میدان وردګ : طالبانو په زور دباج اخستلو خبرداری ورکړی

دمیدان وردګو ولایت دسیدآباد ولسوالی دتنګی په دره کي طالبانو یو شمیر شبنامي ویشلي دي او د سیمي خلکو ته ئې خبرداری ورکړی دی چي  کوم خلک چي په دولت، موسساتو او شخصي شرکتونو کي کار کوي باید وظیفی پریږدي او په خپلو کورونو کښیني او یادي زموږ سره ددولت په  ضد ودریږی .

په شبنامو کي ګوتڅنډنه سوې چي که وظیفې نه پریږدي نو دمعاش ۳۰فیصده به موږ ته دباج په ډول راکوي او که دا کار ونه کړی نو نو داسلامي امارت لخوا به ووژل شي .

له بینوا څخه

لیمه حلیم