د اونی پیغام: حجاب، بې حجابي او زموږ بې غوري

ګرانو مسلمانو خویندو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاة!،
ستاسو اسلامي او افغاني ژوندی احاساس زموږ هر مسلمان او هر افغان لپاره په ریښتیا چې د قدر او ستایلو وړ دی. پاک الله مو تل په عفت او عزت برکت او خدای پاک مو د ژوند دا ترخې شیبې نورې ختمې کړه.

ګرانو خویندو!، نن چې ټوله اسلامي نړی د غربي تبلیغاتو څخه تر پزې راغلې ده او هر وخت او په هر ځای کې د مسلمانې خور د حجاب او ستر خبره رامنځ ته کوي، زه تاسو مسلمانو خویندو ته دا وایل غواړم چی: ددې بې دینه دیموکراسی، بې بندوباری، همجنسبازی، او لواطت بازی د تبلیغاتو څخه هیڅ کله اغیزمن نه شئ. اسلام ښځې ته ډیر غوره حقوق ورکړیدي، او واقعا چې انساني کرامت ښځې ته په اسلامي اخلاقو کې نغښتی دی.
که چا اسلامی تعلیمات کړي وي زما په خبرو به یقینا باور کوي.

هو، نن نه یوازې په افغانستان یا په ځانکړې توګه پښتنو کې ډیر داسې رواجونه شته چې هغه په ریښتیا هم د ښځې د کرامت او عزت د پایمالولو په معنی دي، بلکه ټوله اسلامي نړی کې داسې رواجونه شته او د هغوی اصلې ریښې هم دین نه بلکه محلي رواجونه دي، چې باید د اصلاح په لټه کې یې شو.

زما پیغام تاسو ټولو خویندو او هم وروڼو ته دادی چې:
اې خویندو، حق غوښتل ستاسو حق دی، خو د خپلو اسلامي حقونو غوښتنه وکړئ او په اسلامي اسلوب یې وکړئ، نه د امریکا او نورو کفري طاقتونو په مټ او لمسون.
او اې وروڼو، د ښځو حقوق پوره ورکول ستاسو فرض دي، خپلو ښځو ته د هغوی اسلامي حقوق ورکړئ، مخکې لدې چې امریکا یا بل کفري هیواد د خپلو سیاسي موخو د لاسته راوړلو او یا هم د اسلامي ټولنې ښځو ته د فحشا، بې دینۍ او خود سرۍ لاره همواره کړي. کچیرې موږ لمړی کار ونکړو، دا دوهم به ضرور پر موږ عملي کیږي.

تعلیم د ښځې حق او د دوی ضرورت دی، خو حجاب او پرده یې فرض ده. ښځو ته باید، باید، او باید د دوی د پردې ساتلو سره یوځای د تعلیم زمینه برابره کړئ.
ښځه په ټولنیز ژوند کې شریکول د دوی حق دی، مخکې لدې چې کفار یې د خپلې ناولې مفکورې سره پرموږ مسلطه او زموږ د ټولنیزو پروګرامونو جز وګرځوي، خپلې مسلمانې خویندې پخپله د اسلامي اخلاقو نمونه او د خپلې ټولنې جز و بولئ او وګرځوئ .

د یو پرمختللي اسلامي امت او ویښتابه په هیله.

راليږونکی : محمد دوست نوابي

لیمه وردګ