وړکتون زموږ د ټولنې ضرورت دی.
محترمو ځوانانو او د ژوندي احساس خاوندانو ته یوه مشوره لرم کیدای شي فکر پرې وکړي. تاسو کولای شئ د سیمې د مشرانو په مشوره داسې یو کار تر سره کړئ چې له مخې یې د سیمې واړه ماشومانو ته د وړکتون په څیر د زده کړې یو مرکز جوړ او واړه ماشومان په هغه کې د ورځې په جریان کې وساتل شي ( تعلیم، تربیت، او ساعت تیري). پدې کار سره به له یو خوا ځنو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، له بلې خوا به د ماشومانو لپاره د ښه تربيت زمینه برابره شوې وي.
زموږ په ټولنه کې چې د ماشومانو د زده کړې او تربیت لپاره کوم مهال ویش جوړ شوی یا تر اوسه خلک په هغه لار روان دي په نوره نړی کې یې مثال نه لیدل کیږي.
مثلاً: معمولاً زموږ ماشومان له 6 کلنۍ څخه تعلیم او زده کړې ته مخه کوي پداسې حال کې چې په نوره نړۍ (مثلاً جاپان) کې د یو کلنۍ څخه د مهارتونو، آدابو او نورو لمړنیو اړینو موضوعاتو زده کړه پیل کیږي، او پدې کار سره والدین مجبوره دي.
زموږ ټولنه چې میندې پکې له یو سره بې تعلیمه او بیسواده دي، دې کور د ننه کارونو ترڅنګ ددې ستر مسؤلیت پرمخ بیول هغه هم په فني او لازم مهارت سره بیخي ناشونی کار دی، ځکه زموږ میندې خپله تر اوسه د اولاد په ښه تربیت نه پوهیږي، هو، یوازی وهل ټکول تربیت ندی، او نه هم ناز ورکول.
د وړکتون په جوړولو (رواجولو) سره به له یو خوا زموږ میندې خپل کورني کار ته ښه وزګاره وي، له بلې خوا به یې اولادونه په اسلامی روحیه او ښه کیفیت تربیت شوي او د سبا ورځې ښه پوهان، مشران، او روڼ انده مسلمانان ټولنې ته وړاندې کړي وي.
( په لنډ مهال کې ویلی شم چې د ښونځي لپاره به ښه تیار او اماده شوي وي، قران لوستل، یادول، ځنې ابتدايي زده کړې ، او د کورني ژوند آداب خو به یې هرومرو ښه زده شوي وي)
رالیږونکی: حلیم وردګ