د افغانستان لپاره  دملګرو ملتونو دځانګړي استازي  مرستيال نیکولا هیسم( Nicholas Haysom)  چې د یونما دمرکزي زون مشره او پلاوی هم ورسره وو په بهسودینو کې دکوچیانو او هزاروو دستونزو او ددې دحل لارو چارو په اړه د ولایت والي محمد حليم فدایي، ولایتي شورا غړو، امنیتي مسولینو، د سولې ولایتي کمیټې مسولینواود هزاروو او کوچیانو  استازو  او مشرانوسره په  جلاء جلاء ولیدل او دټولو اړخونو خبرې یې واوریدی.

ښاغلي والي په بهسودینو کې دکوچیانو او هزاروو ترمنځ ستونزه یو ه حقوقي موضوع یاده کړه چې  دحل واک او صلاحیت یې هم  قضایي او عدلي ارګانونو پورې تړلې دی. خو دولایتي اداره تراوسه توانیدلې ده چې دشخړو دپراخیدا مخه و نیسي او په سیمه کې حایله قوه ځای پرځای کړي، ښآغلي فدایي وویل (د دغې ستونزې دحل په موخه مو مرکزي حکومت ته مشخص وړاندیزونه کړې چې هیله ده  دښکیلو خواوولخوا ورته دعمل جامه ور واغوندل شي ، همدارنګه د ولایت والي وویل(( اوس دولایت په کچه د ولسي ستونزو دحل او  دولت سره د ولسونو داړیکو  ټینګولویو(۱۳) کسزیز کمیسیون جوړ شوې چې د بهسودینو ستونزه به ددغې کمیسیون په لومړۍ غونډه کې تر بحث او څيړنو لاندې ونیسي.

وروسته   دملګرو ملتونو مرستیال  د ځایي میشتو هزاروو او   کوچیانو استازو سره هم په جلاء جلاءډول ولیدل او د ټولو نظرونه یې واوریدل.

همدارنګه  راغلي پلاوي   دامنیتي ارګانونو سره په  ځانګړې کتنه کې په ګڼو امنیتي  مسایلو هم خبرې اترې وکړی.

 

اتل میدانوال