میدان ښار:- د میدان وردګو ولایت د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې دملي پیوستون له لارې (۲۷) بېلابېلې ټولګتې پروژې دڅه باندې لسو میلیونو ډالرو په لګښت بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې
د میدان وردګو ولایت مقام د یوې رالیږل شوې خبر پاڼې پر اساس، د دې ولایت د کلیو پراختیا رئیس انجینیر جان محمد حکمت جو په ویناء په دغو پروژو کې کاریزونه، فرعي سړکونه، پلونه، دسړک دغاړي ویالي، دابوزیرمې، اجتماعي خونې، داوبودزیرمه کولوبندونه،دکانالونوپخیدل اوپاکول اواستنادي دیوالونو جوړولو پروژې په کې شامل دي، چې دغه پروژې دقیرګوی، قلعه فقیر، اولیاتک، شاخ چوب، بیلاک علیا،بیلاک سفلا، قلعه قند، قلعه مداد، قلعه سید، مونیخا، کمرارتوغ، باغ زاغان، قلعه عالم، قلعه دشت، دهن باسید، غنیګک، قبرعالي، نایاک میرپاچاه، آندک، شیخ محمد، بدان، سواک، دلخاک، دهن مستا اوکامر په کلیوکې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له بودیجې څخه چې د(10054903) افغانیوپه لګښت او دخلکو په سلوکې دلسوافغانیوپه ونډه اخیستلو سره بشپړې شویدي چې (829)کورنۍ ترېنه مستقیمه ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده چې د۱۳۹۱ کال دپيل سره سم د ولایت په (۹) اداري واحدونو کې دکلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست لخوا د ملي پیوستون او ددې ریاست دبېلابېلو پروګرامونو له لارې(۳۲۱) بېلابېلې ټولنیزې پروژې پيل شوې دي
له ګران افغانستان ویب سایټ څخه مننه