د هغه خدای ج په نامه چی د آخرت د ورځی واک یوازی د همده په لاس کی دی

درنو لوستونکو!

زموږ هیوادوال هر څوک او هر ځای د تیرو څو لسیزو جګړو له امله د سختو اقتصادی ناخوالو سره مخامخ شوی دی. نن ډیری داسی کورنی شته چی په هغه کی یا پلار نشته، یا ورور نشته او پلار سپین ږیری وی، یا داچی د پلار په ګټه د کور ټول خرڅ نه پوره کیږی. داچی د کورنی ښځینه هم د خپل بوډا پلار، یا یوازینی ورور سره د کور په لګښتونو کی مرسته وکړی، زموږ د کلتور سره سم او د ګټی کار د میرمنو لپاره دا دی چی زموږ زنانه د غالی اوبدلو، مری اوبدلو، لاسی ګنډ، د چرګو فارمونه، د غوا ساتل چی شیدی یی په نږدی بازار کی و پلوری، د اسلامی تعلیماتو د کورسونو  جوړول چی نجونی پکی اسلامی تعلیمات زده کړی، خیاطی  او ګلدوزی چی خپل ګنډلی کالی او ډیزاینونه په بازار کی خرڅ کړی، چرمه دوزی، او داسی نور کسبونو له لاری د خپل کور په اقتصاد کی فعاله برخه واخلی، او د عزت او ابرو خواړه یی پر دسترخوان کیږدی.

داچی نن ډیری ښځی زموږ په ټولنه کی یا له ډیری ناچاری ګدایی ته لاس اوږدوی یا داچی په لوږه سره خپل ورځنی ژوند تیروی، دا ښه کار دی هغوی ته د کار زمینه برابره کړو. تر څو هغه کورنی هم د ښه ژوند مزه و څکی. او دا کار هله کیدای شی چی دوی ته د ښّ او مناسب کار زمینه برابره شی.

پدی هیله چی زموږ هر کور او هره کورنی د سوکاله ژوند څخه برخمند شی.

واسلام

 

لیمه