اختلاط د اسلام له نظره/ یوسف قرضاوي
پر دې موضوع ډېرې خبرې کېږي او ډېرې فتواګانې شته دی. له اختلاط څخه مقصد د نر او ښځې یو ځاي کېدل دي، د ځینو علماؤ په نظر په ښځي باندي د خپل کور څخه وتل د مړينې او قبر ته وړلو پر وخت واجب دي؛ ځينو هم لا د جماعت د لمانځه لپاره هم د ښځی له کوره وتل مکروه ګڼلي دي، او یوه بله ډله د حرمت په سترګه ورته ګوري؛ ځکه چي وتل يې د فتنی سبب ګرځي، ددي لپاره چي زمانه فاسده او خرابه ده؛ په دی باره کې د ام المؤمنین حضرت عائشه – رضی الله عنها- په وېنا باندی استدلال کوي، چی هغی فرماېلی دي:(( که چيېرته حضور صلی الله علیه وسلم ته د ا معلومه وای، چيې ښځيې ورسته د ده له مرګ څخه په کومو غلطيو کې واقع کيږی، نو د جماعت لپاره به ېې جومات ته د تللو اجازت هم نه وای ورکړې.)
خو دا هم ېو څرګند حقیقت دی چې باید ومنل شي، چې ښځه ضرورت لري د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیرون ووځي او هغه لاس ته راوړي؛ که د پوهنې او روزنې اړخ وي او یا ټولنیز او یا د کار و بار اړخ، لنډه دا چې ښځه حق لري، د نارینه په شان خپل ټول شرعي حقونه لاسته راوړي. نو دا ټول هغه څه دي چی ښځه دې ته مجبوروي، چی له کور څخه بهر ووځي د نرانو سره اختلاط وکړي، ددې لپاره چی امکان لري، هغه نران ورسره د درس ویلو او یا کار کولو په ساحه کې یو ځای وي او داسې نور... که هغه په لوړه کچه وي او یا ټیټه یانې اختلاط .
نو آیا هر اختلاط د نارینه او ښځینه تر منځ حرام او ممنوع دی؟
څنګه به ممکن وي چې ښځه له نرانو پرته په داسې یوه زمانه کې واوسيږي؛ چې د انسانانو ترمنځ اړیکي له نور هر وخت څخه ترینګلي اوپيچلي دي؟
امکان نه لري چې ښځه د کور په قفص کې بندیوانه وساتل شي، که چيرته د سرو زرو هم وي، نو هغه به د زندان شکل ولري. یا دا چې وليې نران باید له هر رنګه امتیازاتو څخه برخمن وي او ښځه دې ترې محرومه وساتل شي؟ او یا دا چې په ښځه باندې موږ ولې بدګومانه یو؟ حال دا چې هغه له نرانو څخه په دین، عقل او وجدان کې کمه نه ده؛ لکه څرنګه چې نران دین او وجدان لری، همدغسې ښځه هم ده، د نرانو دین او وجدان چې هغه له بدو کارونو څخه منع کوي، همدغه شان ښځه هم وبوله، خو په دې کې هم شک او شبهه نشته چې ښځه هم د نرانو په شان نفساني خواهشات لري او امکان لري، چې دغه خواهشات يې غلطو او ناکاره کارونو ته وهڅوي، بل دا چې نران څرنګه شیطان لري، هغه شان ښځه هم شیطان لري؛ او شیطان يې د ګمراه کولو کوښښ کوي؛ نو آخر د دې دومره زور او زیاتۍ سبب له ښځو سره څه دی؟ او د تاسف وړ خبره خو دا ده، چې دا ټول اسلام ته منسوبیږي، او ځنې دیني ګوندونه او فکري تګلارې يې شرعي حکم او د دین کړنلاره بولي.
زموږ مشکل دادی؛ چې په ډېرو فکري او ټولنیزو مسايلو کې د کمي او زیاتي څخه کار اخلو او په ډېرو لږو چارو کې منځلاریتوب غوره کوو؛ کومه چې د اسلام بنیادي او بنسټیزه نښه او ځانګړنه ده.
نو د مسئلې دا اړخ زموږ په دې قضېه کې بالکل ښکاره او روښانه دی او په همدغه شان د دې زمانې د یوې مسلمانې مېرمنې نورې مسئلې او قضيې په عامه توګه .
نو په دې لړ کې په ښځه باندې د دوو مفکورو له خوا ډېر زیات ظلم شوی، چې هغه عبارت دي له:
۱: لوېديځپال غواړي د غرب کلتور، فرهنګ او عنعنات پرې وتپي؛ حال دا چې هغه له فساد او خرابۍ څخه ډک دي؛ نو له ټولو څخه غټ او اوچت فساد هغه دی؛ چې په کې د دین او فطرت له اساساتو څخه سرغړونه شوې وي، د کوم دین د خپرولو لپاره چې الله تعالی پیغمبران رالېږلي، او کتابونه يې نازل کړي او ټول خلک يې ورته رابللي دي.
خو دې ډلې دا له پامه غورځولې ده چې له کومو ستونزو سره نن ښځه په غربي نړۍ کې لاس او ګريوان ده او له کوم قید او شرط پرته اختلاط هغه له کومو ګواښونو او ننګوونو سره مخامخ کړې ، د سړي او ښځې بلکې د ټولې کورنۍ او ټولنې څه بد حال دی، خو دې ډلې خپل غوږونه د غربي نړۍ د مصلحینو او ادیبانو او روڼ آندو له ګوت څڼدنو او خبردارۍ څخه بند کړي دي، د کوم اختلاط چې دغه خلک په خپله غندنه کوي؛ او د غربي نړۍ د تمدن او پر مختګ لپاره يې سقوط او د لوېدلو لامل ګڼي، له دې خلکو څخه دا هم له یاده وتلي چې هر امت او ملت ځان ته بيلابېلې ځانګړتياوې او توپیرونه لري؛ چې اخستنه او لاسته راوړنه يې له خپل تصور، فکر، عقیدې، کلتور، او فرهنګ څخه کېږي ، او دا ممکنه نه ده چې یوه ټولنه دې د بلې هغې هو بهو فتو کاپي وي .
۲: دويمه ډله هغه خلک دي چې غواړي په ښځه باندې یو بل ډول عنعنات او کلتور وتپي چې هغه شرقي دی نه غربي؛ که څه هم په ډېرو وختونو کې ورته اسلامي یا ديني جامه ورپه غاړه کوي او د خپلې پوهې او سوچ په رڼا کې د اسلام تعبیر یا تفسیر کوي؛ د دې لپاره چې دغه پوهه د هغه څخه نمایندګي کوي کوم چې ده له خپل فکري حرکت یا تنظیم څخه لاسته راوړې او غواړي چې په نورو باندې ې هم ومني؛ نو په دې کې د بدګومانۍ لړۍ د ښځې په دین، عقل او کړو وړو باندې جاري پاتې کېږې او د دې په رڼا کې یې په حق کې پریکون او فیصله کېږي.
په هر حال دا یو بشري کوښښ دی او له غلطۍ او خطا څخه پاک نه دی او د خپل ځای، زمانې او استاذانو په طرز فکر او سوچ باندې ولاړ او له هغو څخه اغېزمن دي. نور نظرونه امکان لري چې د دغسی یو سوچ مخالف وي او د خپل نظر د پیاوړیتوب لپاره د قرآنکریم له صریحو ایاتونو، او د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له لارښوونو او اصحابو کرامو له کړنلارو څخه د خپل نظر د تائید لپاره ډېر څه ولري.
غواړم چې دا په ډاګه کړم؛ چې د اختلاط کلمه د نرانو او ښځو ترمنځ یوه نوې اصطلاح ده او په اسلامي قاموس کې لوی تاریخ نه لري، مفهوم او مانا يې هم د یو مسلمان په نظر کښې دومره هوسا او محترمه نه ده، که د دې پر ځای د یو ځای والي یا شرکت الفاظ استعمال شي، نو غوره به وګڼل شي.
په هر حال اسلام په داسی قضیو کې عام حکم نه کوي؛ بلکې هدف او مقصد ته په کې ډېره زیاته پاملرنه کیږي؛ چې مصلحت په کې څه دی؟ څه ضرر تری ټولنيې ته متوجه دی؟ او کوم شرايط بايد په پام کې ونيول شي؟
نو په داسی شرائطو کې د حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم- او د هغه د خلفايې راشدینو او نورو صحابه کرامو تګلاره غوره ګڼل کېږي ؛ چې هغه موږ خپله کړو او د هغوی پر پل ګام پر ګام ولاړ شو.
که چيرته د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم سیرت ته ځیر شو، نو دا به موږ ته په پوره توګه روښانه شي، چې ښځه نه بندي وه او نه هم د ټولنیز ژوند څخه ګوښه کړای شوې وه؛ لکه څنګه چې ورسره د تخلف او د په شاتګ په بعضو پیړیو کښې دګوښه کیدلو معامله وشوه .
بلکې ښځې په پوره ډول سره د جماعت او جمعې په لمونځونو کې ګډون کاوه؛ او پیغمبرصلی الله علیه وسلم به ورته دا نصیحت او وینا کوله، چی په اخري صفونو کې ودريږئ د نرانو شاته او څومره هم چې د ښځو صفونه شاته وي، نو دا غوره ده؛ ځکه چی سړيو اکثرو یې پرتوګونه په هغه وخت کې نه پېژندل او لنګونه به يې تړلي وو، نو د هغوی د عورت د ښکاره کېدلو له ویرې يې ښځو ته چې هر څومره لرې وي ښه ګڼله. په نبوی مسجد کې د سړیو او ښځو تر منځ د دیوال، لرګیو، یا دلخو او مشکڼو کومه پرده نه وه او په اول وخت کې چې به نر او ښځه په هره دروازه راپېښ شول، نو په هماغه باندې به جومات ته راننوتل؛ طبیعي ده؛ چې یو قسم ګڼه ګوڼه به منځته راتلله، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (( دغه فلانۍ دروازه ښځو ته ځانګړې کړئ) نو هماغسې وشول. څرنګه چې حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ تر نن تاریخه پورې نبوي مسجد کې په (باب النساء) یادېږي .
د جمعې د لمانځه او خطبې د اورېدلو لپاره به ښځې نبوي مسجد ته راتللې ان تر دې پورې چی د ځنو منظم ورتګ ددې سبب شو، چې سورت (ق) په یادو حفظ کړي، هغه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه به یې د منبر له پاسه هر وخت اورېدلو؛ او ښځو به د اختر په لمونځونو کې هم پوره برخه اخیستله، په دغه لویه اسلامې مېله کې به يې ګډون کولو؛ په کومه کې به چې وړو، زړو، نر او ښځې په یوه لویه دښته کې سره راټوليدل او د تکبیر او تهلیل اوازونه به ېې اوچتېدل. امام مسلم د حضرت ام عطیة رضی الله عنها څخه روایت کوي؛ چې هغې فرمایلي: ((موږ ته امر شوی چې د اختر لمونځونو ته ووځو او پېغلې به مو هم له ځان سره ویستلې)).
دا سنت په اکثرو اسلامي هېوادونو کې مړ شوی دی، خو هغه څه چې د اسلامي پاڅون ځلمیانو په دغه اوسني وخت کې را ژوندي کړل، لکه: د رمضان په آخره لسیزه کې اعتکاف ، د اختر د لمانځه سنت. د يادونې وړ ده، ښځې به د نرانو تر څنګ د درس ځایونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم علمي حلقو ته حاضرې وې، تر دې چې بي بي عايشه رضي الله عنها له دی کبله د انصارو د ښځو ستاینه کړې ده او داسې يې فرمایلي دي: ((د الله رحمت دې وي د انصارو په ميرمنو خپلی حیا له دی نه منع نه کړی چې په دین کې پوهه او علم حاصل کړي؛ او پیغمبر – صلی الله علیه وسلم- نه به يې دجنابت، احتلام او اغتسال او د حیض او استحاضی او نفاس په باره کې پوره معلومات حاصلول.
په علم او عرفان باندې د لا مړېدلو لپاره يې د حضور صلی الله علیه وسلم څخه په ډاګه غوښتنه وکړه، چې یوه ورځ ورته وټاکي چې ورته راشي او زده کړه ترې وکړي او داسې یې ورته وویل: (( ای! د الله رسوله! ټوله توجه او پاملرنه دې نرانو ته شوې او ډېر څه یې درنه حاصل کړل، نو موږ ته هم یوه ورځ وټاکه، چې په کې درڅخه علم او زده کړه وکړو، نو حضور صلی الله علیه وسلم یوه ورځ ورته وټاکله او وعظ او نصیحت به یې ورته کولو.
دا ونډه لا نوره هم زیاته شوه، تر دې چې ښځو د جنګ په میدان کې د خپلو مجاهدینو وروڼو سره اوږه په اوږه برخه واخیسته، د هغوی لپاره يې خوراک، طبي امداد، د مجاهدینود زخمیانو خدمت او اوبه راوړل او نور انساني کارونه سرته رسول.
امام مسلم د حضرت انس رضې الله عنه څخه روایت کوي هغه فرمایلي: (( د احد په غزا کې حضرت عايشه او ام سلیم رضي الله عنهما به مشکونه په خپلو شاګانو راوړل د مسلمانانو د لښکر د مجاهدینو په خولو کې به يی تشول او بیا به ورتلې او را ډکول به يې)) او د ام المؤمنین حضرت عائشه رضې الله عنها موجودیت په دې جنګ چې د خپل عمر مبارک په دويمه لسېزه کې وه، دا د هغو خلکو د رد لپاره يوه قاطع دليل دی، چې په دی عقیده دي؛ چې په جنګ کې ګډون يوازې د زړو ښځو لپاره وو، نو دا د منلو وړ خبره نه ده.
بل دا چې زړې ښځې به په داسې یو حالت کې چې نفسي او بدني قوت ته ضرورت لري څه وکړي؟ امام احمد بن حنبل روایت کوي: ((شپږ ښځی د مسلمانانو له هغه لښکر سره وې، چې خیبر یې محاصره کړی و؛ چا به غشي ورکول، چا به ستوان په مجاهدینو څښل، چا به هم د زخمیانو د ټپونو درملنه کوله، او وړۍ به یې ويشلې، او د الله تعالی په لار کې به یې کومک کولو. پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته په غنیمت کې خپله ونډه ورکړه)).
بلکې دا هم ثابته ده، چې د اصحابو کرامو مېرمنو په ځنو جنګونو کې په عملي توګه تورې ته لاس کړی وي او په معرکه کې یې برخه اخیستې ده، کوم وخت چې ورته زمینه اواره او په لاس ورغلې ده .
په دې لړ کې د ام عمارة نسیبه بنت کعب قصه مشهوره ده، کومه ميړانه چې هغې د احد په جنګ کې ښودلې وه، آن تر دې چې حضورصلی الله علیه وسلم يې په هکله وفرمایل:((د ام عماره برخه اخیستنه له فلان او فلان نه ډېره غوره وه)).
او د ام سلیم رضی الله عنها سره د حنین په غزا کې خنجر و، کوم کافران به چې ورته رانزد يې کېدل نو د هغوی خيټې به يې پرې سورۍ کولې.
د یوې مسلمانې مېرمنې سرښندنه په جنګ او جګړه کې صرف د عربو تر ټاټوبي پورې محدوده پاتې نه ده، بلکې په نړيواله کچه هم د اسلام له خپرولو لپاره یې ډېر څه کړي دي چې تاریخ پرې وياړي او زموږ لپاره د لارې مشال دی.
په بخاري او مسلم شریف کې روایت دی: ((حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ماسپښین څخه مخکې د حضرت ام حرام بنت ملحان (چې د حضرت انس خاله ده) په کور کې یوه ورځ ویده شو او چې را ویښ شو، نو خندل يی، ام حرام ترې پوښتنه وکړه، چې یا رسول الله! ولې خاندې؟ حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ((یوه ډله زما له امتیانو څخه الله تعالی راوښودله، چې په مخ ددغه سمندر(په قبرص کې دي) په بېړیو کې د پاچاهانو غوندې ناست او له کفارو سره جنګيږي، ام حرام وویل یا رسول الله! له الله تعالی څخه غوښتنه وکړه، چې زه هم په دغه غازیانو کې وشمېرل شم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته دعا وکړه، ام حرام د حضرت عثمان رضې الله عنه په خلافت کې د خپل خاوند سره چې عباده بن الصامت و، یو ځای د دغو مجاهدینو په ډله کې ګډون وکړ او په بېړیو که د حضرت معاویة رضې الله عنه په قومندانۍ او قیادت کې له رومیانو سره وجنګېدل او یاده شوې منطقه یې فتحه کړه، ام حرام له خپلې سورلۍ څخه لاندې وغورځېده او شهیده شوه او هماغه ځای کې دفن شوه، لکه څرنګه چې يې یادونه سیرت او تاریخ پوهانو کړې ده.
په ټولنیز ژوند کې هم ښځو پوره ونډه اخیستې ده ، او خیر ته یو رغنده رابلونکی عنصر و، امر بالمعروف او نهی عن المنکر به يې کاوه، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایي : (والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولیاء بعض یامرون بالمعروف وینهون عن المنکر) ترجمه : (او مؤمنان او مؤمنانې یو د بل دوستان او خواخوږي دي، په ښو کارونو باندې یو بل ته توصیه کوي او له بدو هغو څخه یو بل منع کوي)
دغه راز یوه مشهوره کيسه ده چې د یوې مسلمانې مېرمن رد په امیر المؤمنین حضرت عمر الفاروق - رضې الله عنه – بانديې د مهر یا په باره کې دی او هغه هم په مسجد کې دننه ، هغه دا چې عمر – رضې الله عنه – وغوښتل چې مهر ته یو يوه ټاکلې کچه غوره کړي او ټول مسلمانان باید پرې عمل وکړي ، دا اندازه هغه وه کومه چې پیغمبر – صلی الله علیه وسلم – خپلو بیبیانو او لورګانو ته غوره کړې وه ، د یوې بي بي (500) درهمه او د یويې لور ېې (400) درهمه مهر و، نو حضرت عمر – رضې الله عنه - غوښتل چې دغه مقدار باید په مهر اخیستلو کی مراعات شي ، خو په مسجد کې دننه یوه ميرمن ورته پاڅېده او داسې يې وویل: ای عمره! الله تعالی يې موږ ته راکوي او ته يې له موږ اخلې ، حضرت عمر وویل: هغه څنګه؟ ښځې وویل هغه دا چې الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : (وآتیتم احداهن قنطارا فلا تاخذو منه شیئا) ترجمه : ( او چې ورکړي مو وي یوې ښځې ته ډېر زیات مال او دولت ، بیا يې بېرته تريې مه اخله) دا کيسه ابن کثیر په خپل تفسیر کې د سورت النساء د دې آیت لاندی ذکر کړې ده او وویلې يې دي چې اسناد يې جید دي.
حضرت عمر – رضې الله عنه – د خپل خلافت په دوران کې الشفاء بنت عبدالله العدویة د بازار د چارو د سمولو لپاره څارونکی ټاکلې وه یانې (محتسبه).
که په غور سره قرآنکریم ته ځیر شو، چې له ښځی څخه په مختلفو پېړیو کې بحث او بیان کوي او د پیغمبرانو او رسولانو ژوند او کارنامو ته چې وګورو ، نو هېڅ کله هم د احساس ترې نه کېږي چې ښځه په یوه اوسپنه يیزه پرده کې ساتلی شوې وه ، کومه پرده چې اوس ځينو خلکو د سړي او ښځې ترمنځ پیدا کړې ده . که د موسی علیه السلام د ژوند واقعاتو ته وګورو – او حال دا چې د ځوانۍ په جوش او جذبه کې و - چې دهغو دوه انجونو سره یې روغبړ وکړ چې پلار یې سپین ږیری و او دوی دواړو خپله رمه څروله ؛ موسی علیه السلام په ډېر شهامت او صداقت او امانت کومک ورسره وکړ او له کوهي څخه یې اوبه ورته راوویستې او رمه یې خړوب (سیراب) کړه ، ورسته له دې څخه یوه خور یې پلار راولېږله چې موسی علیه السلام خپل کورته راولي او بیا یې یوه دا غوښتنه هم کوي چې په کار باندی وګمارل شي او سبب یې بیان کړ چې دی قوي او امین ده . راځئ چې قرآنکریم ته غوږ شو چې پورتنی حقیقت څرنګه بیانوي : (ولما ورد مآء مدین وجد علیه أمةً من الناس یسقون ووجد من دونهم امرأتین تذودان قال ما خطبکما قالتا لا نسقي حتى يصدر الرعآء وأبونا شيخ كبير* فسقى لهما ثم تولى إلى الظل فقال رب إني لما أنزلت إلي من خير فقير.* فجآءته إحداهما تمشي على استحياء قالت إن أبي يدعوك ليجزيك أجر ما سقيت لنا فلما جآءه وقص عليه القصص قال لا تخف نجوت من القوم الظالمين *. قالت إحداهما يا أبت استأجره إن خير من استأجرت القوي الأمين) . سوورت القصص .
او دا دی څوک نه وایي چې دا خو زموږ نه د مخکو خلکو شریعت دی او پر موږ يې پیروی کول واجب نه دی ؛ قرآنکریم ددی قصی ذکر ځکه مونږ ته کړی دی چې زموږ دپاره یادونه او هدایت شي . نو راجح قول په دی مسأله کې دا دی چې دمخکینیو خلکو شریعت زموږ لپاره هم شریعت دی که چیرته قرآن او سنتو منسوخ نه وي ګڼلی ځکه الله تعالی خپل رسول ته داسې فرمايي : (أولئك الذين هداهم الله فبهداهم اقتده) الآية . ترجمه : (او دا هغه کسان دي چې د الله تعالی هدایت ورته شوی دی ؛ نو د دوی په پل باندې پل واخله) د کور په څلور دیوالونو کې د ښځې ساتل د شریعت په تدریجي پیرو کې یوه پیره وه، چې مخکې د زنا د حدود نازلېدو مرحله شمېرل کېدله ؛ چې دا یوه ډېره غټه او درنه جزا وه ؛ د هغو ښځو په حق چې بد لمني به يې کوله ؛ لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايي : (واللاتي يأتين الفاحشة من نسائكم فاستشهدوا عليهن أربعة منكم فإن شهدوا فأمسكوهن في البيوت حتى يتوفاهن الموت أويجعل الله لهن سبيلا) الآية . ترجمه : (او هغه ښځې چې بد لمني کوي ؛ څلور ګواهان باید د دې کار ګواهي ورکړي ؛ که ګواهي يې ورکړه ! نو په کورونو کې يې بندي کړئ تر څو پورې چې مرګ ورته راشي او یا الله تعالی ورته کړنلاره بیان کړي .) وروسته له دی څخه الله تعالی ورته لاره بیان کړه او هغه دا وه چې دزنا حد يې نازل کړو ؛ او حد یو معین مقدار عذاب دی او هغه داچې د واده شوی (ښځی اوسړي)سنګسارول دي چې په سنت کې ثابت دي ، او د ځوان چې واده يې نه وی کړی (هلک او یا جلۍ)په دورو وهل چې په قرآنکریم کې ثابت دي .
نو د قرآن او اسلام په منطق کې به د ا څرنګه شوني وي چې د یوې باپردې او با آبرو ښځې بندي کول په کور کې یو همیشه صفت وګرځول شي ؛ لکه په داسې کړو موږ ورته سزا ورکوو حال دا چې هغه بې ګناه ده .
لنډه دا چی : اختلاط په خپل ذات کې یو ممنوع او حرام کار نه دی ؛ بلکې جائز او مطلوب هم دی که چېرته موخه ورڅخه د ښیګڼې کار او یا علم او زده کړه ؛ او یا د خیر کومه بله پروژه ؛ او یا واجب جهاد وي ، په کوم کې چې د دواړو خواوو ګډون او شتون اړين ګڼل کېږي ؛ او پلان او سرته رسونې ته يې یو مشترک کوښښ ته ضرورت وي .
او دا په دی مانا نه چې حدود او قیود او شروط له پامه وغورځول شي ؛ لکه څنګه چې ځنې په دې نظر دي چې دواړه خواوې فرشتې دي او هېڅ وېره په دې اړخ کې نه شته؛ غواړي چې د غربي نړۍ ټولنه راته رانقل کړي .
بلکې لازمه خبره په دې لار کې دا ده؛ چې ګډون په خیر او د ښیګڼې په چارو کې وي ، او هغه قیود او شروط په نظر کې ونیول شي کوم چې اسلام روښانه کړي دي او هغه دادي : ۱: د خپل نظر ساتنه د دواړو خواوو څخه ؛ چې یو بل ته د شهوت په نظر ونه ګوري؛ کتل هم اوږد نه وي او دحاجت په مقدار باندې وي، الله تعالی فرمايی : (قل للمؤمنین یغضوا من أبصارهم و يحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إنّ الله خبير بما تعملون) (وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهنّ ويحفظن فروجهنّ) ترجمه : (او ووایه ای محمده! – صلی الله علیه وسلم – مؤمنانو ته چې خپلې سترګې لاندې ښکته کړئ او خپل عورت وساتئ له حرامو څخه دا کار کول د دوی لپاره غوره او ښه کار دی او الله تعالی په هغه څه خبر دی چې تاسو يې کوئ ). ۲: د ښځی له خوا شرعي لباس مراعات کول ، چې داسې لباس يې په تن وي چې هغه د بدن ترې ښکاره نه شي. الله تعالی فرمايی : (ولا يبدين زينتهنّ إلا ما ظهر منها وليضربن بخمرهنّ على جيوبهنّ). ترجمه : (او خپل ښايست او ګاڼه دې نه ښکاره کوي، خو هغه څه چې ښکاري او حجاب دې پر خپل ځان راخور کړي). د اصحابو کرامو څخه دا ثابته شوې ده؛ چې کوم ښکاره ښايست په پورتنيۍ آیت کې ذکر شوی هغه مخ او ورغوي دي،د حجاب سبب چې الله تعالی بیان کړی دی هغه د دې لپاره (ذلك أدنى أن يعرفن فلا يؤذين)، ترجمه : (ددې لپاره چې وپېژندل شي او څوک ورته تکلیف ونه رسوي) هغه دا چې پورتنی ذکر شوی لباس د یوې آزادې او پاک لمنې او عفیفې ښځې نښه او بېلګه ده؛ چې د ښو او بدو ښځو ترمنځ یوه پرېکنده علامه ګڼل کېږي ؛ نو هر څوک يې چې ویني احترام او خیال به يې ساتي . ۳: د یوې مسلمانې ښځې ټول آداب او اخلاق مراعات کول او هغه په نظر کې نیول په ځانګړې توګه چې د نرانو سره راکړه او ورکړه وي ، له هغو آدابو او اخلاقو څخه باید چې لاندې ټکو ته خاصه پاملرنه وشي : • په خبرو کولو کې باید داسې آواز ونه کړي ، چې راپارونکی وي او یا د چا طمع ورته پیدا شي . ځکه چې الله تعالی فرمايې : (فلا تخضعن بالقول فيطمع الذي في قلبه مرض وقلن قولا معروفا). ترجمه : (او داسې نرمي په خپلو خبرو کې مه راولئ چې ځنې هغه کسان چې په زړونو کې يې دګناه کولو اراده وي، نو د هغوی طمع پیدا شي ، بلکې کوم چې مروجه خبرې دي له همغې څخه کار واخلئ) • په تګ او راتګ کې داسې وي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايي : (ولا یضربن بأرجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن) ترجمه : (او د خپلو پښو څخه دې آواز نه وباسي؛ چې د خلکو يې هغه زینت او ښايست ته پام شي کوم چې پټ دی) باید چې تګ او راتګ داسي وي لکه څرنګه چې الله تعالی بیان کړی دی (فجاءته احداهما تمشي علی استحیاء) ترجمه : (او د هغو دوه و څخه یوه راغله د حیاء او شرافت په تګ باندې) • په حرکت کې باید چې ماته او کږه وږه لاړه نه شي لکه څرنګه چې د دوزخیانو ښځو رفتار او تګ په حدیث شریف کې راغلی دی (الممیلات المائلات) یانې : کږې وږې لکه لښته ، هغه څه هم ونه کړي چې د اولې زمانې یا د اوسنۍ زمانې د جاهلیت ښځې يې کوي.
. ۴: د هغو ټولو عطرونو او خوشبوي لګولو څخه لریتوب اختیار کړي؛ کوم چې د کور او خاوند لپاره دي، نه د سرک او د سړو سره یو ځای کېدلو لپاره . ۵: باید چې د خلوت څخه مخنیوی وشي؛ په کوم خلوت کې چې ښځې سره خپل محرم نه وي؛ ددې لپاره چې په صحیح احادیثو کې منع راغلې ده لکه ( ان ثالثهما الشیطان) نو دا د منلو وړ خبره نه ده، چې د اور او لرګیو ترمنځ دې هېڅ حجاب نه وي او بالخصوص چې دا خلوت د مېړه له خپلو او خپلوانو سره وي په حدیث کې راځي : (ایاکم والدخول علی النساء ، قالوا: یا رسول الله – صلی الله علیه وسلم- أرأیت الحمو؟! قال : الحمو الموت)
ترجمه : (حضور – صلی الله علیه وسلم- فرمایلي : مه ورځئ د ښځو څنګ ته ! نو چا پوښتنه وکړه چې یارسول الله : د لیور څه حکم دی؟ (حمو : د ښځې د مېړه خپلوان) پیغمبر – صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی: حمو بعینه د ښځې لپاره مرګ دی ؛ هغه ددې لپاره چې د خپل قرابت په واسطه باندې ناسته او ولاړه يې ډېره وي ؛ نو په دې کې ډېر لوی خطر دی .
۶: باید چې یو ځای کېدل د ضرورت او حاجت تر حده پورې وي او له دې څخه زیات نه وي په کوم کې چې ښځه د خلکو د قیل او قال ښکار ګرځي او یا يې له خپل کوم نورو شرعي واجباتو او یا يې د کور له پالنې څخه معطله کړي.
|