دا ښکاره خبره ده چی د اسلام مبارک دین ښخو ته تر بل هر دین زیات حقوق ورکړی دی، د هغوی د عفت، عزت، وقار، او عاطفی په پام کی نیولو سره یی هغوی د ژوند پدی اوږد سفر کی د خپل ملګری (میړه) د لاس لکڼه (عصا) ګرځولی ده، او داچی ښځه خدای پاک د نارینه په نسبت ظریفه، عاطفی، ، مهربانه او ضعیفه پیدا کړی ده، پدی مانا نده چی دا سپیڅلی انسان دی د نارینه ؤ د زور زیاتی قربانی شی، د کور په هر مشکل کی ښځه ملامته وبلل شی؛ هو! دا چی ډیری میرمنی بیسواده دی نو هرومرو به د دوی تر منځ ځنی خبری هاخوا دی خوا کیږی، خو دا پدی مانا نده چی د دوی ملګری (میړونه) د لدوی سره دوښمنی را واخلی او سهار ماښام ورته سوټی ونیسی. آخر دوی هم خدای پیدا کړی دی.
له بلی خوا ډیری خلک په کورنی کی په ښځو باندی ډیر سخت او یا هم د ټیټی سطحی کارونه ترسره کوی چی دا هم مناسب نه بولم لکه د حیواناتو د خوشیو سمون او د سپیاکو (چاپکو) جوړول، مال ځای پاکول، د خاک انداز پاکول، له بهر نه د حیواناتو لپاره واښه راوړل، د ځوانانو د جامو مینځل،د تفدانی پاکول (چی په حقیقت کی یو مردار کار دی زما په فکر)، او نور.
ځنی کورنی خو بیا خپلو میرمنو ته د نارینه ؤ پاتی ډوډی ورکوی، هغوی ته داحق نه ورکوی چی د نارینه ؤ سره یوشان ډوډی وخوری، بلکه دوی به هله ډوډی خوری کله چی د نارینه ؤ ډوډی خوراک خلاص شی، که څه پاتی ؤ هغه به خوری چی دا کار زما په فکر ناروا عمل دی، ځکه د ښځو نفقه په میړه فرض ده او هغه باید پاتی شونی نه وی.
ځنی ښځی خو بیا بیخی له بهر څخه خس او خوشایه راټولوی، پداسی حال کی چی میړه یی په مسجد کی تسبیح په لاس لمونځونه کوی.
((چیری دی هغه ملا چی غږ وکړی پدی خلکو : ښځه خدای ج ضعیفه پیداکړی ده، د ریشقی او شوتلی د پنډو لپاره یی نده پیداکړی؟؟، د همدی ملایانو خولی ولی پدی برخه کی پټی دی چی ووایی: د ښځی وتل بهر ته ناروا دی؟؟؛ دا ټول ځکه چی دی خپله هم همدا سی کوی، که څه بله خبره ده؟)))
د پښتنی ټولنی د سوکاله او آرامه کورنی ژوند په هیله
لیمه وردګ ---- دا ښکاره خبره ده چی د اسلام مبارک دین ښخو ته تر بل هر دین زیات حقوق ورکړی دی، د هغوی د عفت، عزت، وقار، او عاطفی په پام کی نیولو سره یی هغه ته د ژوند پدی اوږد سفر کی د خپل ملګری (میړه) د لاس لکڼه (عصا) ګرځولی ده، او داچی ښځه خدای پاک د نارینه په نسبت ظریفه، عاطفی، ، مهربانه او ضعیفه پیدا کړی ده، پدی مانا نده چی دا سپیڅلی انسان دی د نارینه ؤ د زور زیاتی قربانی شی، د کور هرپه هر مشکل کی ښځه ملامته وبلل شی؛ هو! دا چی ډیری میرمنی بیسواده دی نو هرومرو به د دوی تر منځ ځنی خبری هاخوا دی خوا کیږی، خو دا پدی مانا نده چی د دوی ملګری (میړونه) د لدوی سره دوښمنی را واخلی او سهار ماښام ورته سوټی ونیسی. آخر دوی هم خدای پیدا کړی دی.
د کورنی ژوند لپاره زما په اند هره واده شوی پیغله کوښښ کوی د خپلی خواښی، خسر میړه او د کورنی د نورو غړو خیال وساتی، خو داچی د هغوی توقع ډیره زیاته وی، او دا کوچنی واده شوی نجلی پدی کم عمر کی نشی کولای ددی ټولو چلنجونو سره ډغری ووهی نو د دی او د خواښی یا یی هم د میړه سره جنګونه پیلږی چی په نتیجه کی د وروڼو د بیلتون سبب ګرځی، ښه به دا وی چی اول: کم عمره نجلی واده نشی، دوهم: کچیری همداسی وشی، بیا د له هغی وړی نجلی نه دومره توقع نلری.
تر ټولو ښه خبره داده چی د واده کولو وروسته د دوی دواړو هلک او نجلی په ژوندانه کی د کورنی نور خلک زیاته مداخله ونکړی. او هغوی پریږدی چی د خپل فکر مطابق د خپلو دوستانو او خپلوانو سره برخورد وکړی. نه داچی په یو کار باندی مجبور کړای شی.
10.10.2010
- لیمه وردګ
اول ځان دی بیا جهان (Charity begins at home. ( Awal zan dae pas jahan dae
په سختی پسی راحت وی (Adversity is followed by prosperity (Sakhti pas rahat vee...
13.10.2010
- لیمه وردګ
لمړی برخه
اعوذ با لله من الشیطن الرجیم ---------زه پناه غواړم په خدای ج د شیطان رټل شوی نه
بسم الله الرحمن الرحیم --------------شروع کوم د الله په نوم چی بښونکی ډیر مهربانه دی
ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم -----ای زمونږ ربه! قبول کړی زمونږ نه(دعا، عبادت)، بیشکه ته ښه اوریدونکی او پوهه یی
ربنا واج...