بنګلدیش لرې پرتو سیمو کې ویډیويي-ټولګي پرانیستي
د بنګلدیش نفوس ډیر زیات دی، فقر بل دلیل دی چې ټول خلک یا ماشومان نشي کولی چې د ښاریانو په څیر د لوړ کفیت ښونو او مجربو ښونکو او درسي موادو څخه برخمن شي، دغه ستونزې ته په کتو سره بنګلدیشي ځوانانو د هیواد په لویو ښارونو او ولسونو کې تعلیمې مرکزونه جوړ کړیدي چې په ښارونو کې د تکړه ښونکو او ځوانانو په مټ د زده کړې ویډیو ګانې تولید کړي او وروسته بیا هغه د هیواد لرې پرتو او غریبو سیمو ته واستوي.
دوی خپلې ویډیوګانې په سیمیزو تعلیمي مرکزونو پلوري، سیمیز تعلمي مرکزونو ته دغه لوی غنیمت دی، د یو استاد، یو جنریتور، او کمپیوټر په مرسته کولی شي سلګونه شاګردانو ته زده کړه ورکړي، او پدې ترتیب د دوی د تعلیمي مرکز ګټه لوړیږي.
د یادونې وړه ده چې دغه ډول پروژو ته زموږ په هیواد کې تر بل هرچا زیاته اړتیا ده، زموږ د هیواد لرې پرتې سیمې ښونکي نلري، کتابونه او درسي مواد د ټولو لپاره نه شته، او په لویو ښارونو کې د هیواد د لرې پرتو سیمو محصلین ښه پریمانه او له بلې خوا زیاتره ېې غریب او بې وسه هم دي. د دوی په مرسته او د دوی سره د مالي مرستې په بدل کې، کیدی شي د هیواد نا امنه سیمو ته تعلیم د دغه پروژې پر مټ ورسول شي.
لدې نه علاوه، زموږ زیاتره ځوانان د خراب تعلیمي وضعیت له کبله د کانکور په ازموینه کې ناکامیږي، دغه پروژه کولی شي د دوی سره مرسته وکړي ترڅو د ښاري ځوانانو په څیر د لوړ کیفیت زده کړو څخه برخمن او پدې ترتیب د هغوی سره د سیالۍ وړ وکرځي او په راتلونکې کې د دوی لپاره ښه راتلونکې لاس ورکړي.