د اولاد د نقصانولو حکم:

ای مسلمانی خوری، کوم شی چی الله(ج) ستا په رحم کی پیداکړی دی، ته یی پر هغه امانتداره ګرځولی یی، نو هغه به نه پټوی، الله(ج) وایی:

ترجمه:دوی(ښځو) ته رواندی هغه څه پټ کړی هغه څه چی الله(ج) د دوی په رحمونو کی پیدا کړی دی، که دوی په الله(ج) او داخرت په ورځ باندی ایمان لری.

او په مختلفو وسیلو سره د هغه(اولاد) په نقصانولو(غورځولو) او له هغه نه د خلاصون کوښښ ونکړی، ځکه الله(ج) تاته په رمضان کی د روژی خوړل روا کړی دی، کله چی تاته یی نیول د حمل په وخت کی سخت وی، او یا حمل(ماشوم) ته ضرر رسوی.

او کوم عملیاتو نه چی نن ورځ د نقصانولو لپاره مینځ ته راغلی دی حرام دی، او که چیری په ماشوم کی روح پوکل شوی وی، او د نقصانولو په وجه مړ شی، نو دا دانسان په ناحقه سره وژل دی، او هغه سره د قتل ټول احکام ثابتیږی، لکه دیت (دیت هغه عوض یعنی پیسی او نور څه دی چی قاتل یی د مړی په بدل کی د مړی خپلوانو یعنی اولیاوو ته ور کوی) «ژباړن» ور کول چی انداره یی خاص تفصیل لری، او ځینی علماؤ په نزد کفاره ادا کول، چی هغه دیوه مومن مریی(غلام) آزادول دی، او که یی قدرت او وسه نه وه (اویایی ونه موند)، د دوومیاشتو پرله پسی روژه نیول دی، او ځینی علماؤ دا عمل(یعنی نقصانول) په کوچنی ډول د ژوندی نجلی د ښځولو په شان بولی، محمد بن ابراهیم رحمت الله علیه وایی: «د حمل ( د مور په نس کی ماشوم) د نقصانولو کوښښ کول ناروا دی، ترهغه پوری چی مرګ یی یقینی نه وی ثابت شوی، او که چیری په یقینی توګه مړ وی نو بیا یی نقصانول جایز دی. (مجموعه فتاوی الشیخ محمد بن ابراهیم ۱۱/ ۱۵۱)

او د (هــیــًـة کبار العلماء) د شوری (۱۴۰) نمبر فیصله په ۲۰ /۶ /۱۴۰۷ هـ تاریخ پدی هکله داسی ده:

۱ـ د حمل نقصانول په مختلفو مراحلو کی پرته له یو شرعی عذر څخه روا ندی،او هغه هم په یوه محدوده اندازه سره.

۲ـ که حمل د جوړښت په اوله مرحله(د څلویښت ورځو په موده ) کی وی، او نقصانول یی پدی موده کی د دی ویری څخه وی چی تربیه کول به یی ورته ګران وی، او یابه یی د ژوند او تعلیم احتیاجات پوره نکړای شی، او یا یی د آینده ژوند څخه په ویره کی وی، او یا موجوده اولادونه د ځان لپاره کافی بولی، نو پدی صورت کی یی نقصانول جایز ندی.

۳ـ که حمل د(علقی) (مضغی)  په مرحله کی وی، نو نقصانول یی روا ندی، مګر که یوه طبی معتبره کمیټه د حمل پاتی والی د مور د صحت لپاره خطر وبولی،یعنی که چیری د حمل په پاتی کیدو کی د مور د مینځه تلو او هلاکت ویره وی، او وروسته لدی چی ټول ممکنه وسایل د دی خطرد مینځه وړلو نه عاجز شی، نو بیا یی نقصانول روا دی.

۴ـ د دریمی مرحلی او څلورو میاشتو پوره کیدو نه وروسته یی هم نقصانول ندی روا، مګر که د معتبرو اومتخصصو ډاکټرانو یوه مجموعه دا فیصله وکړی چی د حمل پاتی کیدل په د ژوند په ژغورلو کی ناکام شی، نو بیا یی نقصانول روا دی، او نقصانول یی پدی وجه دلته روا دی، چی پدی کی د دوو ضررونو تر منځ له ټولو څخه د لوی او ستر ضرر مخنیوی کیږی، او د دوو مصلحتونو نه لوی اوستر مصلحت ترلاسه کیږی.

او شوری په داسی حال کی چی نوموړی حکم صادر وی، د الله څخه د ویری او تقوی توصیه کوی، او په نوموړی مسأله کی باید له احتیاط نه کار واخیستل شی، او الله توفیق ورکونکی دی.

او د (الد ما‌ء الطبیعیة للنساء) په رساله کی شیخ محمد بن عثیمین داسی وایی: که چیری له نقصانولو نه مقصد د ماشوم له مینځه وړل دی، او دا په ماشوم کی له روح پو کولو نه وروسته وی، نو بیشکه دا کار حرام دی، ځکه دا د انسان په ناحقه وژل دی، او د معصوم انسان وژل په قرآن او حدیث او اجماع کی حرام دی.

او امام ابن جوزی د (احکام النسأ) په کتاب کی وایی: پدی چی د نکاح څخه مقصد د اولاد راوړل دی، او له هر منی څخه اولاد نه کیږی، نو کله چی اولاد وشی، نو اصلی مقصد تر سره شی، نو د هغه نقصانول د نکاح د اصلی حکمت او مقصد مخالفت دی، خو که دا د حمل په اوله مرحله کی له روح پوکلو نه مخکی وی، نو ډیره لویه ګناه ده، ځکه چی حمل لدی نه وروسته د کمال درجی او د خلقت پوره کیدلو ته درسید لو په لور روان دی، لیکن ګناه یی له هغه حالت نه کمه ده کله چی په هغه کی روح پوه شی او ژوندی شی، نو که ښځه د ژوندی ماشوم نقصان وکړی، دا به داسی وی لکه چی مومن انسان یی وژلی وی،

الله (ج) فرمایی:او کله چی پوښتنه وشی د ژوندی خښی کړی نجلی نه چی: ته په کومه ګناه وژلی شوی یی؟

نو ای مسلمانی خوری له الله(ج) وویریږه، او د هیڅ غرض او مقصد لپاره د دی ناوړه جرم اقدام ونکړی، او په دی ناوړه او ګمراه کونکی تبلیغاتو، او ناروا رواجونو بایدی چی عقل او دین یی نه منی ـ ونه غولیږی.

علقه= د وینی ټوټی ته وایی،او د حمل په دوهمو څلویښتو  ورځو کی د وینی د یوی ټوټی په شان وی

مضغه=د غوښی ټوټی ته وایی، او د حمل په دریمو څلویښتی کی د غوښی د یوی ټوټی په شان ګرځی.