ايا پوهیږي چي ځيني انسانان دوه او ځیني څلور سترګې لري؟

دوه د سر سترګې دي چي د انسانانو او حيواناتو طبعي حق دی. خو دوه نورې سترګې؟

 دا دوه نورې سترګې د زړه سترګې دي.

زموږ خلک کله کله يو بل ته وايي:  ښه ورته وګوره ! د زړه په سترګو ورته وګوره!

ايی د عربستان په يوه دښته کې يو شپون د خپلو مېږو لپاره د اوبو په لټه کې سرګردان و. ناڅاپه يی يو نمجن ځای پیدا کړ، خوشاله شو چې ګوندې دلته به اوبه وي، خو کله چي ورنژدې شو نو دغه ځای يو ډول بوی درلود. شپون له ځانه سره وویل: خدايه په دې وچه دښته کې دې هم راباندې پاکې اوبه پېرزو نه دي، دا خو بوی کوي. خو کله چي د شپون دغه خبره په کلي کي خوله په خوله شوه، نو سرګردانه امريکايی متخصصين له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېدل. دوی پوه شول چي هغه څه يی پيدا کړل په کوم پسې چې له مودوراهیسې سرګردانه وو. هو! دا تېل و.

شپون د سر سترګې لرلې په کومو چې يي يوازې ساده سپينې اوبه پېژندلې، خو د هغه د ليد سطحه بابيزه وه. امريکايی متخصيصينو د زړه سترګې هم لرلې، د هغوی ليد ژور او میکروسپيکي و. هغوی دغه ځای بوی او بیا مچ کړ. هغوی دلته تیل پيدا کړل، زرګونه کیلومتره لرې کورنه ېې پریښودل او دلته ېې ورته خیمې ووهلې، خپلې د زړه سترګې او د عربو بوینې اوبه ېې سره یو ځای کړې  اوس د ميلیاردونو خاوندان شول، خو شپون چې د امریکا خیرات ته ېې سترګې نیولي هماغسي شپون پاتې شو - که څه خیر او خیرات ورکړي موړ، کنه وږی به ګرځي ځکه اوس ېې د کور واک هم د بل دی.

 

 - شاولي يارزی ځیرک