چارواكو په ميدان وردګو ولايت كې د يوه قوماندان په ګډون د پنځو وسله والو د وژلو خبر وركړ.
چارواكي وايې چې ، دميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ دبابا کلا او سنوخيلو په کليو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ترسره شوو عملياتو کې  دقوماندان محمد نسيم  په ګډون پنځه تنه وسلوالو مخالفين  وژل شوې دي.
 د چک ولسوال محمد اسماعيل وفاء په وينا ء چې تېره شپه ۳ بجې  ددې ولسوالۍ د بابا کلاء او سنوخيلو په کلې کې د افغان او نړيوالو ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو دمنځه وړلو په موخه عمليات ترسره شول چې په دغو عملياتو کې د قوماندان محمد نسيم  دبابا کلاء اوسيدونکي پ.
ولسوال وايې  دنوموړو کسانو څخه پنځه ميله کلاشينکوفونه او ځيني مهمات هم ترلاسه شوې دي
ولسوال په ويناء چې  نوموړي ګروپ په چک ولسوالۍ کې تخريبي فعاليتونه ترسره کول او څو ورځې وړاندې يې دسيمې خلکو ته  د دوکانونو دتړولو ګواښ هم کړې وو .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .


بیوا

لیمه حلیم وردګ