د میدان وردګ ولایت غیرتي ولس او مسؤلینو ته

که د تاریخ نوی پړاو او په هغه کې د ټولنو وده او ځواکمني وګورو، زیاتره څه چې په بشپړ ډول ټولو ټولنو د خپلو خلکو او هیواد د ښیرازۍ او ابادۍ لپاره د خپلمنځي اختلافاتو، او جګړو پرځای قلم او زیارکشۍ ته مخه کړیده - او بریالي شوي هم دي. جاپان، جرمني، دوبۍ (عرب متحده امارات)، او داسې نور هیوادونه ېې ښې بیلګې دي.

په افغانستان کې هم دا خبره د قومونو او توکمونو ترمنځ د پام وړ توپیر لري. ځنې قومونه د خپل عزمت، شان او شوکت د ساتلو، خپل هویت ثابتولو او خپلې آزادۍ د ګټلو لپاره د تورې او خنجر پرته بله لار نه ویني، له بلې خوا ځنې قومونه بیا خپله بقا، هوساینه، تر هرڅه مهم هویت ګټل او د هغه ساتل یوازې او یوازې په تعلیم او اتحاد کې ویني. ځنې هم لا دا خیالونه هډو لري نه.

راځم د وردګ ولایت خلکو او د پوهنې د برخې مسؤلینو ته.

په میدان وردګ ولایت کې د راپورونو له مخې شاوخوا دری زره زده کونکي په زده کړه بوخت دي چې زیاتره ېې هلکان دي. داچې د میدان وردګ ولایت تر ننه پورې د پښتون میشتو ولایتونو په نوم خپل هویت خوندي ساتلی دی، د پښتنو تر څنګ پکې هزاره او تاجیک وروڼه هم ژوند کوي.

د وردګ ولایت د پوهنې مسؤلین تل د خپل راپور په ترڅ دا ټکی په زغردو ټکو یادوي چې زموږ د زده کونکو څخه (...) شمیر ېې نجونې تشکیلوي. خو دا خبره نه کوي چې دا نجونې څوک او د کوم ټبر یا سیمې پورې تړاو لري.

تر کوم ځایه چې ماته معلومه ده په میدان وردګ ولایت کې یوه پښتنه نجلۍ هم د تعلیم حق نلري، د پښتنو برخلاف د همدې ولایت میشت هزاره او تاجیک اوسیدونکو نجونه په پوره امینت او لیوالتیا سره درس وايي او د سبا ورځې د روښانه ژوند او د خدمت جوګه به شي.

زما په هزاره او تاجیکو نجونو نیت بدي نه راځي، د هغوی قوت او ځواکمني هم د همدې هیواد ځواک، انرژي او پرمختګ دی. خو چې ګیله کوم هغه د خپل ولس او د دوی د غافله ادارې څخه ېې کوم.

یو وخت د میدان وردګ ولایت د پوهنې د ریاست له معاون سره مې د هغه په دفتر کې د یو ښونځي د ودانۍ د ځمکې پر سر د سیمیزو خلکو د مخالفت او د ودانۍ د نه جوړیدو په اړه خبرې کولې. دې عالي جناب داسې راته وفرمایل: موږ به سیمې ته عسکر ولیږو چې د مکتب د جوړیدو امنیت ونیسي، دا ددې لپاره چې دا مرسته رانه ونه ګرځول شي، بیا چې ودانۍ جوړه شوه دا په سیمیزو خلکو پورې اړه لري چې د هغه څخه د سماوار کار اخلي، یا رمه پکې پنډوي، او که د هلکانو د ښونځي سره ېې یوځای کوي د دوی خپل کار دی. خو نجونو ته د تعلیم اجازت ورکول نه زما خوښه ده، نه د ولس، او نه هم د اسلام. دا هرڅه د غربي ډیموکراسۍ لخوا پلان شوي، او موږ ېې هم ښه ځای لیدلی دی «د ښځو په اړه چې هره خبره موږ ته راجع کیږي موږ ېې د بهسودو په لور ور کشوو، هلته که مکتب دی، که سمینار دی، که ورکشاپ دی، هزاره ښځو ته ېې دایروو». زموږ پښتنې!، دا خو به دې اوریدلې وي چې: ښځه یا په کور او یا په ګور!؛ کله دا خبره مني چې د آرایش بکس تر څنګ او د مکتب په لور روانه شي.

یاده دې وي چې دغه کارمند یو مسن کس او د وردګ په قوم پورې تړلی دی.

نو اوس چې زموږ د میدان وردګ د ولایت د ولس او مسؤلینو دغه شان ارادت او دغه شان ګنډلې مفکورې او د رواجونو په ګراب کې غرق تخیل وي، زموږ ټولنه او ولس به لدې ناورین څخه څنګه را ووځي؟ او یا دغه بې تجربې والي او کاري ډله به ېې څنګه د ددې ټولنې د فکري سمون، یوالي او په ټوله کې د پرمختګ په لور د هغوی سوق کول ترسره کړای شي؟

زه باور لرم چې یو وخت به ټول پښتانه (لکه د پښتونخوا خلک) په علم پسې نر او ښځې منډې وهي، خو بیا به علم په پیسو وي، هرڅوک به ېې وس نلري. او بله مهمه خبره خو داده چې بیا به د سیالانو سره د سیالۍ وس نلرو. اقلیتونو به ځانونه رسولي او موږ به وروسته ورپسې روان یو لکه نن د پښتونخوا پښتانه او د پاکستان سیند د ایالت خلک.

د بلوچستان ایالت او د آزاد قبایلو پښتانه خو تر ننه پورې خدای پاک ندي پوهولي چې ژوند څه شی دی، او څنګه ژوند ښه کولای شو.

 

که له موضوع لږ هاخوا ولاړ شو، د سږ کال په کانکور آزموینه کې د هرات ولایت د کابل څخه وروسته ډیر بریالي کسان لري. دا ټول د هغه ولایت په علم دوستۍ، فرهنګ او د پوهنې په ښه مدیریت پورې اړه لري. د هرات نه وروسته مزار ډیر ښه ځای درلود (البته په شمالي ولایتونو کې د افغان-ترک په نوم لیسې چې د ترکېې هیواد مالي لګښت پرغاړه لري ډیر ګټور پریوتي دي).

په پای کې

د ټولو پښتنو په علم او پوهه سمبالښت د پاک خدای، سیمیزې ادارې او با درکه ولس څخه غواړم.

وردګ