د پاک خدای په پاک او سپیڅلي نامه،
هغه چې هر چاته د خپلې خوښې سره سم عزت او ذلت ورکوي
د وردګ غیرتي قوم چې په تیر تاریخ کې ېې
او نورې ویاړلې څیرې د تورې او خنجر په ډګر کې وړاندې کړیدي
او همدا راز ېې د علم او کلتور په برخه کې
او په نني افغانستان کې د قلم او کار خاوندان لکه
پی ایچ ډي انجینیر زرجان بها د پوردیو پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ رئس او وتلې څیره،
پي ایچ ډي انجینیر بهاوالدین بها د برایټون پوهنتون په الکترونکس انجینرۍ کې پروفیسور،
د آریانا هوايي شرکت پخوانی ریس کپیټان معین خان وردګ
جنرال عبدالوهاب وردګ د هوايي قول اردو قوماندان
او په لسګونو داسې نور نومیالي پدې ټاټوبي کې رالوی شویدي.
د هیواد هر قوم او هر ټبر ویاړلی دی، وردګ د هیچا څخه ښه ندي، خو د هیچا څخه کم هم ندي.
په دې قوم هر ډول ټوکې له پخوا څخه د پست فطرته خلکو لخوا تر ننه راپاتې دي، خو هیڅکله به هم ددغه قوم غرور، ویاړنې، او د افغانستان په هر ډګر کې پر خدمت سترګې پټې نه کړای شي.
د لوړو زده کړو وزارت د بیکفایته او یا لنډغرو کارمندانو د نه پاملرنې له کبله د ځنو هغو زده کونکو نومونه چې ېې د کانکور آزموینه کې برخه اخیستې وه د پښتو ژبې د ټیپ کولو د نه امکان له امله ځنې پښتو نومونه غلط لیکل شوي وو چې د فیس بک پوسیله د نړۍ هر ګوټ ته ورسیدل. دا چې آیا د یو چا د پلار او یا نیکه نوم (خړ) دی که بل څه، د انسان په شخصیت دومره بده اغیزه نلري لکه څومره چې یو افغان په تیره بیا پښتون په دې غلطه املا شرمیږي.
وردګ قوم ویاړلی و، ویاړلی دی، او انشاالله بیا به هم ویاړلی وي.
پښتو ژبه نه یوازې نن پدې نامه و شرمول شوه، بلکه په مداوم ډول په اعلانونو، بنرونو، او د ژورنالیزم په ټولو ډولونو او ډګرونو کې په قصدي توګه ځپل کیږي. او تر ټولو بده داده چې هیڅوک حتی غوږ پرې نه ګروي.
پدې هیله چې دغه بد ناورین د ځان سره یو ښه زیری ولري. = ټول پښتانه د پښتو د درناوي او د هغه د سم کارونې لپاره لاس سره یو کړي، د ناسم لیک (اعلان، بنر، او نورو رسنیو کې لکه د روشن اعلانات، د نوماندانو بنرونه، او نور) له کبله مسؤلینو ته سخت مالي مجازات وټاکي.
وردګ