لوړ تهذیب
چې لوى شوي دي په جګو جګو غرو كى
غـــــيرتـــونه شـــته ســـينــو د پښـتـنو كى
په قــــامـــونو د دنيا كــى مــيلــمه پــال دي
ټنګ ټكور ئى هره شپه شته دي حجرو كى
د هـــــنر ســــره د ميـــنې دا ثـــــــبوت دي
شاعــــرانو دي ســــتا يلي په مـــــــسرو كى
د ښــــمــــنان ئى په وژو بـــــريالى نه شول
څـــــومره زور شــــته دي په ژبى د پښتو كى
دا يــــــوازى ژبـــــه نــــــده لــوړ تهذ يب دي
لـــــويــــه ده لـــه نورو ژبـــو پــه غــــږو كى
د پــــښــــتو د اســمان ستوری دي روښان وي
چـــې ځـــلـــيږى تل د غــــــرونو په سرو كى
کبیر ستوری