د ترکیې ولایتي بیارغاونې ډلې  دپولیسو روزنیز مرکز  په مرسته  دولایت امنیې قوماندانۍ (۴۳)  پولیس د(۵۰) ورځو روزنیزو او مسلکي زده کړو  ورسته فارغ   او برې لیکونه پرې و ویشل شول.

 

د پولیسو د سپین غرزون قوماندان مل پاسوال ګل نبی احمدزي په ویناء چې اوسمهال دنړیوالو په مرسته دپولیسو دروزنې په برخه کې دپام وړ کارونه ترسره شوې دي  چې په ویناء یې اوس موږ له نیکمرغه مسلکي پولیس لرو.

د ولایت والي  محمد حلیم فدایي فارغو شوي پولیس غازیان  او په کلیو او بانډو کې دسولې او قانون حاکمیت سفیران یاد کړل چې دنوموړو ښې کړنې ولسونو ته دحکومت په اړه مثبت پیغام ورکوي او خدای مکړه ناوړه کړنې یې ولسونو ته دحکومت په اړه ناسم انځور ورکوي ،ښاغلي والي  له پولیسو وغوښتل چې دملي ارزښتونو او ملي نوامیسو په ساتنه کې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي چې پدې صورت کې ستاسو مړینه شهادت او ژوندي پاتې کیدل مو غازیتوب دی.

ورسته په وار سره دامني قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، ولایتي شورا ریس شیرشاه بازون، د ولایتي بیارغاونې مشر مظفر او د ترکي پولیسو مشر په وار سره خبروکړې او د فارغو شوو پولیسو یې وغوښتل چې ترلاسه کړې روزنې  او ښه اخلاقو په نتیجه کې دخلکو زړونو دټوپک پرځای په ښه چلند ترلاسه کړي، ښاغلي باقي زوی دغه ( ۴۳ ) پولیس ځکه مهم وبلل چې همدغه روزل شوې قطعه په سیمه کې دکورونو او خلکو تالاشۍ دنده لري  ترڅو وشي کولای دمسلکي مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې سره  دټولنې واقعي خدمتګار وګرځي.

 د امنیې قوماندانۍ د اداري  مرستیال شیرزي په ویناء  په دغه  ( ) تنه فارغ  شوو پولیس   د ترکیي ولایتي بیارغاونې ډلې  په روزنیز مرکز کې  د پولیسو په (۳۴) روزنیزې دوره کې  دترکيې استادانو لخوا نژدې (۵۰) ورځني  روزنیزې زده کړې  لکه  د تالاشي مهارتونه، د وسلو انداخت او نښې ویشتل، دجرم پيژندنې او کشف  وسایلو سم استعمال، د ټولنې غړو سره  د یو پولیس سم  چلند او ټولې هغه اړینې زده کړې چې پولیس ورته اړتیا لري  ترلاسه کړی چې تراوسه د ترکيې ولایتي بیارغاونې دپولیسو په روزنیز مرکز کې ددې ولایت  ټولټال(۱۲۰۰)  پولیسو ته  زده کړې ورکړېدي دي چې  نوموړو پولیسو په مسلکیتوب او ټولنې  سره په مسلکي چلند کې دپام وړ بدلون راغلی دی.

وروسته فارغ شوو پولیسو ته  د ولایت والي محمد حلیم فدایي، دپولیسو سپين غرزون قوماندان ، راغلو میلیمنو لخوا او ترکيې استادانو لخوا د فراغت سندونه او هم تکړه پولیسو ته تحفې ورکړل شوې..

اتل میدانوال