د عزت بښونکی خدای ج په پاک نامه!

د لر پښتنو زحمت او تحصیل (سره ددی چی استعماری ژوند لری) او د بر پښتنو په مغزو کی د خانی فکرونه

درنو ملګرو او د پښتنی ټولنی با غیرته او با احساسه زلمیانو!

د خپل کلی کور په دا تیرو ۶۰-۷۰ کلونو  پرمختګ کی فکر وکړی، چی پښتنو پرګنو د خپل ژوند لپاره څه کار کړیدی؟ کیدای شی ځنی به د آرامی خبری کوی، ځنی به د آزادی خبری کوی، ځنی به د مالداری او شتمنی خبری کوی. خو دا هر څه با الاخره څه معنی لری؟. نن ددی ټولو ښیګڼو اثر زموږ په باشهامته پښتون کام کی څه دی؟ بیسوادی؟!، جهل؟!، د ملا او عصری عالم سره جنګول؟!، د ښونځیو ورانول؟!،....

زما ګیله زما له نیکونو څخه کیږی، هغوی زموږ پلرونو ته یوازی ټوپک ور ښودلی ؤ، غیرت یی یوازی په توره کی ورته تعریف کړی ؤ، ناموس یی یوازی په کور کی د ننه ورته ښودلی ؤ، او کلتور یی ورته یوازی د سپیرو جامو اغوستل تعریف کړی ؤ.

درنو! کچیری د پرون پښتون بیداره وای، او خپل اولادونه یی د وخت او زمان د شرایطو سره سم روزلی وای، نن به دا ناخوالی زموږ په ګران هیواد کی نه راتللی. نن به دومره کونډی رنډی بی سرپرسته نه وای. نن به چا په رڼا ورځ زموږ ښونځی نه سوزول. نن به په تربګنیو کی په لسګونو زلمیان تور دوزخ ته نه تللی.

نن زما پلار خپله لار داسی ورکه کړیده چی د خپل ماشوم د تربیت زانګو په توپونو الوزوی، زموږ پلونه او سرکونه په بمونو الوزوی،  ځوانان مو په وړوکی ګناه په دار خیژوی، دینی عالمان مو په یو او بل نامه وژنی تر څو دا شته عالمان هم له پښتنو له منځه ورک کړی.

دی لیکنی ته می ځکه دا عنوان وټاکه چی: په تیرو څو لسیزو کی د بر پښتنو لپاره د ژوند ډیر څه برابر ؤ خو دوی یوازی د خپلی خانی او ملکی په سوچ کی غرق تللی ؤ، هیچا د علم او تخنیک خبره نه کوله، هیچا د سواد او تحصیل خبره نه کوله، نن چی هر پښتون د علم په قدر له هزاره او تاجیکانو وروسته و پوهیده نو د مار لستوڼی یی له شته فرصتونو څخه محروموی.

زما لاس به د هغه ګمراه پلار غاړی ته اوږدیږی چی نن او پرون زما او زما د بچیانو پرمخ ښونځی تړی، سوزوی یی، او موږ یوازی د توری جهاد ته اړ باسی. زما لاس به هغه ګریوان ته اوږدیږی چی پر ما نن دغه د مجبوری ژوند تیروی. هغه که د ملا عمر ، که ګلبدین او یا هم کرزی وی.

 

په آخر کی دا څو خبری له تاسو پوښتم چی:

ای پښتنو! ولی دومره پیسه دوسته یی؟

ای پښتنو ولی دومره پست شوی؟ چی هیڅ یو بل نشی زغملای؟

ای پښتنو ولی دومره ذلیل شوی چی نن په ۲۱ پیړی کی د علم په قدر و نه پوهیدی؟

ای پښتنو! ولی داسی بی هوشه شوی؟

ای پښتنو! ولی داسی بی شعوره پاته شوی چی تر اوسه مو هم په تربګنیو کی په لسګونو زلمیان تورو خاورو ته څه چی بیخی تور دوزخ ته ځی؟

د پښتونخوا پښتانه که څه هم د پنجابی دالخور تر سیاسی تسلط لاندی دی، خو بیا هم د خپل توان مطابق یی په علم ځان سمبال کړی، بچیان یی ښونځی ته ځی، تر پرونه یی آرامه ژوند درلود (هغه هم موږ ورته برباد کړ). خو ای بر پښتونه! ستا خو په خپله خاوره کی ټول اختیارات ؤ، ته ولی دومره وروسته پاته شوی؟. د خدای لپاره خلقی ته شوی، پرچمی ته شوی، اخوانی ته شوی، ګلبدین ته شوی، سیاف ته شوی، شر او فساد ته شوی، او بیا ملا عمر هم ته شوی. آخر ولی؟؟؟؟؟؟

درنو! د ټولو بدبختیو لامل یوازی او یوازی بی علمی، او بیسوادی ده، پدی هیله چی هر پلار او ورور دخپل اولاد او کورنی د هر غړی د تعلیم خیال وساتی. په تیره بیا د جنوبی ولایتونو پښتانه چی د بیسوادی کچه پکی بیخی لوړه تللی ده.

د سر لوړی پښتون کام په هیله!