآر لپاره طالب  ولسوال  د دوه تنو سره نیول شوې او دیو طالب قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوې دي.
دغه عملیات بیګاه شپه دافغان او نړیوالو ځواکونو لخوا د نرخ ولسوالۍ دشاه کابل په سیمه کې  دشپې په ۱۱ بجو  دمیدانښآر لپاره د وسلوالو طالبانو لخوا نومول شوې ولسوال ملا امین الله په کور ترسره شوي دي چې په دغو عملیاتو کې وسلواله نښته هم رامنځته شوې ده چې پکې وسلوالو لخوا نومول شوې ولسوال ملاامین الله دټپې کیدو ورسته د دوه تنو وسلوالو سره  نیولې   او څلور نور وسلوال مخالفین د مهم طالب قوماندان  قاري ضیاوالدین په شمول چې نوموړي  دوسلوالو طالبانو لخوا دمیدانښآر لپاره عملیاتي مسول ټاکل شوې وو وژل شوې دي.
په وژل شوو کسانو کې تورګل، قدرت الله او رحیم الله هم شامل دي چې دنوموړو جسدونه یې په سیمه کې پاتې شوي دي  او دسیمې دخلکو لخوا انتقال شول.
همدارنګه د نیول شوو او وژل کسانو څخه وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاسو ته ورغلې دي.
نوموړي نیول شوي او وژل شوي کسانو چې مشري یې ملا امین الله کوله  تل دمیدانښآر په ځینو سیمو کې په وسلوالو بریدونو، غلاوو او تروریستي عملونو په ترسره کولو بوخت وو چې د میدانښآر امنیت ته یې ګواښ رامنځته کړې وو،  همدارنګه قاري ضیاوالدین په نوم وژل شوي قوماندان  تیرکال په ملاخیلو په سیمه کې  دحوادثو  ریاست ۲ تنه مامورین چې سیلاب ځپلو ته یې مرستې ویشلې دروژې په میاشت کې نیولې وو چې لومړی یې پرې روژه خوړلې وه او ورسته یې په تیږو  شهیدان کړې وو.

له ګران افغانستان څخه په مننه