د الله ج په پاک نامه

ای خدایه ج! ډیری کورنی به دی داسی تشکیل کړی وی چی څو څو بچیان به لری، او ډیری داسی کورنی به دی هم جوړی کړی وی چی په یو بچی پسی به کلونه کلونه ستا در ته په سجده پراته وی.

زما درنو کورنیو! میندو او پلرونو! زه پوهیږم چی هر لوستی انسان زما نه ډیر پدی پوهیږی چی د ماشوم حقوق په اسلام او ننی نړی کی څه دی؟. خو زما یوازینی هیله ستاسو ټولو څخه داده چی د ماشومانو حقوق په تیره بیا د دوی په وړاندی له تشدد یا تاوتریخوالی څخه خپلی کورنی منع کړی، که څه هم د یوی کورنی شوخ ماشومان تر ډیره وخته په آرام نصیحت لار ته نه راځی خو د همدی آرام نصیحت له مخی په دوامداره توګه موږ کولای شوی خپل نازولی ماشومان د خپلی خوښی سره سم تربیه کړو.

دا یوه ازمویل شوی فورموله ده، په حوصله سره خپله ملګری د نصیحت تر څنګ له خپلو ماشومانو سره را واخلی، او هغوی ونازوی، د تهدید لاره بیخی مه کاروی. ډیره ښه وسیله په ښه کار تشویق او په بد کار خفګان ښکاره کول دی. یعنی که ښه کار وکړی هغوی تشویق کړی، د ډوډی په سر یی نوم یاد کړی چی نن می وړوکی ورور داسی ښه کار وکړ نام خدای، او په بد کار  بیا تری خفه شی، او کله چی هغه ستاسو خفګان وینی بیا د هغه زړه په تاسو سوزی، هغه ستاسو سره د خبرو کولو هڅه کوی، پدی توګه تاسو یوبل ته نږدی کیږی. او ستاسو نصیحت په ماشوم ښه اغیز کوی.

ومن الله التوفیق

 

لیمه