دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دمنګلي په سیمه کې دغبرګولي  په (۲۵) نيټه  ماسپښین مهال  یوتن ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دملي اردو په دریم کنډک باندې ځانمرګی برید ترسره کړي   دملي اردو د بیدارو سربازانو لخوا موخې ته درسیدو د مخه  له منځه یو وړل شو.

دنوموړي  وژل شوې ځان وژوونګي څخه یو میل کلاشینکوف، دوه لاسي بمونه، ځان وژونکي واسکټ او ځیني نور مهمات او چاودیدونکي مواد هم دملي اردو  لاسته ورغلي دي

 دملي اردو دمعلوماتو له مخې   نوموړي بریدګر(۲۲)کلن  اسماعیل نومیږي  د محمداصف زوی  او دسیداباد ولسوالۍ د شش کلاء اوسیدونکی دی .

اتل میدانوال