په ميدان وردګو ولايت کې په پيل شوو عملياتو کې څلورتنه اختطاف شوي کسان دو سلوالو دمنګلو څخه ژغورل شوي او د وسلالو مخالفينو قوماندان په شمول پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښې 

د  همغږۍ مرکز دمعلوماتو له مخې دغه عملیات دافغان ځواکونو په رهبرۍ پرمخ وړل کیږي چې نن سهار وختي  دجلریز  ولسوالۍ  د اسماعیلو خیلو، زیولاتو او علي خیلو په سیمو کې د وسلوالو مخالفینو دنیولو او دلمنځه  وړلو په موخه  پيل شول  چې تراوسه هغه څلور کسان هریو جګړن محمدرضا، خلیل، نعمت الله او عبدالرحمن  چې څلور ورځې وړاندې په یاده سیمه کې د وسلوالو مخالفینو دمیدان- بامیانو په لویه لاره کې اختطاف کړې وو بیرته د وسلوالو مخالفینو څخه ژوندي وژغورل شول او همدارنګه په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مشهور قوماندان دل اغا ټپي شوی او څلور وسلوال یې تراوسه   وژل شوي دي او وسلې او مهمات یې دګډو ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي او دنورو وسلوالو دنیول هڅې روانې دي
دمعلوماتو له مخې  وسلوالو مخالفینو ددغو څلور کسانو کورنیو څخه چې درې تنه یې پولیس دی د دوه لکو ډالرو  غوښتنه کړې وه چې له نیکمرغه دامنیتي ځواکونو لخوا داختطاف شوو کسانو هغه ځای چې د وسلوالو مخالفینو لخوا پکې ساتل کیدل کشف او د امنیتي ارګانونو په هڅو یې ژوند وژغورل شو.
دیادونې وړ ده چې همدغو وسلوالو مخالفینو  دوه وررځې دمخه په یاده سیمه کې پنځه تنه ملکي افغانان چې دنړیوالو ځواکونو په بیز کې یې کار کولو په بې رحمۍ سره مړه کړې وو

benaw dot com