د ځان ډنګرولو لاري:

1-د خپل ژوند لپاره مشخص هدف ټاکل،

2- تور، شین، یا سپین چای څښل، چې اصلي او طبیعي چای وي

3- سره تیز مرچ خوړل - سره مرچ د وازدې د سوزولو لوړ ځواک لري

4- د مغزیاتو نه خوړل یا کم خوړل

5- د سابو زیات خوړل

6- د میوې زیات خوړل که څه هم د خوږو لوړه کچه ولري لکه کیله او خربوزه

7- د درانه وزن پورته کول، پدې سره بستاسو د بدن عضلې غښتلې کیږي او زیاتې وازدې ویلي کیږي

8- د خپل خوب وخت کمول، پدې سره به ستاسو د زړه حرکات لوړ شي او د زیاتې انرژۍ مصرف به رامنځ ته کړي

9- د کارونو ترمنځ منظمه فاصله، هڅه وکړئ د خپل درس ویلو ترمنځ په منظم ډول وقفه ولرئ، متواتر او نا منظم کار یا درس ویل دیر ګټور ندي او لدې امله زیاته انرژي نه پرې مصرفیږي

10- پروتین ډیر خوړل، د غوړیو پر ځای پروټین خوړل د مړښت برسیره د میتابولیزم پروسه ګړندۍ کوي.

11- پروتین ډیر ځله خورئ،  د ورځې په اږدو کې څو ځله پروټین اخلئ، ټول په یو ځل مه اخلئ، ستاسو هر خواړه باید لږ، ډیر پروټین ولري

12- د کبانو غوړي خورئ،

13- د ټول بدن د خوځښت تمرین یا سپورت کوئ،

 14- د مغزي خوړو بدلون په پام کې ونیسئ، مغزیات ستاسو د بدن او د هغه د فعالیت لپاره ښه دي، خو په کومه ورځ چې لږ کار کوئ، یا ېې نه کوئ، مغزیات مه خورئ

15- د خوړو ترمخه سلاډ یا سابه خورئ، پدې سره به ستاسو خیټه ډکه شي او اصلي خواړه به زیات نشئ خوړلی

16 ریښه ېې خواړه خورئ، ریښه يي خواړه لکه سابه، وچې لندې میوې، او نور شیان چې د غذايي ذراتو ترڅنګ په زیاته پیمانه نه هضمیدونکي ذرات او ریښې په ځان کې لري لکه پالک ګلپي او نور

17 اوبه ډیرې څښئ،  که هره ورځ د  ډوډۍ مخکې دوه پیالې اوبه وڅښئ، د دوه دریو میاشتو په اوږدو کې به د پام وړ وزن له لاسه ورکړئ. خپله اشتها په اوبو وسوزوئ

18 حبوبات:  (لکه لوبیا ، نخود، باقلي، ...) په خپل سلاډ کې زیات کړئ،  پدې کې پروټین، فایبر یا ریښه ېې خواړه، او مغزیات شته چې ستاسو لپاره ډیر ښه دي

 19- که بیا هم نه کیده، د ورځې یو  وخت غذا مثلا د شپې ډوډۍ مو په سلاډ بدله کړئ

20 - هغه څښاک څښئ چې لږ انرژي لري

21- هره ورځ یوه بشپړه هګۍ خورئ په ځانګړې توګه د سهار له چای سره

22-  د سهار چای څښئ، په اوږدمهاله راتلونکې کې به د چاغښت له مشکل سره نه مخ کیږئ

23-  زیات خواړه تر غرمې مخکې او کم تر غرمې وروسته خورئ،

 24 خپلې وازدې په ولاړ دریدلو سره اوبه کړئ، د کمپیوټر شاته کښیناستل تاسو وژني، خو په پښو دریدل، حرکت کول ستاسو د روغتیا ضامن دي

 25-   په زینو کې ښکته پورته کیږئ

26- ډیر خاندئ، خندا د بدن وازدې ویلي کوي

27-  له خوړو وروسته خواږه لکه فیرني، آیسکریم، ... مه خورئ

28- د خپلو بچو پاتې شوني مه خوره، کیدی شي هماغه کم کم خواړه ستا د پوره څاښت هومره ستا پر معده بوج شي

 29- په کور کې چپس، مغزیات، شریني، او هر وخت تیار خواړه مه پریږدئ - پدې سره هر وخت ستاسو زړه کیږي چې یو شئ وخورئ، بیا ورته بې حوصلې کیږئ ، را اخلئ ېې او خورئ ېې

30- خپل ماشومان د لوبو لپاره بهر ته وباسۍ او لوبې ورسره وکړئ

31- د خپل ځان غم په خپله وخورئ، ډیر خلک په ځانګړې توګه ښځې، تر خپل ځان نور مخکې کوي او خپل ځان ېې هیر وي

32- سهار وختي پاڅئ او سپورت کوئ

  واسلام