د عز و جل خدای په پاک نامه

 

زموږ د میرمنو ژوند په څه ډول د اسلام مطابق جوړیدای شی؟، هغوی په کور کی بندیوانی وساتو، یا د هغوی لپاره له کوره بهر هم د ژوند شرایط برابر کړو؟؟.

دا دوه هغه پوښتنی دی چی زموږ په ټولنه کی مشخص ځواب نلری، مګر ومی غوښتل دلته په بهر کی د خپلو سترګو لیدلی حال ستاسو سره شریک کړم.

زه خپله د خپلو لوړو زده کړو لپاره د جاپان هیواد ته راغلی یم. ددی تر څنګ چی خپلی مسلکی زده کړی کوم کله ناکله د نورو مسلمانانو سره هم په ځنو پروګرامونو کی برخه اخلم. دا پروګرامونه زیاتره د اسلامی اخلاقو د زده کړی پر محور څرخی، یوه په زړه پوری خبره چی د نوری نړی مسلمانان په هر مجلس کی تری سخت پرهیز کوی هغه د سیاسی او اختلافی خبرو اترو کول دی. د دوی یوازینی هدف د دین او عقیدت جوړول دی، چی دا خبره زموږ د ټولنی د وضعیت سره کاملا تفاوت لری.

بله خبره داده چی ددی مسلمانانو په ډله کی چی له مصر، سعودی، سوریی، مالیزیا او نوری اسلامی نړی څخه دی یو شمیر یی ښځینه محصلین هم دی، له ډیری مودی می غوښتل چی ددی مسلمانو میرمنو محصلینو له ډلی څخه د یوی سره لږ څه د زړه خواله وکړم. ځکه هغوی ټولی پدی غیر اسلامی ټولنه ډیری با حجابه او درنی ګرځی، خو ډیر وروسته وتوانیدم چی د یوی مالیزیایی محصلی سره چی د طب په برخه کی یی د ډوکټورا درجه اخیستله لږ څه د زړه خواله وکړم. چی خپلی خبری دلته له تاسو سره شریکوم:

زه: ګرانی خوری سلام علیکم!

مالیزیایی محصله: وعلیکم والسلام ورحمت الله

 زه: اپ که خبر؟ (څه حال مو دی؟)

مالیزیایی محصله: الحمد لله!، دا دی له کوم ځایه زده کړی؟!

زه: د مالیزی ملګری نه، نه پوهیږم چی درست می تلفظ کړ کنه؟!

زه: زه حلیم د افغانستان څخه راغلی یم، د سیول په برخه کی د ماسټری محصل یم، تاسو؟

مالیزیایی محصله: زما نوم زینب بنت عبد الوهاب د مالیزیا هیواده، د طبابت په برخه د ډوکټورا محصله یم.

زه: ماشاألله!، ډیر ښه نوم مو دی خو نه پوهیږم څنګه درته غږ وکړم، زینب!؟

مالیزیایی محصله: هو! زینب درست دی.

زه : ښه زینب خوری، تاسو خو نام خدا ډیر ښه حجاب هم اغوندی، او  بچیان مو هم دلته جاپان ته راوستی دی، ددی تر څنګ خاوند مو هم  دلته راغلی، د جاپانی محیط څخه خو به ستړی شوی نه وی؟

زینب: نه! د خدای فضل دی دلته ډیر مالیزی محصیلین شته، او د خپل مهالویش له مخی سره ښکته پورته کیږو، د مساپری احساس نه کوؤ. تاسو ته به مشکله وی که څنګه؟

زه: هو! زموږ د پاره لږ مشکله ده، ټوله کورنی می هر وخت یادیږی، ملګری می ټول رانه پاته دی، د خپل وطن هغه ګردجنی کوڅی کله کله راته یادی شی.

زینب: اممم! زه هر وخت د افغانستان په اړه خبرونه ګورم، واقعا زه ډیر پری ځوریږم. خدای ج د نور په دی مجاهده خاوره ورحمیږی!، دا د اسلام پاله خلکو خاوره ده، د افغانستان د خلکو په شجاعت موږ مالیزی مسلمانان هم ویاړو.

زه: مننه! ورکه د سیاست نه می بیخی نور زړه په چاود دی. که خپل وطن ته پدی سترګه وګورم نو بیخی می بیا له ژونده زړه تور شی. دا ستاسو په تول خو موږ اصلا هیڅ ژوند نلرو.

زینب: ولی؟

زه: خو هیڅ قاون نشته، ژوند د نارینه او ښځینه لپاره ډیر سخت دی، غلاوی، فساد، تندروی، میانه روی، او نوری ټولی خبری دی چی زموږ د خلکو تر منځ یی د اسلام ماهیت او اغیز بیخی ورک کړیدی. داسی یوه میډیا لرو چی خلک له اسلامه بیخی متنفره کوی. له بلی خوا طالبان، طالبان نوم خو پیژنی؟ (زینب: هو! پیژنم یی)، داسی یو نظام غواړی چی په هغه کی هیڅ د پرمختګ او ترقی لپاره فکر کول اصلا ځای نلری. چی یو یی هم کیدای شی ستاسو لپاره جالب وی هغه د ښځو له کوره بهر وتل ممنوع ګڼل دی.

زینب: ریښتیا هم دا ډیره بده خبره ده، چی پدی عصر کی په یوه اسلامی ټولنه کی خلک اوس هم د جهالت کندی ته ور ګزاریږی. آخر ولی دوی څه شی ددی علت بولی؟

زه: هغوی وایی چی د میرمنو بهر ته وتل د فحشا د زیاتیدو لامل کیږی. بی موجبه وتل یی ناروا دی. او تر هر څه مهمه داده چی په ښځو کار کول زموږ غیرت نه منی، موږ نه غواړو په ښځو باندی وطن آباد کړو.او نه دا د هغوی کار دی. موږ نارینه د څه لپاره یو؟. که خلک وایی، چی ښځی داسی کار کولای شی، دا د هغوی دسیسی دی چی د فحشا د راوړلو لپاره یی د شعار په توګه کاروی.

زینب:ښه!، مګر په نوره اسلامی نړی کی خو داسی کوم ممانعت نشته!، تاسو مالیزیا ته وګوری، مصر، لیبیا، سوریه. ایران، پاکستان، عربستان، او نور، آخر کوم ځای دی چی هلته د ښځو د تعلیم مخنیوی شوی وی؟

زه: تر کومه چی زه خبر یم، په ټوله اسلامی نړی کی، په ځانګړی ټوګه په پرمختللو ټولنو کی لکه تاسو یی چی نومونه واخیستل، د ښځو لپاره د تعلیم دروازی خلاصی دی. خو زه نه پوهیږم چی دا طالبان او یا د دوی پلویان د کومو شرایطو په پام کی نیولو سره داسی یو نظام راوستل غواړی.

زینب: زه بیا دا وایم چی آیا د دوی مور او خور نه مریضیږی؟. آیا د دوی خور لور په دین پوهیدل نه غواړی؟ او آیا دا کار فرض ندی؟ کچیری د دوی میرمنی مریضیږی، نو بیا خو ښه خبره ده چی د هغوی علاج په ښځه ډاکټره وشی، نه داچی په نارینه باندی وشی.

زه: زموږ په ټولنه کی داسی خلک هم شته چی د خپل غیرت له مخی نه غواړی خپله مریضه نارینه ډاکټر ته ښکاره کړی، او له بلی خوا ښځینه ډاکټره خو د بیسوادی له امله پیدا کیږی نه، نو پدی خاطر زموږ زیاتره میندی د ډیرو  وړو نارغیو له امله وفات کیږی. دا په دین پوهیدل خو یی په ځای پریږده.

زینب: آخر دوی ته د خپل مور او خور قدر نشته؟، د هغوی میړینه ورته بی معنی ښکاری؟

زه: نه! زموږ کورنی محبت دومره زیات دی، چی تر اوسه ما په هیڅ بله ټولنه کی دومره محبوبیت ندی لیدلی.

زینب: شکر الحمد لله! چی زموږ په ټولنه کی داسی شرایط نشته، خو خیر ستاسو ټولنه به هم ان شا الله لدی سختیو څخه د آرامی په لور را ووځی. دا ستاسو په شان تکړه ځوانان چی ولری، زه باور لرم چی یوه ورځ به افغانستان د مالیزی په څیر د پرمختګ په حال کی وی.

زه: کیدای شی تاسو د خپل هیواد په اړه راته ووایی؟

زینب: څه درته ووایم:

زه: دا چی ستاسو په ټولنه کی ښځی څه ډول تعلیم کوی، آیا د کوره بهر کار کوی، نه یی کوی؟ د اسلامی علماؤ له لوری ستاسو د تعلیم ممانعت شته کنه؟ او هم داچی داسی کورنی شته چی د ښځو د تعلیم مخه ونیسی؟

زینب: زموږ ټولنه الحمد لله یوه اسلامی ټولنه ده، که څه هم چی زموږ په ټولنه کی یو شمیر نا مسلمان خلک هم شته، خو موږ مسلمانان بیا په خپلو اسلامی عقایدو ډیره پابندی کوؤ، او دا زموږ افتخار دی، ددی ترڅنګ موږ مسلمانان باید د هغه نا مسلمانو سره سیالی ولرو، دی کار زموږ نارینه او ښځینه دی ته اړ ایستلی چی باید په خپل کارونو کی بینهایت زیات کوشش وکړی.ستاسو د پوښتنی  په ځواب کی، بلی! زموږ میرمنی په هره برخه کی تحصیل کوی،علوم دین، سیاست، اقتصاد، طبابت، او نور هر څه چی د دوی تر وسه پوره وی، او بل داچی د کورنی خوښه هم پکی تر یو حده ضرور ده. او بل هم دا چی لکه څنګه چی تاسو پوښتنه وکړه، زموږ دینی علما د نجونو د تعلیم د مخنیوی په اړه هیڅ ډول فعالیت نه کوی، بلکه یوازی د اسلامی اخلاقو د تر ویج او تشویق لپاره زیات کوشش کوی. هو! په لرو پرتو سیمو کی چیرته چی نارینه هم لا تر اوسه بیسواده پاته وی، هلته هلکان ښونځی ته تلای شی مګر ځنی کورنی بیا د نجونو د تګ مخنیوی کوی. خو دا خبره بیخی اوس په نشت حساب ده.

زه: ماشا الله تاسو بختور خلک یی.

زه: تر کومه چی زما فکر کار کوی، زموږ د ټولنی دا ټولی بد بختی چی را ولاړی دی، که هغه د ملا لخوا دی یا د سیاست والو لخوا، ددی عمده علت د دی دوه طبقو تر منځ فکری فاصله ده، پخوا وختو کی هغه چاچی عصری علم او تخنیک زموږ ټولنی ته راوړه، هغوی هیڅ د اسلامی ارشاداتو پروا نه ساتله، ټول اصول یی د غربی ټولنو په معیارونو ولاړ ؤ. اسلام پالو به چی ددی مخالفت کاوه هغوی به په ډیره بیرحمی سره وژل کیدل، زندانی کیدل او نور. بیا چی کله اسلامپاله واک ته ورسیدل هغوی بیا ددی کار داسی مخالفت کاوه چی ان د ښځو بهر وتل، تعلیم کول، بهر کار کول ټول یی حرام بلل، او ددی کار ضد یی د خلکو په روحیاتو باندی ډیر زیات اغیز وکړ، اوس نه یوازی طالبان د ښځو د تعلیم مخالفان دی، بلکه زیاتره کورنی هم د خپلو لورانو د تعلیم سره کلک مخالفت لری.

زینب: هو! دا ریښتیا هم چی ډیره مشکله خبره ده، خو خیر ورو ورو خلک ورسره عادت کیږی، خو کاش چی زر ددی کار په ښیګڼو پوهیدلی وای، ځکه نن ورځ زموږ ټولو مسلمانانو لپاره د جهاد ښه لاره د علم ، تخنیک، او تکنالوژی جنګ دی.

زه: هو! ----- خبری می بیخی ډیری اوږدی شوی، بښنه غواړم، د خپل شخصی ژوند، یعنی د کار، ماحول، او خپل کور په اړه مالومات راکړی؟

زینب: لکه مخکی می چی وویل، زه د طبابت په برخه کی دوکتورا کوم، لدی نه مخکی می په یوه روغتون کی کار کاوه، هلته می د ښځینه ناروغانو تداوی کوله، زموږ د کار محیط کی اسلامی اخلاق عام دی، متقابل درناوی د هر شخص په تندی کی لیکل شوی، د حجاب آزادی ده خو زیاتره مسلمانی میرمنی په هر ځای کی اسلامی حجاب اغوندی، اولادونه می ټول په ښونځی کی ؤ او اوس دلته په جاپان کی هم ښونځی ته ځی، او میړه می هم معلم دی.

زه: د حجاب خبره مو وکړه، حجاب ستاسو په وطن کی په زور اغوستل کیږی او که هره میرمن یی په خپله خوښه اغوندی؟

زینب: نه! حجاب په زور ندی، لکه مخکی می درته وویل، زموږ په ټولنه کی ټولی میرمنی باسواده دی، نو د خدای ج د فرامینو څخه خبر دی، نو پکار نده چی د یو بل چا لخوا د پری جبرا عملی شی. زه دا درته ویلی شم چی زموږ که نارینه خولی په سر کوی، هغه د دوی خپل ذوق دی، او که ښځینه حجاب کوی هغه هم د دوی خپل ذوق دی.

زه: تاسو ویل چی هر څوک د خدای ج د فرامینو څخه باخبره دی، آیا ستاسو د ښونځی په نصاب کی دا شامل دی؟ که څنګه؟ تر کومه چی زه خبر یم په مالیزیا کی ډیری اسلامی ټولنی د اسلامی کلتور او مواریثو ساتنه کوی، دا خبره سمه ده؟

زینب: ماشا الله چی دومره زموږ د ټولنی په اړه مالومات لری، زموږ د ښونځی په نصاب کی دا موضوعات ډیر نشته، مګر هره کورنی خپل ماشومان د شرایطو په پام کی نیولو سره په اسلامی مدرسو کی شامیلوی، او د قران تلاوت، تفسیر، او عقاید او نور دینی علم هلته زده کوی. او دا مدرسی تر ډیره حده د عربو لخوا تمویل کیږی. دولت ورسره کومه خاصه مرسته نکوی.

زه: دا چی زما سره مو خبری وکړی، ستاسو څخه ډیر منندوی یم! درباندی نا وخته می کړ.

زینب: ستاسو نه هم مننه! خدای د وکړی چی یوه ورځ ستاسو د هیواد ټولی میرمنی د علم په زیور ښایسته شی. جزا کم الله خیرآ

زه: ولی مو یوازی د ښځو د تعلیم دعا وکړه؟

زینب: خو تاسو یوازی د ښځو د مشکلاتو خبری راسره وکړی، خو ځه خدای د ټول افغانستان آرام، مرفع او سر لوړی لری.

زه: مننه! د الله په مان