د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې، د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنه له امله دیارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې، غزني ولایت ته نژدې د میدان وردګو ولایت په «هفت آسیاب» سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو یو تونس موټر د سړک غاړې پر یوه ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شو. د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت وايي، چې له دغې پېښې د ښځو او ماشومانو، آن څو میاشتنیو ماشومانو په ګډون، دیارلس تنه مړي او ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. د نوموړي په وینا، تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان او څلور جوړ مړي او دوه نور داسې مړي، چې یوازې د بدن ځینې غړي یې پاتې دي، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. بلخوا د میدان وردګو د والي ویاند هم د دغې پېښې پخلی کوي؛ خو وايي چې په پېښه کې پېنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. نوموړي د دغې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو ور واچوله؛ خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. ویل کېږي، چې د دغه موټر سپرلي د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د کابل له «دشت برچي» سیمې نه غزني ته روان وو. د روغتون رییس ډاکتر همت همدارنګه وايي، چې دغه روغتون ته نن سهار له یوې بلې ورته پېښې هم څلور تنه ټپیان ور وړل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه ټپیان چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی، د ملي اردو سرتېري دي، چې د غزني – ښرنې د لارې په اوږدو کې یې موټر پر یوه خښ شوي ماین ور برابر شوی دی. خو د دغې پېښې په اړه امنیتي چارواکو تر دمګړۍ څه نه دي ویلي.