د لوی خدای (ج) په نامه
په افغانی ټولنه کی یوه خواښی په خپله نګور ډیر ظلم او زیاتی کوی.د خواښی ظلم په هغه وخت کی شروع کیږی چی کله ناوی د میړه کور ته راشی. له یو څو ورځو او یا له یو څو میاشتو وروسته د خواښی له خوا نوی ناوی په درنو کارونو ګمارل کیږی. نه یوازی خواښی بلکی د کورنی هر غړی دا تمه لری چی هغه باید د دوی هر ډول شرطونه پوره کړی. لکه د جامو مینځل، اوتو کول، د بوټو پاکول، د ډوډی پخول او تیارول او داسی نور.تر ټولو سخته ازموینه د نوی ناوی له پاره چی عمر یی د ۲۰ کلنو شاخوا وی دا ده چی باید په یوازی ځان د څو میلمنو خدمت وکړی. په دی کار کی که چیری ناوی په ازاد لاس کار وکړی نو بیا د سخت ګواښ سره مخامخ کیږی.چی نه باید زیات مصرف وکړی. که چیری نوی ناوی په کافی اندزه د ضرورت وړ مواد مصرف نه کړی، طبعا د دیګ خوند به بد، ډوډی څڅیدلی، او خواښی به دسوټی سره په مخکی ورته دریدلی وی.
بل دا چی ولولرونه ډیر جګ دی، له واده نه یو څه وخت پس زوم ځی په خواری پسی. تر څو پیسی پیدا کړی پخوانی قرضونه خلاص او خپل نوی ژوند جوړ کړی.
زمونږ په ټولنه کی نارینه د ښځو په پرتله زیات باسواده دی. او زما هیله دا ده چی ټول خلک په خپلو کورنو کی په کورنیو شخړو کی د خپلو میندو،خویندو، او ښځو سره مشوره وکړی. تر څو زموږ کورنی ژوند له مینی او محبت څخه ډک وی.
لیمه وردګ