په میدانښار کې د کرنې پوهنځي پرانستل کېږي

 د لوړو زده کړو وزیر د میدان وردک والي ته وعده ورکړه چې په وردک ولایت کې به د پوهنتون د پرانستلو کار د کرنې له پوهنځي څخه پیل کړي.

 میدان وردک له دې سره سره، چې ډېر کدرونه لري د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ډېرو ولایتونو وروسته به پکې د پوهنتون بنسټ ایښوول کېږي. دا په داسي حال کې ده چې د دغه ولایت د خلکو په هڅه د ژورنالیزم انستیتیوت کلونه پخوا جوړ شوی و خو د پوهنې وزارت د دوه کونو معیارونو له کبله د وردک د خلکو له غوښتنې سره مخالفت وشو.

د میدان وردک اوسېدونکي هیله لري چې د لوړو زده کړو نوی وزیرعبیدالله عبید به د تېرو وزیرانو خلاف وسعت نظر ولري او ځان به د هغوی په شان په تنګو او محدودو دایرو کې محصور نه کړي.

 د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د لوړو زده کړو وزیر د چهازشنبې په ورځ د وردک له والي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځي استادانوته به حق الزحمه ورکړي جچې میدان ته لاړ شي او په دې ښار کې د کرنې نوي پوهنځي ته درس ورکړي.

 ښاغلي عبید دغه راز ژمنه وکړه چې د پوهنتون لپاره د ودانۍ تر جوړېدو وروسته به په میدانښار کې نور پوهنځي هم پرذانستل شي.

 د وردک والي محمد حلیم فدایي، چې د دې ولایت لپاره د پوهنتون جوړېدا یې لویه هیله وه  او پوهنتون یې  دخپلو اړینو لومړیتوبونو څخه ګڼلې و د لوړو زده کړو وزیر ته ژمنه ورکړه چې  د ولایت مقام او د دې ولایت ولسونه به د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه  د پوهنتون لپاره  د یوې مناسبې ودانۍ په جوړلوو کې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي او د پوهنتون په ایجاد به  دمیدان رودګ ولایت د علمپال ولس د کلونو کلونو هیلو د ترسره  کیدو ترڅنګ به د دې ولایت د امنیتي وضعیت په بدلون کې فوق العاده مثبت تغیر راولي.

 د ولایتي شورا ریس شیرشاه بازون  د ولسونو په استازیتوب  له ډاکتر عبدالله عبید  څخه  مننه وکړه  چې  د دې ولایت  مسولینو او د ولس استازو  غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایه  او په ۱۳۹۱ لمریز کال  کې یې په دغه ولایت کې د پوهنتون د پیل خبر ورکړو.

د یادونې وړ ده چې سږ کال په لومړي ځل په دې ولایت کې  د کانکور  ازموینه واخیستل شوه  چې پکې د دې ولایت ۳۲۳۹ تنو  زده کوونکو برخه اخیستې وه چې (۵۶) تنه یې نجونې وې.

  اوسمهال په دې ولایت کې (۴۰۱) د پوهنې تعلیمي مرکزونه شته چې (۱۶۰۰۰۰)  تنه زده کوونکي پکې  په زده کړو بوخت دي.

له تاند څڅه

لیمه وردګ