اسلام علیکم ورحمت الله و برکاة
درنو وروڼو او خویندو! له پاک خدایه مو د عافیت او خوشحالیو په جامو نغښتی غواړم.
زما د بلاګ ډیر لوستونکی پدی اند دی چی: تر څو چی د تعلیم لپاره ښه شرایط مساعد نه شی زموږ خویندی او لوڼی نشی کولای تعلیم حاصل کړی.
ما ته دا پوښتنه را پیدا شوه چی: کچیری همدا اوس زه او ستاسو خور/ لور تعلیم ونه کړو، او د هغه شرایطو لپاره چی اسلام وضع کړی ګام پورته نه کړو، دا اسلامی شرایط به څه ډول زموږ ټولنی ته راځی؟
کچیری سبا زه او ستا سو خور او لور معلمه نشو، نو بله زنانه معلمه به له کومه شی چی د اسلام مطابق زموږ اولاد(نجونو) ته تدریس وکړی؟
کچیری زه او ستاسو لور د ولادت او نسایی ډاکټری زده نکړو، سبا به زموږ او تاسو زنانه ناروغان څوک د اسلام مطابق تداوی کوی؟
زه دا بیا هم وایم چی په کاری محیط کی اختلاط حرام دی، خو په څه ډول خپل کاری محیط له نارینه ؤ څخه جلا کړو؟ ایا موږ ښځینه باید د همدی پخاطر د جهالت کندی ته ورګزار شو؟ له طبی علاج څخه چی زموږ حقه حق دی بی برخی کړای شو؟ امیندواری ښځی مو په مرګ محکومی شی؟؟
او که ستاسو وجیبه ده چی زموږ لپاره د اسلامی کاری محیط زمینه مساعده کړی، ښونځی راته جوړ کړی، مدرسی راته جوړی کړی، او با الاخره د خپل ژوند په اسلامی روحیه مو سمبال کړی؟
که په خالص اسلامی ډول یی نشی برابروی، دا درسره منم، ځکه نن په ټولنه کی کافی معلمانی، ډاکټرانی او نور اسلامی ښونکی نشته، بیا خو د خپلو اولادونو لپاره د همدی شرایطو په پام کی نیولو سره د اسلامی حجاب په مراعات کولو سره حق ورکړی چی خپل تعلیم وکړی. او په نږدی را تلونکی کی دا شرایط درته مساعد شی.
ستاسو څه نظر دی؟؟
لیمه وردګ